وروستي:

يو نسل جګړه او ډیموکراسي

لیکوال : نظرمحمد مطمئن

د ۲۰۰۱ ز کال  د ډسمبر مياشت چې  امريکا او متحدینو يې پر افغانستان یرغل وکړ، د طالبانو نظام له منځه ولاړی، پر ځای يې د ډیموکراسي، د بیان ازادي او د ښځو او ماشومانو د حقونو تر شعار لاندی نوی نظام د امريکا د خوښي ولسمشر کرزي تر مشري لاندي پرافغان ولس وتپل شو.

هغه ماشومان چې په هغه وخت ۲۰۰۱ کال کې په ۶ ټولګې کې وو، اوس د پوهنتون له فراغت سربیره دوه کلنه تجربه هم لري، د ځوانۍ او تعلیم ټول وخت يې د امريکا او متحدینو د یرغل او ډیموکراسۍ د غولونکو شعارونو تر سيوري لاندي تیر شو، ځينې يې چې له ۱۲ ټولګيو فارغ شول، اروپا، امريکا او ترکيې ته يې د لوړو زده کړو سکالرشيپونه واخيستل، هلته د لویديځ له کلتور سره د ښې بلدتيا سره سره ددوی پر مغزو هم کار وشو که په راتلونکې کې اړتيا وي چې د يادو هیوادو ځانګړي کړۍ ورڅخه کار واخلي.

هغه ماشومان چې په ۲۰۰۱ ز کال کې لومړيو ټولګیو ، او يا خو په ۲۰۰۲ ز کال کې لومړيو ټولګيو ته ولاړل، ۵ کلن، ۶ کلن او يا هم ۷ کلن هلکان او نجوني وې، اوس دغه نسل له دوولسم ټولګيو فارغ او د لوړو زده کړو موسسو ته يې لاره پيداکړي، دغه نسل په بشپړ ډول د لویديځ افکارو او په هیواد کې دننه د لویديځ پلوه رسنيو تر تاثیر لاندي راغلل او لوی شول، په دي معني چې په لويو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې موږ يو بشپړ ځوان نسل (دوه پړاوه)  له لاسه ورکړ، او دانسل مو دغرب افکارو ته زيات تمایل ښيي، په ناخبره ډول د غرب پر پله قدم ږدي، دهغوی کلتور خپلوي، او تر ډیره د هند او ایران کلتوري هڅو هم په تیرو دوولس کلونو کې د افغانو ځوانو هلکانو او نجونو په منځ کې ښه وده وکړه.

بل لورته په لیري پرتو سيمو کې زموږ هغه ماشومان چې په ۲۰۰۱ ل کال کې په ۶ ټولګې کې ؤ، په مدرسه او يا ښوونځې کې، ښوونځې د يو لوري او مدرسه د بل لوري د يو بل څخه د انتقام  او يو بل ته د ضربې واردلو په موخه وتړل شول، زموږ دغه نسل چې اوس باید د لوړو زده کړو سربیره يې دوه کلنه تجربه هم درلودلای، بې تعليمه پاتي شول، ځینو يې ایران ته، ځينو پاکستان ته د مزدورې له پاره مخه وکړه، ځينې يې په تاریاکو او ځينې يې په چرسو روږد شول.

دهمدې ياد نسل ځينې د طالبانو په خوا کې وسله واخستله او ځينې يې له مجبوري او غريبې اردو او پولیسو ته ننوتل، يو شمير يې د افغانستان په استخباراتي ادارو کې وګمارل شول، او هغه کسان چې زړور او په ځان غره، په تن تکړه وو، د لوړ ډالري معاش په مقابل کې بهرنيانو د سپيشل فورس تر نوم لاندي وروزل او وګمارل تر څو د خپل افغان ولس د وژلو او ځورولو چل ورزده کړي، او همدغه ځوانان په ناپوهي کې د خپل ولس په مقابل کې استعمال کړي، چې موږ يې بېلګې تر بل هر ځای په ميدان وردګ کې ډیري وليدلي.

دهمدې نسل چې بې تعليمه پاتې شول، د اربکيانو ليکې هم همدوی قوي کړې، د بې کارې او په لیري پرتو سيمو کې د تربرګلوي او په کلي کې د خپلمنځې شخړو له امله ددغه نسل ځينې ځوانانو د بهرنيانو په هڅونه د سيمييزو پولیسو تر نوم لاندي د طالبانو په مقابل کې وسلې ته لاس کړ.

