وروستي:

نیکمرغه ژوند

عن سَلَمَة بْن عُبَيْدِ اللهِ بْنِ مِحْصَنٍ الخَطْمِيِّ ، عَنْ أَبِيهِ – وَكَانَتْ لَهُ صُحْبَةٌ – قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ ، مُعَافًى فِي جَسَدِهِ ، عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ ، فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا) ( رواه الترمذي ” (2346), والبخاري في الاىب المفرد (112/1), وأخرجه البيهقي في شعب الإيمان, وأخرجه الحميدي في مسنده (465) ، وابن أبي عاصم في الزهد(197). ژباړه: څوک چې په خپل کور ، کلي او وطن کې په امن شپه تیره کړي ، په بدن روغ وي ، د همدي ورځي ډوډۍ ولرې ، دا انسان داسي دی لکه د ټولي دنیا واک چې له ده سره وي او لكه ټوله دنیا یې چې ترلاسه کړه . درسول الله صلي الله علیه وسلم دا بلیغ ، فصیح او مختصر حدیث مبارک د نیکمرغي او ښه ژوند ترټولو غوره اوښایسته تعبیر ده ، امن ، روغتیا او د ورځي روزي ، دا د ژوند اساسي توکي دي خو په دي شرط چې موږ قناعت او په خدای راکړیو نعمتونو رضا اوشکر وباسو .
هر انسان دخپلې نیکمرغي اوښه ژوند په اړه سوچ کوي ، ډیر خلک فکر کوي چې دمال اوشتمني په ډیرولو سره نیکمرغه ژوند ترلاسه کیږې ، څوک یې په واک اوقدرت ترلاسه کولو کې غواړې ، ځیني نوریې په علمي درجو اویاپه ټولنیز مقام کې پلټي ، خورښتیا خبره داده چې د نیکمرغي مفهوم تردې ټولو شیانو لوی ده ، ځکه رښتیني نیکمرغي په لاندي څو شیانو سره ترلاسه کیدلی شي :
• لومړۍ : دضمیر صفايي او ښه نیت او نیکه اراده ، پاک نیتی انسان تل ډاډه او په ځان باورې وي ، په خپلو کړنو او خبرو کې له الله نه ویریږي .
• دویم : له خلکو سره په ښو او تقوي کې مرسته کول اوپه ګناه اوسرکشي کې نه کول د نیکمرغي لاره انسان ته پرانزي .
• دریم : عاجزي او له خلکو سره غوره چلند او ښه اخلاق خپلول دښه اونیکمرغه ژوند له پاره ترټولو مهم ګام بلل کیږې .
نن سبا په نړۍ اوسیمه کې داسې پیښې او حالات رامنځته کیږې چې هوش لرونکی انسان خامخا خپه اوخواشینی کوي ، خو په دي حالاتو باندي دبریالیتوب له پاره باید انسان په خپل ځان کې نیکمرغي ولټوي ، په الله باندي قوي ایمان دهغه په پریکړو رضا اوصبر او دضمیر پاکي او لوړ اخلاق غوره کول د نیکمرغي تضمین لرې .

حامد افغان