وروستي:

سره کړي کچالو (چپس) د وینې رګونه بندوي

د پولینډ او سویډن له لوري په تازه څیړنې کې څرګنده شوې ده چې؛ د هغو کسانو د رګونو د بندیدو خطر زیات دی چې؛ په منظم ډول سره کړي کچالو (چپس) خوري .

د څېړنې له مخې چپس د اکریلامایډ په نامه کیمیاوي مواد لري چې؛ په رګونو کې د بندېدو لامل کېږي. دغه ماده په وچې ډوډۍ، نخودو او یو شمیر نورو موادو کې هم شته، خو هغه وخت زیان رسوي چې؛ په غوړو کې سره شي. اکریلامایډ ماده په سګریټو کې هم شته او د سینګار مواد هم دغه ماده لري.

د دې تر څنګ چې اکریلامایډ د رګونو د بندېدو باعث کېږي ښایي سرطان هم ترې پیدا شي او پر اعصابو هم ناوړه اغیز وکړي، خو د سویډن او پولینډ د ګډې څیړنې له مخې هغه وخت پر اعصابو منفي اغېز کوي او سرطان پیدا کوي چې؛ دا ماده وجود ته ډېره زیاته داخله شي.

څېړنه د وارسا او ستوکوهلم پوهنتونونو له لوري شوې ده او په څلویښت کسانو چې اوسط عمر یې پنځه دېرش کاله دی تطبیق شوې ده، په دغو کسانو کې چې؛ په خپله خوښه دې څېړنې ته چمتو شوي وو اته نجونې هم وې او دوی ته هره ورځ یوسل او شپیته ګرامه چپس ورکول کېدل.

د څېړنې په ترڅ کې معلومه شوه چې زیات سره کړي کچالو خوړل د وینې رګونه بندوي او باید ترې ډډه وشي.