وروستي:

مولوي محمد طيب «مبارك»: په افغان مدرسه كې د هېوادوالو بچيان په نړيوال علمي معيار روزل كېږي

DSC04108

په  افغان بنسټ كې د علمي څېړنو د مديريت د زياتو هلو ځلو په تر سره كولو سره  اوس مهال افغان مدرسه نړيوال جامع نصاب لرى، دغه نصاب په علمي ډګر كې يو لوى شهكار دى او طالبانو ته خورا ګټور تمام شوى. «مبارك»

درنو لوستونكو!

په هېواد كې د افغاني مدرسو پر وضعيت، په ځانګړې توګه د افغان مدرسې پر فعاليتونو او لاسته راوړنو مو  د افغان مدرسې له درانه مدیر مولوي محمد طیب «مبارک» سره ځانګړې مرکه كړې، هېله ده چې خوښه مو شي.

افغان بنسټ:- د افغان مدرسې بنسټ کوم مهال کېښودل شو.

مبارك:- افغان مدرسې د 1389 کال د تلې په میاشت کې رسمي جواز واخیست او د لړم په میاشت کې يې په فعالیت پیل وکړ، لله الحمد اوس مهال د هېواد په سطحه یوه فعاله او منلې مدرسه ده.

افغان بنسټ:-  د کومې موخې له پاره مو اړینه وبلله چې افغان مدرسه جوړه کړئ؟

مبارك:- افغانستان جنګ ځپلی هېواد دی، له دریو لسیزو راهیسې په هېواد کې د جګړې اور بل دی، د پوهنې بهیر هم له سترو ننګونو سره مخ شوی، همدارنګه اوس مهال په هېواد کې د عصري علومو لپاره خلکو بېلا بېل مرکزونه جوړ کړي دي چې هلته د هېواد ځوانان په عصري علومو سمبال شي؛ خو د دیني مدرسو لپاره په هېواد کې په هغه کچه چې اړتيا لیدل کېږي کار نه دی شوی، نو افغان بنسټ اداره چې یوه خیریه او د هېواد د ځوان نسل د فکري روزنې لپاره کار کوي، اړینه وبلله چې د یوې داسې مدرسې بنسټ کېږدي چې د افغانانو بچیان، معصوم ماشومان، بېوزله او د ناچاره هېوادوالو بچیان چې د زده کړې وس او توان نه لري او همدارنګه د یتیمانو د پالنې او ښې روزنې له پاره د هېواد راتلونکی نسل باید د دیني زده کړو سربېره د عصري علومو په ګاڼه هم سمبال شي له همدې کبله يې افغان مدرسه او افغان ښوونځی جوړ کړ چې اوس مهال په کې په لوړ معیار دیني او عصري علوم تدرس کېږي.

افغان بنسټ:- په هېواد کې خو اوس مهال ډېرې دولتي او خصوصي مدرسې او مکتبونه شته، د افغان مدرسې له نورو علمي مرکزونه سره ځانګړتیا په څه کې ده؟

مبارك:- هو، په هېواد کې علمي مرکزونه شته او د قدر وړ دي، همدارنګه دغه مرکزونه چې هر چا جوړ کړي وي او هر څوک چې د افغانانو د بچیانو د ښې روزنې فکر کوي او په دې لاره کې هلې ځلې کوي، کور یې ودان.

راځم د افغان مدرسې ځانګړتیاوو ته، افغان مدرسه لکه څرنګه چې ما مخکې وویل د افغان بنسټ د خپلواکې ادارې له خوا جوړه شوې، افغان مدرسه د هېواد د ځوان نسل د فکري او علمي روزنې لپاره جوړه شوې، چې د هېواد بچیان په نړیواله سطحه په دیني او عصري علوم سمبال کړي.

بله ځانګړتیا مو دا ده چې:موږ جامع نصاب لرو، په نصاب کې مو د دیني علومو تر څنګ عصري علوم هم شامل دي، تر اتم ټولګي پورې عصري علومو هم طالبانو ته تدریس کېږي، همدارنګه موږ د کمپیوتر زده کړې له پاره کمپیو‎ټرونه هم لرو او طالبانو ته د کمپیوټر زده هم ورکوو، چې دا هم د وخت ستره اړتیا ده.