دا ډول په لیري پرتو سيمو کې د امريکا د یرغل په نتیجه کې د راغلي حکومت دوه او درې اولني کلونه ارام ؤ، په لیري پرتو سيمو کې هم امنيت ؤ، ښوونځي په ښه ډول سره فعال شول، په هند کې جوړ شوې بسکوټونه دهر ماشوم د کتابونو په بستۍ کې وو، د غوړيو ۵ کیلويې ګیلنونه په مياشتنې ډول هرې نجلې ته ورکول کيدل، د USAID مهر شوې د ویلې غوړيو ګیلنونه هر کورته د نجونو د شمیرې سره سم ورکول کیدل، ځينې داسي کورونه هم ؤ چې خپلې ۴ کلنې نجونۍ يې په دي موخه ښوونځې ته ولیږل چې بیسکویټ او د غوړيو ګيلن ترلاسه کړي.

دغه ډول د ښوونځيو ډیرښت او بې پلانه د ماشومانو تګ يواځې ښوونځې ته، د مدرسي په اړه ناسم تبليغاتو ډیر لږ دوام په لیري پرتو سيمو کې وکړ، د ولسمشر کرزي درېيم کال چې پوره کيدی په لیري پرتو سيمو کې ډیری ښوونځې وتړل شول. د کرزي په څلورم او پنځم کال د تړلو ښوونځيو شمير جګ شو، او په ۶ کال د تړلو ښوونځيو شمیر دومره زيات شو، چې نړيوال يې هم حیران کړل. په کرار کرار د هند جوړ شوې بسکوټونه هم کم شول، او غوړي هم ددي پر ځای چې د ښوونځیو زده کوونکو ته ورسيږي، ازاد بازار ته د ښوونځيو د د ځينو کارکوونکو له خوا رسول کيدل.

هغه هلکان چې د امريکا د  یرغل په لومړيو دريو کلونو کې ښوونځي ته ولاړل، په لیري پرتو سيمو کې په ۴ ، ۵ او ۶ کال د یرغل ښوونځي ورڅخه پاتي شول، اوس هغه ماشومان د ۱۸ او ۲۰ کلونو په منځ کې عمر لري، موږ دغه نسل هم دلاسه ورکړ، دوی په جنګ کې رالوی شول، د غرب او غرب پلوه کسانو له افکارو څخه متاثره شول، د لويدیځو رسنيو له منحرفو خپرونو څخه بې برخې پاتې نه شول، ترکې او هندي فحشا ته هڅونکې سريالونه يې د ټلویزيون دلاري ولیدل، دموبایل ټلیفونو دلاري يې له بربنډي نڅا سره سندري ورځني کار ؤ.

زموږ دغه نسل هم ځينې يې اردو، پولیسو او اربکيانو سره يوځای شول، ځينې هغه چې د کورنۍ روزني تر تاثیر لاندي ؤ او دهغو سیمو کسان چې هلته طالبان مسلط ؤ، هغوی له طالبانو سره وسله پر اوږه کړه، دويېم نسل مو هم ډیری بې تعلیمه پاتی شو.

دهمدې نسل څخه هم ځينې يې په تاریاکو او چرسو معتاد شول، او ځينې يې پاکستان او ایران ته د مزدوري له پاره ولاړل، ددغه نسل ډیری کسان په کلیو او بانډو  کې د استخباراتو په ادارو کې هم وګمارل شول.

په ښارونو کې زموږ ياد دوه نسلونه تر ډیره له پردې کلتور او د پردیو له موډ او فیشن څخه متاثره شوې، داسي ځوانان او پېغلي هم تر سترګو کيږي چې سړی باور نه شي کولای چې دا به افغان وي. دغه ناپوه ځوانان فکر کوي چې د غرب اکټونه او دغرب کلتور خپلول کمال او پرمختګ دی.

دهمدې کلتوري او ذهني انحراف د یرغل له پاره خو په کابل او ځینو لويو ښارونو کې د نورو هیوادونو په مرسته د ښوونځيو ترڅنګ د لوړو زده کړو په درزنو موسسي هم جوړي شوې، ترڅو زموږ ناخبره ځوانان د نورو هیوادونو تر کلتوري او فکري اغیز لاندی راشي.

