پښتو نثر پېژندنه/ ډیوه همت لور
لومړۍ برخه
نثر ( Prose ) پېژندنه
ټول ادبپوهان په دې متفق دي چي ادب په دوو برخو وېشل سوى دى، چي يوې برخي ته يې منظومي ادب او بلي برخي ته يې منثوري ادب ويل کيږي .دلته په دې کتاب ګوټي کي زموږ موضوع منثوري ادب دى.تر هر څه دمخه موږ دلته د نثر پېژندګلوي او تعريف بيانوو. د ادب پوهانو او د پښتو ژبي عالمانو هر يوه د نثر لپاره بېل بېل تعريفونه کړي دي چي له هغو څخه ځني په لاندي ډول دي:
محمد صديق روهي په”شعر پېژندنه“نومي رسالې کي د نثر
د پېژندلګلوي لپاره د نثر دغه تعريف تاييد کړى دى:” نثر په اصل کي عربي کلمه ده، په لغات کي شيندلو او تيتولو ته وايي. او په اصطلاح کي هغه وينا ده چي وزن او قافيه نه لري“. (١)
قاضي عبدالحليم د نثر تعريف په داسي الفاظو کړى دى:” نثر په لغات کي ښندلو، پاشلو او خورولو ته وايي. او په اصطلاح کي هغه کلام دى چي د وزن له قيد نه خالي وي“.(٢)
سيد نور الحق د نثر تعريف په داسي الفاظو کړى دى:” نثر په اصل کي
د عربي ټکى دى او معنا يې ده نوستل، خورول او شيندل. او اصطلاحي معنا يې ده د نظم ضد“.(٣)
محمود جعفري په ”راهنماي نويسندګي“ نومي کتاب کي د نثر
د تعريف په هکله ليکي:” نثر هغه وينا ته ويل کيږي چي وزن او قافيه ونه لري“.(٤)
محمد افضل رضا د نثر په هکله وايي:” په لغات کي نثر پاشلو او تيتولو ته ويل کيږي.ولي په اصطلاح کي مراد ځني هغه کلام دى چي د وزن له قيد نه آزاد وي“.(٥)
محقق سيد محى الدين هاشمي د نثر تعريف په داسي الفاظو کړى دى: ”د نثر لغوي معنا په فرهنګونو کي تيت او شيندل دي او په اصطلاح هغه وينا يا ليکنه ده چي د وزن او قافيې له بند او قيد څخه خالي وي“.(٦)
له پورتنيو تعريفونو څخه موږ د نثر تعريف په داسي الفاظو سره کولاى سو :”نثر يوه عربي کلمه ده چي په لغات کي ښندلو ،پاشلو او تيتولو ته ويل کيږي.او په اصطلاح کي هغه وينا ،کلام يا ليکل دى چي وزن،بند، قيد، قافيه ونه لري .يا په لنډ ډول هر هغه کلام چي نظم نه وي هغه ته نثر ويل کيږي“.
د نثر ډولونه
د نثر دډولونو په هکله د پوهانو تر منځ اختلاف موجود دى.ځيني پوهان وايي چي نثر په عمومي توګه په دوه ډوله دى: مرسل او مسجع. ځيني بيا وايي چي نثر پر درې ډوله دى مرسل، مسجع او مرجز او ځينو پوهانو نثر پر څلورو ډولو وېشلى دى.خو اوس مهال د ادبپوهانو د څېړنو سره سم نثر پر شپږ ډول وېشل سوى دى چي په لاندي ډول يې بيانوو:
١- مسجع نثر ( قافيه لرونکى نثر ):
مسجع نثر هغه ډول نثر ته ويل کيږي، چي د يوې وينا يا کلام آخري جملې د وزن، قيد او قافيې درلونکي وي.
مسجع نثر پر درې ډوله دى:
مسجع متوازي:
په دې ډول کلام کي د يوه عبارت دوې کلمې وزن لرونکي وي او په پاى کي سره متفق وي. لکه: نار او تار، کار او بار، مينه او کينه، ښوونه او روزنه او داسي نور.
مسجع مطرف:
په دې ډول کلام کي د يوه عبارت د کلمو پاى د وزن له مخي مختلف وي خو آخري حرف يې سره متفق وي.لکه: علم او حليم، کتاب او افتاب، احمد او محمود، اسرار او انکار او داسي نور.
مسجع متوازنه:
په دې ډول کلام کي د يوې ليکني د عبارت په پاى کي الفاظ سره متفق وي، خو د پاى حروف يې سره بېل وي.لکه: کريم او آفرين، کار او کام، پاک او صاف او داسي نور.
٢- مرسل نثر( آزاد ، ساده يا عاري نثر )
مرسل نثر هغه ډول نثر ته ويل کيږي چي يوه وينا ،کلام يا ليکنه د هر ډول قيد، وزن، قافيې او وزم څخه خلاص وي او ليکونکى خپله ليکنه په ډېره سادګي او سلامتي سره داسي بيان کړي، لکه څنګه چي يې موږ په ورځنۍ ژوند کي خبري اتري په کوو.
٣ – مرجز نثر( وزن او قافيه لرونکى ):
مرجز نثر هغه نثر ته ويل کيږي چي يوه وينا يا کلام وزن لرونکې وي خو قافيه ونه لري.
٤- مقفى نثر:
هغه ډول نثر ته ويل کيږي چي يوه وينا يا کلام د قافيې درلونکې وي خو وزن ونه لري.
٥- مرصع نثر :
هغه نثر دى چي په هغه کي د يوې جملې يا کلام ټول الفاظ د بلي جملې له ټولو الفاظو سره هم وزنه، او هم قافيه وي.