په نورو مدرسو کې زاړه نصابونه تدریس کېږي، زموږ بله ځانګړتیا دا ده چې، موږ د دیوبند مضامین هم تدریس کوو او د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم، داصحابو رضی الله تعالی عنهما سیرت، اسلامي آداب، اسلامي تاریخ او همدارنګه نور، چې د دې مضامينو زده کړه هم په اوسني عصر کې د زده كوونكو لپاره اړینه ده، په افغان مدرسه کې تدریس کېږي.

افغان بنسټ:- تاسو د نصاب په اړه خبره وکړه، کولای شئ چې په مشخصه توګه راته ووایاست چې په افغان مدرسه کې له کوم نصابه کار اخلئ؟

مبارك:- زموږ نصاب د مدرسې له لومړي ټولګي تر اتم ټولګي پورې مکاتبو ته ورته دی، اسلامي مضامین یو څه ډېر دي خو د عمومي تعلیماتو ټول کتابونه په افغان مدرسه کې تدریس کېږي، اسلامي مضامین مو د قرآن برخه ده، سیرت النبى صلی الله علیه وسلم، فقه او عقاید، صرف او نحو په مقادماتي توګه تر اتم صنفه پورې تدریس کېږي، تر اتم ټولګي پورې د عصري علومو برخه زياته ده، له اتم ټولګي وروسته زموږ دیني برخه قوي کېږي؛ خو عصري علوم هم ورسره تدریس کېږي.

افغان بنسټ:ـ په افغان مدرسه کې نجونې هم زده کړې کوي که نه؟

مبارك:- افغان مدرسه اوس مهال د نجونو لپاره د زده کړې چاپیریال نه لری، تېر کال مو ورته ځمکه اخیستې او سږکال یې د تعمیر چارې پر مخ بيايو او ان شاالله ډېر ژر به دغه نیمګړتیا هم پوره کړو، تر څو افغان نجونې هم په افغان مدرسه کې د عصري او دیني علومو په ګاڼه سمبال شي.

همدارنګه افغان بنسټ په دې توانېدلی چې نجونو ته د مکتب او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، څلور کاله کېږي چې د افغان بنسټ له خوا د نجونو له پاره په خوشحال خان مېنه کې ښوونځی جوړ شوی، له اول ټولګي تر دوولسم ټولګي پورې په کې د هېواد نجونې په زده کړو بوختې دي، بل خوا په احمد شاه بابا مېنه کې هم د نجونو له پاره بېل ښوونځی جوړ شو چې هلته هم اوس په کافي اندازه نجونې عصري او ديني زده کړې کوي.

د دې سربېره افغان بنسټ یو بل غټ شهکار کړی، هغه دا چې د افغان پوهنتون اساس یې کېښود او په دې پوهنتون کې یې هم د نجونو له پاره د زده کړې ځانګړې زمینه برابره کړې ده، چې اوس مهال پکې په سلګونو افغاني نجونې لوړې زده کړې کوي.

افغان بنسټ:- افغان مدرسه څومره استادان لری؟

مبارك:- په افغان مدرسه کې 16 استادان د هېواد د بچیانو په روزنه بوخت دي، 5 استادان عصري علوم تدریس کوي، 9 نور علمای کرام دي، چې د دیني زدکړو تدریس کوي او دوه د قرآن کریم حافظان دي، چې طالبانو ته د قرآن کریم د حفظ زده کړه ورکوي، دغه 16 تنه استادان د ګهیځ له اووه بجو تر 12:30 بجو پورې تدریس کوي، وروسته له تدریسي وخته درې استادان نور دي چې طالبانو ته د عصري علوم تدریس کوي، ریاضيات، عربي ژبه، انګلیسي ژبه او نور ساینسي مضامین د دغو دریو استادانو له لوري د کورس په شکل تدریس کېږي.

افغان بنسټ:- په افغان مدرسه کې اوس مهال څومره طالبان په زده کړو بوخت دي او دغه طالبان لیلیه هم لرئ که نه؟

مبارك:- په افغان مدرسه کې اوس مهال 310 طالبان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه یې 43 تنه د قرآن کریم حافظان دي او د دوو استادانو له خوا په دوو ټولګیو کې صرف د قرآن کریم حفظ پرې كوي، همدرانګه دوه درسي ساعتونه لري، چې په هغو کې تجوید، اسلامي آداب، سیرت النبى صلی الله علیه وسلم، فقه او عقاید ورته تدریس کېږي له دې پرته د انګلیسي او ساینسي مضامینو زده کړه هم ورکول کېږي، دغو دوو حلقو ته ځکه دا علوم ور زده کوو څو د قرآن کریم حافظ په اوسني عصر کې له عصري علومو څخه هم برخمن وي او د افغان مدرسې مسوولینو په دې اړه خپلې ټولې هلې ځلې په جدي توګه پیل کړي دي.

