زما ځوانه
زمری څرګند
زما ځوانه زما دسترګوتوره زما دګران اولس دزخمي زړونو ټکوره او زما دګران هیواد دپرتمیني غېږي اتل بچیه دنورو غوندي مو مه مایوسه کوه .
او زموږ ژوندي امیدونه او ویښي ارادې په اوبو مه لاهو کوه ځکه ته ځوان یې ته دیوه ډیري لوي ټولني رامنځته کوونکی یې او ته دنړۍ درنګینیو پرسترمخ واکداره یې.
ځوانه ستا ځوانی داور کوه ده دلېونتوب مرحله ده او د عشق فلسفه ده چی همدا درې علتونه دي مغرور نکړي او مه هم دخپل ځان لپاره تراولس اوخاوري برتري ورکوه ولي چی ستاخوار او مظلوم اولس ستادخدمت لپاره لاره څاري او ستاهیواد ستالپاره دتل پاته افتخاراتو غوښتونکی دی نو ځوانه خپل د ګران اولس او پرتمین هیواد تقاضاوي مه مړاندي کوه .
ځکه ته اوس دنړۍ پرمخ دباچاه رول لری ته دنړۍ پر غېږه دیوه لویې امپراطوري د کنټړولر حیثیت لری نو قربان دي سم مه مغروره کېږه او دژوند څخه مه بېځاره کیږه چی خلګ دي یو وخت هم په ښویاد نه کي .
بلکی ځوانه د زړونو خواخوږې او دانسانی زړونو شهینشاته نور زړونه خپل کړه ته نور ژوند ته تغیر ورکړه اوته دیوه نوی بدلون او قوی حرکت پرلور خوزښت وکه ترڅو نوم دي تل پاتی او یاد دی تل وي .
ګرانه او معززه ځوانه ته که دنړۍ پرهره ګوښه یې او دیوې لوېشتي ځمکي غوندی احاطه دي هم نیولې وي بیاهم ځان دانسانی قرامت پراساس شرف او عزتمن وساته خلګوته کاروکه ، خاوري ته سوکالي راوله او ژوندته مثبت بدلون وروبخښه چی دا ستره بریابه ستاپه ژوند کښی یونوی انقلاب رامنځته کوی.
ته دهغه خلګو غوندي چی دژوند څخه مثبته استفاده نه پورته کوي ، اولسونه ورته احترام نلری ،خاوره چی دمور حیثیت لری ورته کوم ارزښت نلری او تردې ټولو ورته مالي امتیازات دخپل ځان لپاره ښه وي او دخپل ځان لپاره یی وړبولي ځان ترې جلا او لاره ترې بېله کړه ترڅو یو وخت هم په ژوند کښی په منفی پدیدو نه وې یاد سوی.
ځوانه :ــــــــ اې ځوانه :ـــــــ دځوانۍ ډیره ستره مرحله مي درباندي پېرزو ده خو په دې امید چی ته به زړونه ټکوروې ته به وحشت اوبربریت له منځه وړې اوته به یوه لویه او مهربانه څېره له ځانه جوړوې ترڅو زموږ پاک او سپېڅلی امیدونه سم تعبیر سوی وي او هم مو په راتلوونکی کی سمه تقاضادرڅخه کړې وي .
نو ګرانه او ښاغلې ځوانه نور به موږ درته مبارکی وایو چی ته ځوان یې کارکولای سی او دخدمت کولوښه وړتیا لرې نو درته مبارک دي وی دهیواد واګی په لاس کی واخله او حقیقی هدف ته لاره پرانیزه چی په دې برخه کی به دي موږ ملګري یو ستابه ملا درتړو او موږبه دي ترشاولاړیو ترڅو زموږسترامیدونه اوستاپاک هدفونه په ښه توګه سره بریالي سوي وي چی داکار به دژوند دتل پاته کیدو امید راته راوبخښي چی همداسي به وکړو هوکې ته یې اوس امادګي ته ځان چمتوکړه

دا مي داولسي شعرونه له جملې دی
وطنه
وطنه تاکي چي ژوندی یم تر هر دمه
تابه کله هېرومه
ستاپرغېږه چي پیدایم
ښه په مینه مینه وایم
ښکلۍ ځوانان ترتاجاریږو په هردمه
ته به کله هېرومه
وطنه تاکي چي هرڅوک دي
هغه که هرقوم او هرڅوک دی
هغه افغان دی دبدبه لری او برمه
تابه کله هېرومه
زمایې اوجود زمایې جانانه
زما ګران هیواد افغانستانه
ټول افغانان به ستاخدمت ته درومه
تابه کله هېرومه
چی مي ازاد خپل ګران هیوادسي
ښکلۍ سمورسی او اباد سي
((څرګند))به تل دسوکا لي امیدکومه
تابه کله هېرومه
زموږ غرور زموږ دبدبه باید تل ژوندۍ وي
زمری څرګند
زموږ غرور قهر دبدبه باید تل ژوندۍ وي تل څو په هروخت کښی مو دخپل ګران اومحبوب هیواد څخه ددفاع په لاره کښی خپل ږغ په پوره مېړاني سره اوچت کړي وی .
