وروستي:

کارخبرې کوي

ته خبرې بندې کړه، ستا (کار اوعمل) پریږده چې ستاپه ځای وغږیږي ، په مجلسونو اوناستو کې د خپلو بریالیتوبونو کیسې اود ځان ستاینې پریږده ، ستا شاوخوا به دروغژن او کینه ګر په دروغو اوله کسته ستا ستاینې کوي اوپوزخند درباندې وهي . ته کارپیل کړه اوخلکوته یې وړاندې کړه ، ښه دپوهې اومعلوماتو نمونې خلکو ته وړاندې کړه دښو اخلاقو او غوره سیرت ژوندی بیلګې خلکوته کیږده ، همد ا کار پخپله خبرې کوې ته به چوپ ناست یې او کارونه به دي خبرې کوې .
ناکام خلک له هرچا ډیرې خبرې کوي ، او کار کم کوې ، په ډیرو خبروکې دروغ او بهتانونه او چټیات پریمانه وي دوی دکار له پاره وخت کله لرې دوی خو ډیر وخت په انتقادونو ، نیوکو او شکایتونو تیروي او ولس ته دکار په ځا ی پوچي خبرې وړاندې کوي اوبریالي خلک خبرې نه کوې یا ډیرې کمې کوي هغوی په کار بوخت وي خبروته وخت نلرې ، هغوی خلکوته کارونه وړاندې کوي . تاسو په سرک ودریږﺉ او دبار موټرو ته ګورﺉ ډک موټر درانه او چوپ روان وي او تش موټر ګړبی او شور کوي . ډک لوښی دومره اواز نه کوې لکه تش لوښی ، بیکاره او ټیټ همته خلک تشې خبرې او په هرچا نیوکي او انتقادونه کوي ، له هرچا شکایتونه کوي او په وخت او خلکو لعنتونه وایې ، اودکار خلک غلي او کمي خبرې کوي .
د مسجد نبوي دجوړولو په کار کې به رسول الله صلي الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره ګډ کار کاوه ، په غزوة احزاب یا غزوة خندق کې یې د خندق کیندلو په کار کې له صحابه کرامو سره یوځای کار کاوه ، او ویل به یې : إن الله يحب من أحدكم إذا عمل عملاً أن يتقِنَه، یعني تاسو هریوچې کار کوﺉ په ښه اوکره توګه یې کوﺉ اودا الله پاک خوښوي او ویل به یې : المؤمن القوي خير وأحبُّ إلى الله من المؤمن الضعيف ، یعني پیاوړی مومن ترکمزوري ښه اوپه الله ګران وي .
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې څو ځوانان په جومات کې بیکاره ناست وو ، او ده ولیدل ، نو یې خپله دعدل دره ورسره تاو کړه ، هریوه ته یې څو څو درې دشا له لورې ورحواله کړې او ورته ویې ویل : اخرجوا واطلبوا الرزق فإن السماء لا تمطر ذهباً ولا فضة . یعني له جوماته ووځﺉ او روزي پیدا کړﺉ له اسمانه خو سره اوسپین زر نه را اوریږې . له عمربن الخطاب نه دي الله راضي شې ، د مسلمانانو د دین او دنیا دواړو غم او درد ورسره و , هغه كه يو خوا دي ځوانانو ته يوه له حكمته ډكه خبر کړې ده سمدستي یې د درې په زور په هغوی عملي کړې هم ده .
دلویدیځ هوښیار نیوټن وایې : بریالیتوب په دریو شیانو پورې تړلی ده : کار اوبیا کار اوبیا کار ، پایله لرونکی کار په پوهه او علم پورې تړلی ده او علم په لوست اومطالعه سره ترلاسه کیږې ، کوم ولس چې له لوست او مطالعي سره مینه نلرې هغه به هیڅکله پوهه ترلاسه نکړې او څوک چې پوهه ونلرې په هغوی بریالیتوب اوپرمخیون حرام ده .

حامد افغان