د انسان په ژوند کې د اخلاقو ارزښت
څومره چې علم او ټيکنالوژي پرمختګ کوي، اخلاقو ته د انسان اړتيا هم زياتيږي. او له ودې او پرمختګ سره سره د پيغمبرانو اخلاقي اوامرو ته پام هم ضروري دی ځکه چې نوې نړۍ انسان ته يوازې نوي وسایل او اوزار ورکوي دا يوازې اخلاق دي چې د ناوړه استفادې مخه نيسي.
د جرمونو، جنايتونو، فساد، تباهي، قتل او ځان وژنې د شمېر زياتوالی د همدې حقيقت ښودنه کوي که په يوې ټولنې کې اخلاق نه وي، علم او ټيکنالوژي د انسان د سعادت او ارامښت ضمانت نشي ورکولی بلکې ښکيلاک کړ او زبيښناک ګر علم او ټيکنالوژي د ځان لپاره استعمالوي. په لکونو خلک بې کوره کوي او هغوی په وينو کې لت پت کوي.
هغه يوازينی عامل چې د انسان سرکښ روح او طوفاني جذبات کنټرولولی او له علم و صنعته د سوله ايز او کردار ژوند لپاره استفاده کولای شي. حقيقي اخلاق دي چې بنياد يې په خداي باندې حقيقي ايمان دی.
د پيغمبرانو اخلاقي لارښوونې او سيرت تر ټولو غوره وسيله ده چې انسان ته ژوند کې ضروري دي خو د هغو کسانو لپاره ډير ضروري دي چې د ټولنې مشري او لارښوونه په غاړه لري. ځکه کوم سړی چې د ټولنې مشر او روزونکی وي لومړی خو پکار ده پخپله د لوړو انساني صفاتو نمونه وي، بيا له ټولنې اخلاقي مرضونه او ککړتياوې لرې کولای شي. که پخپله اخلاق ونه لري نو ټولنه به څه هدايت کړي. او دويمه دا چې د ټولنې مشري دومره درنه ذمه واري ده چې بې له کاملو اخلاقو د زغملو وړ نه ده ځکه خو خداي پاک خپل پيغمبران داسې کسان وټاکل چې لوړ روح، زياته حوصله صبر او زغم او نور اخلاقي خصوصيات يې لرل. او د اخلاقو په وسلې سره يې له فساده ډکې ټولنې له تیارو راوويستلې او بې لارې او محرومه خلک يې وژغورل. په قران کریم کې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم په حقله راغلي دي: “د خداي په لطف سره ته له خلکو سره نرم وې او که تريخ او بدخويه سړی وې نو خلک به درته نه رانزدې کيدل او خوريدل به درنه.
د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم اعلی اخلاقو د اسلام د سپيځلي انقلاب څپې اول د عربو په ټولنې او بيا په نوره نړۍ کې راپيدا کړې او دا ټول د ښو اخلاقو له لارې ممکن وو. د دوی اخلاق دومره اوچت وو چې خداي پاک ورته عظيم اخلاق ويلي دي چې فرمايي: “و انک لعلی خلقٍ عظيم” او بې شکه ستا اخلاق ډير اوچت دي”. اوس به د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د اخلاقو ځينو اړخونو ته راشو:
حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم که څه هم د رسالت او پيغمبرۍ لوی مقام لرلو خو په ټولنه کې د دوې ژوند زیات ساده ؤ، دوي به له معنا په ډکو او وړو جملو سره خبرې کولې او هېڅکله يې د نورو خبره منځ کې نه پرې کوله.
په تريو تندي به يې خبرې نه کولې او سپک او تراخه ټکي به يې نه کارول. که له چا سره به يې خبرې کولې نو د ظالمو باچاهانو غوندې به يې په ترڅ نه کتل.
که يوې غونډې يا مجلس ته به ورغی نو په خالي ځای کې به کښيناستلو او ضروري به يې نه ګڼل چې ښه سر کې کښيني. څوک به يې نه پريښودل چې د خبرو په وخت دوي ته ودريږي. د نورو احترام به يې کوو البته د پرهيزګارو او نيکو عزت به يې زيات کوو.