که څه هم موږ دمېړاني شجاعت او دلاوری پرپوله ښه نوم لرو او تربل هرچازموږ نوم نثبت ډیراخیستل کیږی چی افغانان مېړني خلګ دی افغانان په غیرتی اصطلاح ډیرپیاوړی دی او افغانان هغه غیرتی قوم دی چی دتاریخ په اوږدو کښی دنړۍ هیڅ قوی طاقت ونه کولای سوای چی دا پرازادی مین پر هیواد عاشق او پراولس ګران او مهربانه قوم ته دی کومه صدمه ورسوی چی په هغه سره ترنن ورځي پوری موږ ته خپل همدا غیرتی نوم راپاتي دی اوتل په ښه غرور سره وایو چی موږ تاریخ ثابیت کړي یو چی اتلان یو خو که موږ غواړو چی زموږ ګټلي نوم دوامداره وی او دنړۍ پرهرنسل زموږ ګټلي نوم وی او زموږ راتلوونکي وختونوته هم همدا ګران او ویاړلي نوم پاته وی نو باید همدا خپل غرور قهر اودبدبه باید اوس هم دخپله ځانه سره ولرو او په هغه حالاتو کښی ورڅخه استفاده وکړو چی وخت یی وی .
که څه هم په اوسنیو وختونو کښی ځینی مغریضو هیوادونو وغوښتل چی زموږ پرپاکه خاوره تجاوز وکی او یایی دنړیوالو حقونو څخه په سرغړونه کوم مشکل اجاد کړی زموږ په پاکه خاوره کی نو زموږ لپاره همدا لازمه ده چی ملی ولولې کابو کړو خپل غرور په اثباط ورسوو او دخپلو هغو خلګوسره کوم چی موږ دخپل ګران هیواد لپاره ددفاع په موخه ورکړي دی دهغو ننګه وکړو او ترشاه یی پيسي ودریږو ترڅو یوار بیا نړۍ ته داجوته کړو چی افغانان اوس هم هغه افغانان دی اوس هم افغانان هغه پلرني برم او پلرني قهر لری چی په دي سره به مو یوار بیا خپل حق په اختیار کښی کړي وی او هم به مو خپل تاریخ ته دا پریښی وي چی اوس هم موږ پرازادي مین یو اوس هم زموږ په رګونو کښی هغه پلرني مينه سته اوس هم زموږ رګونه دپلرنو په شان وازادي ته لبیک وایی او موږ خپله ددې ورځی لپاره انتظارباسو ترڅو دخپلو پلرونو پرپله قدم کښېږدو او دقرباني لپاره اماده سو نو لازمه به داوي چی نور خپل دې مکار او نجست دوښمن ته ځای ورنه کړو او داموقع په لاس ورنکړو چی زموږ پرپرتمین هیواد څوک یرغل وکړی او یازموږ هیواد ته کومه صدمه ورسوی نوپه وړاندی یی باید جدی واوسو چی دابه زموږ ډیره ستره هڅه وي او ستر کار به مو وی چی موږ یې دخپل تاریخ دژوندی کولو په موخه ترسره کوو نو ویښ ویښ او ویښ باید واوسو ترڅو هر منفی کار ته مو په کلکه جواب ورکړی وی
زمری څرګند
مشره درته مباک دي وي
مشر که له یوه اړخه زیات مسولیتونه لری په ټولنه او جامعه کښی لومړی کس همدا مشر وي چی دهغې ټولني ټول قشرونه ورته دامید تمه لري.
ولی چي مشر خپله دخلګو څخه دخلګوپه خوښه دانساني محبوبیت او ښو کړنو پراساس ټاکل کیږي نو ځکه مشر همیشه دخپلو خلګولپاره دخدمت کولو په تلاښ کښی وي
نو هغه مشر چی خپلو درنواولسنوټاکلي وي او اولسونو یی په کلکه ملاتړ کړي وي هغه تل دیوه ښه او قوی احساس پرلوری ګام اخلي او دټولو ممکنه لارو څخه په استفاده خپلو خلګوته سهولتونه رامنځته کوي چی دمشر داکار دخپلو خلګو په زړونو کښی لا ځای نیولي وي او لایې دخپلو خلګوسره اړیکي زیاتي سوي وي چی په دې سره نه یواځی داچی داولسونو ترمنځ قوی رابطې رامنځته کیږي او خوښۍ یی ماحول نیسي بلکی ښه خبره خولاداده چی په هغه ټولنه کښی مثبت کارونه اوج ته رسیږي او خلګ ورځ تربلي دتمدن او ترقي پرلوري ګام اخلي ولي چي دیوه مشر ترمشري لاندي په ازاد ډول ژوند کوي او تل کوښښ کوي چی خپل ژوند تل همداسي ازاد او په خپلواک ډول ثابت کړي .
نو هغه مشر چی دخپلو خلګوپراخ ملاتړ یې یی لاله وړاندي احساسیږي هغه تل خوشبخته وي او یوډول علي مفکوره دځانه سره لري چی زه دایم داولس په منځ کښی دیوه ډیرصالح سړي په ډول پېژندل سوی یم نوهغه څه باید وکړم چی خپل درانه خلګ دتل لپاره په استراحت کم .
که څه هم مشر څه غریب وي او مالي شتمنۍ ونلری خو بیاهم هغه بشري توان او طاقت چی لری دخپلو خلګو څخه نه دریغوي اونه هم خپلو خلګوته کومه صدمه رسوي نو خلګو ته پکار ده چی باید یوداسي مشر دخپلو منځونو څخه انتخاب کړي چی هغه دخلګو دتود هرکلي سره مخ وی او تل دخپلو خلګو په منځونوکښی واوسي چی په دې سره بیا خلګ کولای سي چی یوخت خپل ګران او محبوب مشرته ووایې چی مشره زموږ انتخاب ستاسو په وړاندي سم وو او ستاکارونه زموږ لپاره قناعت کوونکي دي نو درته مبارک دي وی زموږ مشر یې اوستاسو سیوری دي همېشه زموږ په منځونو کښی غوړېدلي وی