همدارنګه په دې مدرسه کې له لومړي ټولګي تر لسم ټولګي پورې 267 طالبان په زده کړو بوخت دي، په دې طالبانو کې مو د 162 تنواسناد د پوهنې وزارت ته ورلېږلي او هغو هم قبول کړي دي او بېرته یې موږ ته رسمي مکتوب رالېږلی او 35 تنه نور د کرمیو او حسین خېلو د لیسو نه راغلي دي.

همدارنګه افغان مدرسه ښه فعاله لیلیه لري، چې د 200 طالبانو د اوسېدو وړتیا لري، خو اوس مهال پکې 191 طالبان اوسيږي.

افغان بنسټ:- لیلیه مو له کومو سهولتونو برخمنه ده او د طالبان د روغتیا له پاره روغتون لرئ که نه؟

مبارك:- لکه څرنګه چې د اسلام مبارک دین پر پاکوالي ډېر تاکید کوي همدارنګه موږ هم لله الحمد د لیلیې د پاکوالي، د صنفونو د پاکوالي او همدارنګه د اشپزخانې د پاکولو له پاره ځانګړی ټیم لرو او په اوونۍ کې یو یا دوه ځل د مدرسې د مدیریت له لوري د دغه ځایونو څارنه کوي، په لیلیه کې مو د طالبانو د هوساینې لپاره درې- درې منظم چپرکټونه ایښي دي، د لیلیې شاکردانو ته مو مهال ویش ټاکلی او د مهال ویش سره سم طالبانو خپلې ټولې چارې تنظیم کړي دي، له درسي وخت وروسته مو د لیلیې طالبانو ته د عصري علومو کورسونه برابر کړي دي، درې استادان ورته د انګلیسي ژبې، ریاضیات او نور ساینسي مضامین تدریس کوي.

همدارنګه افغان مدرسه یو وړوکی روغتون هم لري، چې ناروغو طالبانو ته وړیا اولیه دوا ورکوو، د غټې ناروغۍ او دوام داره رنځ له پاره طالب د منطقې اړوندو روغتونونو ته بیایو او هلته یې درملنې کوو. ناروغ طالب ته د ډاکتر د وینا سره سم پرهیزانه خواړه هم برابرېږي چې دا هم د لیلیې د سهولتونو څخه دي.

افغان بنسټ:- کله چې د افغان مدرسې څخه طالبان فارغیږي، د لوړو زده کړو له پاره یې څه پلان لرئ؟!

مبارك:- تر اوسه افغان مدرسه تر لسم ټولګې پورې طالبانو ته زده کړې ورکوي؛ خو کله چې له دوولسم ټولګي څخه طالبان فارغیږي سند به ورته د پوهنې وزارت ورکوي، افغان مدرسه، ښوونځی او د افغان بنسټ اړوند ټول تعلیمي مرکزونه د هېواد د پوهنې له وزارت سره ثبت دي، له دوولسم ټولګي وروسته کولای شي چې دولتي پوهنتونو ته د کانکور له لارې، لاره پیدا کړي او که په شخصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي، نوبیا دې افغان پوهنتون ته مراجعه وکړي، افغان بنسټ د افغان پوهنتون په نامه پوهنتون هم لري، کولای شي چې هلته هم په نړیواله کچه په لوړ تدریسي معیار خپلې لوړې زده کړې مخ ته بوځي.

افغان بنسټ:- د طالبانو د ښې روزنې له پاره تاسو خپله تدریسي نصاب جوړ کړی که د هېواد د پوهنې وزارت له نصاب نه کار اخلئ؟

مبارك:- مخکې مې هم یادونه کړه چې د افغان مدرسې یوه ځانګړتیا دا هم ده چې له دواړو نصابونو دلته کار اخیستل کېږي، په افغان مدرسه کې د پوهنې نصاب هم تدریس کېږي او پخپله افغان بنسټ هم د علمي څیړنو مدیریت لري چې د هېواد تکړه، مجرب او د لوړ علمي استعداد خاوندان هلته علمي څیړنې کوي، دوی د الازهر نصاب، د عربي هېوادو نصاب، د دیوبند نصاب او د هېواد د پوهنې وزارت نصاب چاڼ کړی او له دې نصابونو نه یې یو ښکلی،ځانګړی، جامع نصاب جوړ کړی، چې دغه نصاب هم په افغان مدرسه کې وروسته له وخته تدریس کېږي او د طالبانو له پاره ډېر ګټور تمام شوی.