٦- مصنوع يا فني نثر:
هغه نثر دى چي په هغه کي د مسجع جملو د استعمالولو تر څنګ اشعار، قرآني آيات، نبوي احاديث، بديعي صناعات ، علمي اصطلاحات او داسي نور پکښي استعمال سوي وي.
د معنا له مخي د نثر ډولونه
د معنا له مخي د نثر ډولونه پر څلور ډوله دي:
١- سليس ساده نثر:
هغه ډول ساده او روان نثر دى، چي په معنا يې هر څوک په ډېره آساني سره پوهېدلاى سي. لکه: د نثر لمن د نظم په پرتله ډېره پراخه ده.
٢- سليس رنګين نثر:
هغه ډول نثر ته ويل کيږي ،چي معنا يې آسانه وي خو په عبارت کي يې مناسب الفاظ کارول سوي وي. لکه: روان کال به د ډېرو اورښتونو له امله ډېرو خوشاليو ته په خپل غېږ کي پنا ورکړي.
٣- دقيق ساده نثر:
هغه ډول نثر ته ويل کيږي چي په هغه باندي څوک په دقيقه توګه سره يې په معنا باندي پوه سي او مناسب الفاظ پکښي کارول سوي وي.لکه: د څه لوستلو د معنا د پوهېدلو لپاره د بصيرت سترګو ته اړتيا سته.
٤- دقيق رنګين نثر:
هغه ډول نثر ته ويل کيږي چي د هغه د عبارت معنا هم ستونزمنه وي او مناسب الفاظ هم پکښي کارول سوي وي.لکه:خپل اوچت مقام يې
د عاجزۍ په وزر کي داسي نغښتى وو، لکه آسمان چي ځان د وريځو په تور بړستن چي خپل ښکلى مخ پټ کړى وي.
د دوديزي له مخي د نثر ډولونه
پوهاند محمد صديق روهي د دوديز نثر څلور ډولونه په” شعر پېژندنه “ نومي کتابګوټي کي په خورا واضح توګه بيان کړي دي چي دلته يې کټ مټ رانقلوو:
١- تشريحي نثر( Expository )
دغه ډول نثر د تعريفونو،جريانونو( پروسو) تعميمونو،مفکورو او پرنسيپونو له بيانولو سره اړه لري او له دې امله هيجاني اوبديعي اړخونه يې تقريباً دنښت برابر دي. له تشريحي نثر څخه زياتره د علمي تحليل، ترکيب، مقايسې او تصنيف لپاره کار اخيستل کيږي. ځيني يې توضيحي ( Explanatory )نثر هم بولي.
٢- استدلالي نثر 🙁 Argumentative )
په داسي حال کي چي تشريحي نثر په عده توګه يوه موضوع يوه مفکوره يا تيم ( Theme ) توضيح کوي. استدلالي نثر زيار باسي د منطق اوبرهان په واسطه لوستونکي يااورېدونکي د يوه تيسس يا حکم په صحت يا بطلان قانع کړي. برهاني نثر د ذهني اقناع او عمل ته د هڅوني او پر يوه مفکوره د ګروهوني ( معتقد کولو ) لپاره په کاريږي.
٣- توصيفي نثر: 🙁 Descriptive )
په توصيفي نثر کي د حسي تجربې ( عاطفې ادراک ) موضوع په داسي توګه بيانيږي چي ليکونکي مقابل طرف ته خپل احساس انتقال کړي او په هغه کي عاطفي عکس العمل راوپاروي، توصيفي نثر يوه پېښه، يوه منظره، يو شخص ( يا خلک ) يا شيان د يو ټاکلي هدف سره سم په ښکلو ، مشخصو او فصيحو سره بيانوي.
٤- داستاني نثر( Narrative ):
په دغه ډول نثر کي خيالي يا واقعي پېښي د زمان او مکان په ترتيب سره بيانيږي.ساده داستاني نثر پېښې په کرونولوجيکي ډول سره بيانوي. خو هغه نثر چي طرح ( Plot ) لري او د هنري پرنسيپونو په اساس ليکل سوي وي.طرح لرونکي داستاني نثر بلل کيږي.(٧)
دموضوع له مخي د نثر ډولونه
١- مذهبي:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي چي په مذهب او مذهبي مسايلو پوري اړه لري. لکه د قرآن کريم تفسير، احاديث شريف، فقهي مسايل، ديني احکام او داسي نور.
٢- ټولنيز:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي چي په اجتماع او ټولني پوري اړه لري.
٣- اخلاقي:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي ،چي په اخلاقي بحث پوري اړه لري.
٤- سياسي:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي چي په سياسي چارو پوري اړه لري.
٥- انتقادي:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي،چي په انتقادي توګه بيان سوي وي.
٦- تاريخي:
ټوله تاريخي مسايل پکښي څېړل کيږي.
٧- ادبي:
ټوله هغه مسايل پکښي څېړل کيږي چي په ادب پوري اړه ولري.
٨- علمي:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي ،چي په ښوونز او علمي بحث پوري اړه ولري.
٩- ولسي:
ټول هغه مسايل پکښي څېړل کيږي، چي په ولس پوري اړه ولري.
استاد پوهاند عبدالحى حبيبي د پښتو د شلمي پېړۍ نثر په اوو ډولونو وېشلي دي:
ديني نثر، سياسي او صحافت نثرونه، تاريخي، فولکلوري او داستاني نثرونه، تعليمي نثرونه، تحقيقي نثرونه، هنري نثورنه او قانوني نثرونه.(٨)