وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې(څلرمه برخه)

حامد افغان

دفلسفې عروج اولوړتيا

مؤرخين ليکي چې عربي ته ديوناني علوموم اوفلسفې داکارترڅلرمې پېړۍ پورې روان و څرنګه چې داژباړونکي اومترجمين نسطوريان ،يعقوبيان اوډېرعمده کسان يې عيسايان هم وو اويادحران اوايران فلسفې علماء وو نوپه ژباړوکې ددوى شخصي رجحانات اوتمايلات هم شامل وو اوبياوروسته داکسان په اسلامي نړۍ کې ديوناني فلسفې وکيلان اواستازي وګرځېدل.

له بده مرغه چې داسلامي نړۍ په برخه ديونان دهغو حکماوو کتابونه راوژباړل شول چې هغوى له اسماني دينونو اوديني مفاهيمو اوحقائقو سره بيخي نابلده وو اويواځې مادي افکاريې لرل. که موږ ديونان زاړه تاريخ ته سرورښکاره کړو نووبه وينو چې ټول له شرک اوبت پالني ډک دي اويونانيان په بت پرستۍ کې دومره مخکې وو چې په دې اړه يې دعلم الاصنام په نامه نوى علم ايجادکړنويوڅېړنو هم ثابته کړې چې يونان دبت پالني اوستورنمانځني ګړتېرشوى اوځاى په ځاى دستورنمانځني اوبت پالني معبدونه اوهيکلونه پراته دي نوله يونانه چې کومه فلسفه اونورعلوم اسلامي نړۍ
ته راانتقال شوي هغه ټول دبت پرستۍ په رنګ لړلي دي يوناني فلاسفه وو خپلې مذهبي ګروهي اواعتقادات اوشرکي تصورات په فلسفي اصطلاحاتو کې اسلامي نړۍ ته رانقل کړل اومسلمانو علماوو هغه علمي حقايق وبلل اودغور اوفکر موضوع يې وګرځول په دې اړه امام ابن تيميه دسورت اخلاص په تفسير کې ليکي:
اماقدماء اليونان فکانوا مشرکين من اعظم الناس شرکاً وسحراً يعبدون الکواکب والاصنام ولهذا عظمت عناياتهم بعلم الهيئة والکواکب لاجل عبادتها وکانوا ينسبون لهااليهاکل.

له بده مرغه چې دافلسفه ديونان دمتاخرينو حکماوو يعنې مشائينو فلسفه وه چې هغوى له ارسطو اخيستې وه هغه چې دوى يې معلم اول بولي مؤرخين ليکي چې ديونان متقدمين حکماء يوڅه له اسماني اديانو سره بلدوو لکه فيثاغورث،سقراط اوافلاطون ځکه دوى دانبياو (عليهم السلام) ځمکې شام ته تګ راتګ لاره اوويل کېږي چې له لقمان حکيم اودحضرت داوداوحضرت سليمان (عليهما السلام)له ملګرو سره يې ليدل کتل لرل.
خوارسطو بيخي دې لورته سفرنه دى کړى اونه دانبياوو له تعليماتو سره اشنا و اولکه چې وموويل اسلامي نړۍ ته چې کومه فلسفه رانقل شوه هغه دا رسطو فلسفه وه.

يوناني علوم يافلسفه:
عربي ته چې ديونانى علومو په نامه کومه ذخېره رانقل شوې ده هغه منطق ،طبعيات ،عنصريات،رياضيات وواوددې فنونو انتقال کومه دضرر ياتاوان خبره نه ده دنيوي اوآلى علوم چې له هرچا سره دي بايد وايي:حکمت اوپوهه دمؤمن ورکه دهمسلمانان يې خپل کړي ځکه حضرت رسول الله هرچېري يې چې پيداکړئ بايدخپله يې کړئ خومتاسفانه چې ديونان په دې علوموکې الهيات په حقيقت کې ديونانيانو علم الاصنام وچې په ډېره چالاکي سره يې دفلسفې په ژبه اوعلمي اصطلاحاتوسره بيان کړى وو ،دافلسفه دتشو مفروضو اوپوچو تخيلاتو يوطلسم و چې نه څه ثبوت لري اونه په کومه نړۍ کې دهغوشتون و په دې فلسفه کې خويادعقولو اوافلاکو دنسب لړۍ بيان شوې ده اوياله تشوفرضي اوخيالي څېزونو نه بحثونه شوې دې.يوداسې امت چې هغوى دنبوت الهى نعمت لري اودحضرت محمدصلی الله علېه وسلم په څېرپيغمبر ورته راغلى دى اوهغه دلوى څښتن ټول صفات اودانساني نوعې اوټولو مخلوقاتو دابتداء اوانتهاء په اړه پوره بيان اوتفصيلات ورته اورولي دي اوپه دې اړه يې يقيني علم ورته راوړى دى نوهغوى دې يوناني افسانو اوغولوونکو طلسمونو ته څه اړتيالري ؟! اودهغې په تفصيلاتو اوجزئياتو کې ولې بايدخپل خواږه اوارزښتناک عمرونه ضايع کړي؟.

ديوناني فلسفې عاشقان اواخوان الصفا
نوربیا