افغان بنسټ:- د هېواد د پوهنې وزارت په نصاب کې تاسو کومه نیمګړتیا وینئ؟

مبارك:- نیمګرتیاوې طبعاً شته؛ افغان مدرسه په دې توانېدلې چې دغه نیمګرتیاوې په خپل ځانګړي نصاب کې پوره کړي؛ خو بیا هم د پوهنې وزارت نصاب ته اړتیا پیدا کېږي؛ ځکه پوهنې وزارت زموږ طالب ته د خپل تدریسي نصاب له لوري سند ورکوي او موږ هم د پوهنې وزارت نصاب تدریس کوو؛ خو هغه نیمګړتیاوې چې د پوهنې وزارت په نصاب کې شته، د افغان مدرسې د ځانګړي نصاب په تدریس کېدو سره تر ډېره حده پای ته رسېدلي او پوهنې وزارت هم زموږ په ځانګړي نصاب کومه نیوکه نه لری.

افغان بنسټ:- په هېواد کې ډېری خلک د شخصي زده کړو مرکزونه د سوداګرۍ بر بنا جوړوي، د افغان مدرسې پاملرنه سوداګرۍ او فکري روزنې ته ده؟

مبارك:- افغان مدرسه په بشپړه توګه وړيا ده، دلته هېڅ ډول سوداګري نه کېږي، له طالبانو فیس نه اخیستل، افغان مدرسه یوازې او یوازې د هېواد بچیان په نړیوال لوړ علمي معیار روزي او هدف یې هم فکري روزنه ده، نه سوداګري، همدارنګه له افغان مدرسې سره ملي سوداګر، غني هېوادوال او افغان بنسټ مرسته کوي او د دوی په مرسته دا بهیر روان دی. افغان بنسټ یو خیریه او علمي مرکز دی چې اوس مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ځوانانو په علمي او فکري روزنه کار کوي، د هلکانو او نجونو له پاره یې ښوونځي جوړ کړي، مدرسې یې جوړې کړي او همدارنګه د افغان پوهنتون اساس یې ایښی تر څو ځوانان او نجونې وکولای شي چې له دې لارې خپلې لوړې زده کړې په لوړ علمي معیار تر سره کړي.

افغان بنسټ:- په اخر کې د هېواد ځوان قشر ته څه پیغام لرئ؟

مبارك:- زه د یوې تعلیمي ادارې د مسؤول په توګه د هېواد ځوانانو ته دا پیغام لرم، چې  د علم په ګاڼه دې ځانونه سمبال کړي، د علم او پوهې له لارې دې، دې هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړي، لوړې زده کړې دې وکړي.

خپل ټول کارونه دې د الهي احکامو په رڼا کې تر سره کړي، له قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو دې ځانونه وژغوري، هره ستونزه دې د علم او پوهې له لارې حل کړي، د سیاستوالو د غلطو سیاستونو ښکار دې نه شي او خپل ځانونه دې د دوی د لاس الې نه جوړوي، اوس د علم او قلم وخت دی او باید له دې لارې خپل دښمن ته غاښ ماتی ځواب ورکړي.

افغان بنسټ:- د هېواد د پوهنې له وزارته کومه غوښتنه لرئ؟

مبارك:- د هېواد د پوهنې له وزارته کومه خاصه غوښتنه نه لرو؛ خو هېله مو ترې دا ده چې، په هېواد کې دیني مدارسو ته ډېر پاملرنه وکړي، د اسلامي زده کړومعینیت دې په هېواد کې د وړې او غټې دورې له پاره د هېواد په کچه هلې ځلې وکړي، که چېرې په هېواد کې ديني مدارس په هغه کچه چې هېوادوال ورته اړتیا لری، ول؛ نو د دیني مدارسو طالبان به ولې ګاونډیو هېوادو ته د زده کړو لپاره تلل؟ خو بیا هم د پوهنې وزارت په ځانګړې توګه د اسلامي زده کړو معینیت باید په دې لاره کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

افغان بنسټ:- مننه کوم چې وخت مو راکړ او په دې اړینو مسایلو مو رڼا واچوله.

مبارك:- له تاسو نه هم مننه  کوم چې افغان مدرسې ته مو د راتګ زحمت وویست او زموږ غږ تر خلکو رسوئ.