وروستي:

د کاڼي کرښي- لومړۍ برخه

ژباړه او راټولونه : مولوي عبدالحق حماد

 د رسول الله صلى الله عليه وسلم نصيحتونه

 ابوذرغفاري رضي الله عنه  وايي: يوه ورځ مې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه يارسول الله! دابراهيم عليه السلام  په صحيفوکې څه و؟ راته يې وفرمايل: ټول مثالونه و، لکه داسې: اې نيواک ګر پاچا!  ته ما د دنيا را ټولولو د پاره نه يې پيدا کړى، دنيا يو ازمايښت دى، ما تاته د دې له پاره واکمني درکړه چې د مظلوم ښيرا تر ماپورې را ونه رسېږي؛ ځکه چې زه بيا د مظلوم ښېرا نه ردوم که څه هم کافر وي.  بل پکې دا و: هوښيار سړى بايد خپل وختونه منظم کړي او په بېلابېلو برخو يې وويشي: يوه برخه دې د خپل رب عبادت ته ځانګړې کړې بله دې د خپل ځان سره د حساب کولو د پاره ځانګړې کړي، بله دې د الله تعالى په مخلوقاتو کې د فکر کولو له پاره وټاکي او څلورمه دې د خپلو اړتياوو پوره کولو ته بېله کړي.

هوښيار سړى بايد يوازې درې کارونو له پاره سفر کوي:  د آخرت توښه برابرول. خپله نفقه ګټل او حلال او پاک ژوند ترلاسه کول، هوښيار بايد د خپل وخت په حالاتو خبر اوسي، خپل ځان ته يې پام وي، ژبه يې په خپل واک کې وي او څوک چې دخپلو خبرو حساب پخپله کوي هغه به کله هم بې ګټې خبره ونه کړي.

ما ورته وويل: يا رسول الله! د موسى  عليه السلام  په کتاب کې څه وو؟

پيغمبر عليه السلام  راته وويل: په هغه کې ټولې د عبرت خبرې وې، د بېلګې په ډول په هغه کې و چې تعجب دى هغه چاته چې په مرګ يې يقين دى بيا هم خاندي، تعجب دى هغه چاته چې په دوزخ يې يقين دى بيا هم خاندي، تعجب دى هغه چاته چې په تقدير يې يقين دى بيا هم ځان ستړى کوي، تعجب دى هغه چاته چې پوهيږي دنيا د يو څو ورځو ژوند دى د هيچا سره وفا نه کوي او بيا هم دى په خپل ژوند باوري دى، تعجب دى په هغه چا چې د قيامت لويه ورځ را روانه ده چې پکې به د هر شي حساب کيږي بيا هم دى نيک عملونه نه کوي.

ما ورته وويل: يارسول الله! ماته څه لارښوونې وکړه، راته يې وفرمايل: زه تاته دهر کار له پيل کولو وړاندې دتقوی او  الله نه د ويرې وصيت کوم، ما وويل: يارسول الله! نور هم څه راته ووايه، راته يې وفرمايل: د قرآنکريم تلاوت او د الله تعالى ذکر ډېر کوه، دا ستا دپاره پر ځمکه نور او په اسمان کې ذخيره ده. ماورته وويل، يارسول الله! نور هم څه راته ووايه، راته يې وفرمايل: ډېره خندا مه کوه؛ ځکه چې په خندا سره زړه مړ کيږي او د مخ نورانيت له منځه ځي.

ما وويل نور هم يارسول الله! هغه  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: جهاد کوه؛ ځکه چې جهاد زما د امت رهبانيت دى، ماوويل: نور هم، وېل: ډېر وخت چپ اوسه په دې سره د شيطان مخنيوى کيږي او چوپتيا تا سره د دين په کارونو کې مرسته کوي، ماوويل: يارسول الله! نور هم، وېل: د بې وزلو سره مېنه کوه او ورسره کښېنه، ماويل يارسول الله! نور هم، وېل: په دنيايي وسائلو کې تل د ځان نه ټيټو خلکو ته ګوره او پورته خلکو ته مه ګوره؛ ځکه په دې سره به ته  د الله تعالى د نعمتونو شکر ادا کوې، ماويل يارسول الله! نور هم، وېل: حق وينا کوه که څه هم پر چا ترخه لګيږي، ماويل يارسول الله! نور هم، وېل: پخپله چې عيبجن يې؛ نو دبل عيبونه او نيمګړتياوې مه لټوه او چې پخپله يو بد کار کوې له نورو نه دهغه کار پر سر مه خفه کيږه او دا په انسان کې لويه نيمګړتيا ده چې له خپلو عيبونو څخه ناخبره او دبل عيبونه لټوي، ابوذر رضي الله عنه  وايي: بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته ويې فرمايل: ابوذره! تر ښه تدبير لوى عقل نشته، له شکمنو کارونو څخه له ځان ساتلو غوره تقوا نشته او له نيکو اخلاقو ښه نيکمرغي او کورنی شرافت بل نشته ([1]).



[1]  (أخرجه ابن حبان في صحيحه[361] وا للفظ له، والحاكم[2/597] وصححه، قال المنذري في الترغيب٣/٤٧٣): انفرد به ابراهيم بن هشام بن يحي الغساني عن ابيه، وهو حديث طويل في اوله ذكر الانبياء عليهم السلام ذكرت منه هذه القطعة لما فيها من الحِكم العظيمة والمواعظ الجسيمة. انتهى. وقد اخرج الحديث متمامه ابونعيم في الحلية[1/166]من طريق ابراهيم بن هشام. وأخرجه ايضا بتمامه الحسن بن سفيان وابن عساكر، كمافي الكنز[8/201]