امريکايې پوهنتون، د غرجستان پوهنتون، د ایران پوهنتون، د پاکستان تعليمې مرکز، د برتانيا نظامی اکاډمي، د فرانسوي ژبې او ادبياتو مرکز، د جرمني ژبې او کلتوري مرکز، د چينايې ژبې د زده کړي مرکز، د ترکي  ژبې د زده کړي مرکزونه، لنډه دا چې دهر هیواد سفارت په يوه نه يوه برخه کې پر افغان ځوانانو سرمایه ګذاري کړې.

برعکس داسي ځوانان هم شته چې په کابل او د هيواد په لويو ښارونو کې زده کړي کوي، په ښوونځيو او پوهنتونو کې وی، کله چې د ښوونځيو د ژمنيو او دوبنیو رخصیتو وخت راشي همدغه د ډیموکراسۍ په فضاء کې د ښوونځيو زده کوونکې بيا د بهرنيانو سره د جګړې کولو له پاره د طالبانو د  لیکو سره يوځای کيږي، له هغوی سره اوږه په اوږه دریږي، د بهرنيانو او افغان عسکرو په مقابل کي جنګيږي، دا ډول د پوهنتونو ځينې محصلین هم د خپلو اوږدو رخصتیو پرمهال چې کليو ته ولاړشي، د طالبانو سره دريږي او د بهرنيانو او افغان امنيتې کسانو په مقابل کي جګړه کوي.

مدرسي چې د افغان دولت له خوا د ولایتونو په مرکزونو کې جوړې شوې، ددغو مدرسو طالبان هم وېشلي دی، ځينې يې د افغان حکومت پلويان دي او ځینې يې د طالبانو (له بهرنيانو او افغان حکومت سره جنګیدونکو طالبانو) پلويان دی، دمدرسو هغه طالبان چې طالب پلوه دی، دهغوی ځينې يې په اوږدو رخصتیو کې د طالبانو د جنګ کرښو ته ځانونه رسوي او د رخصتۍ موده په جبهاتو کې تیروي، هغه چې حکومت پلوه دي، هڅه کوي چې چیرته په کومه دولتي اداره کې بالمقطع دنده پيداکړي او يا خو چيرته د مزدورۍ کولو په لټه کې وي.

مهمه داده چې که بهرنيان له افغانستان څخه وځي، آیا په افغانستان کې بيا هم همدومره په اساني سره اسلامي شعایر پلې کيدای شي لکه چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال پلې کړل، او يا داچې کله د کمونسټې نظام تر نسکوريدو وروسته مجاهدين لويو ښارونو ته ننوتل، د کمونسټې رژيمونو تر سيوري لاندي ماشومان چې ځوانان شوې ؤ، آيا مجاهدين وتوانيدل چې دهغوی څخه وړ او مناسبه استفاده وکړی؟ نه. اوس هم مهم سوال دادی چې راتلونکې نظامونه به څه ډول وکولای شي چې زموږ دغه دوه ياد نسلونه چې د ډيموکراسي تر غولونکې شعار لاندی را لوی شول، ددوی څخه به د افغان ولس او افغان کلتور په نظر کي نیولو سره کار واخستل شي.

زما په آند چې موږ اړتيا لرو چې ډیر او سخت کار وکړ، ترڅو ۱۲ کلونه پر يو نوی نسل کار ؤشي، هغوی په اسلامي عقيده او افغاني کلتور سمبال وروزل شي، او اړتيا  لیدل کيږي چې عجله ونه کړو، دولس کاله له پوره زغم څخه کار واخلو، ددی له پاره پوخ او اړین پلان جوړکړل شي، په لیري پرتو سيمو کې سر له اوسه ښوونځيو او مدرسو ته توجه زياته شي، د افغان ولس د غوښتنې سره سم په وړ او مناسب نصاب کار وشي، په خصوصي برخه کې د لوړو زده کړو موسسي او پوهنتونو له پاره سر له اوسه لاس په کار شو.

د ځوانانو له پاره روزنیز کانفرانسونه، د زده کوونکو او محصلینو د درې مياشتنيو او يو نيم مياشتنيو رخصتیو په موده کې دهغوی له پاره روزنیز کورسونه او روزنیز مرکزونه فعال کړل  شي، دا ډول په ټوله کې په مسجدونو، ښوونځيو او پوهنتونو کې ځانګړې حلقي جوړي شي تر څو وتوانيږو چې خپل ځوانان، زده کوونکې او محصلین د پردي کلتوري، تعليمې او فکري يرغل څخه بچ کړو، او په داسي روحيه وروزل شي چې په راتلونکې کې د خپل افغان ولس له پاره له فساد او اختلاس څخه په خلاص ډول خدمت وکولای شي.