دعا – لومړۍ برخه
په ژوند کې دعاء ته اړتیا
څرنګه چې په یقیني توګه پوهېږو د بنده ذات، صفتونه، کړه وړه او هغه څه چې بنده ورته اړ دی ټول د الله مخلوق دي، او هغه الله جل جلاله یې پیداکوونکی، څښتن او پرې واکمن او برلاسی دی، څه چې الله غواړي، هغه کیږي او څه چې نه غواړي، نه کیږي، د هغه د پرېکړې مخنیوونکی او ځنډوونکی نشته لکه څرنګه چې هغه الله وایي: مَا يَفْتَحِ اللهُ لِلنَّاسِ مِن رَحْمَةٍ فَلاَ مُمْسِكَ لَهَا وَمَا يُمْسِكْ فَلاَ مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ (الفاطر: ۲)
ژباړه : هغه لورېینه چې الله یې خلکو ته پرانیزي؛ نو دهغه بندوونکی نشته، او څه چې بندوي، له هغه وروسته یې بل څوک خلاصوونکی نشته.
نوځکه بنده یوازې الله جل جلاله ته اړتیا لري او له هغه څخه د یوې ګړۍ لپاره هم نشي بې پروا کېدلای لکه څرنګه چې الله وایي : يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمْ الفُقَرَاءُ إِلَى اللهِ وَاللهُ هُوَ الغَنِيُّ الحَمِيدُ (الفاطر : ۱۵).
ژباړه : ای خلكو! تاسې الله ته اړ ياست او الله شتمن ، ستايلی دى.
له پورتني ایت څخه څرګنديږي چې بندګان الله جل جلاله ته اړتیا لري او دغه اړتیا له خپل ځانه یا له بل چا څخه نشي پوره کولای ځکه چې هغه بل څوک هم د الله مخلوق دی نو هغه هم الله ته اړتیا لري، له همدې امله ویل شوي دي : استغاثةُ المخلوق بالمخلوقِ كاستغاثة الغريق بالغريق
ژباړه : د مخلوق له مخلوقه مرسته غوښتنه داسې ده لکه په اوبو کې ډوب شوی تن چې له بل ډوب شوي تن څخه مرسته غواړي.
د پورتني حدیث په شرحه کې ابن رجب رحمه الله وایي : دا حدیث د دې غوښتنه کوي چې په ګټه او تاوان کې او د دین او دنیا په چارو کې بندګان هیڅ واک نه لري، بلکې هغوی ټول الله ته اړتیا لري، الله چې پر چا د خپلې روزي او لارښوونې پېرزوینه و نه کړي؛ نو هغه به ترې په دنیا کې بې برخې وي او پر چا چې الله د خپلې بخښنې لورېینه ونه کړي؛ نو ګناهونه به یې په اخرت کې هلاک کړي.
نو لارښوونه، روغتیا، روزي او نورې ټولې چارې دالله په لاس کې دي، څه چې هغه غواړي، کیږي او څه چې نه غواړي، نه کیږي، څرنګه چې وایي : إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَن يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (یس : ۸۲)
ژباړه : په رښتيا د هغه امر كله چې څه وغواړي دا دی چې ورته ووايي: شه! نو هغه کیږي.
او بل ځای وایي : إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَن نَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ (النحل: ۴۰)
ژباړه : بېشکه: یو شي ته زموږ وینا کله چې یې اراده وکړو، دا ده چې ورته ووایو: شه! نو هغه کیږي.
نو بنده روزي ته اړتیا لري، ځکه چې ژوند یې پرې ولاړ دی نو کله چې له الله څخه روزي غواړي نو د الله بنده دی او هغه ته اړ دی، الله جل جلاله وایي : فَابْتَغُوا عِندَ اللهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ (العنکبوت: ۱۷)
ژباړه: نو له الله سره روزي ولټوئ، د هغه عبادت وکړئ او هغه ته شکر وباسئ.
نو بنده په هرڅه کې خپل پالونکي الله ته اړیتا لري او دا یې یوه ذاتي اړتیا ده چې پرته له هغه د بنده شتون بیخي ناشونی دی خو په دغو اړتیاوو کې بنده ګان توپیر لري، ځینې یې زیاته او ځینې یې کمه اړتیا لري، دلته باید دا هم ووایو چې بنده الله ته په عبادت او همدارنګه په مرسته کې اړتیا لري، هغه وایي:: إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (الفاتحة:4)
ژباړه : یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو.
نو څرنګه چې بنده الله ته په عبادت او همدارنګه په مرسته کې اړتیا لري نو غوره ده چې دواړه ډوله اړتیاوې بیان کړو:
په عبادت کې الله ته د بنده اړتیا
د بنده اړتیاالله ته اړینه ده او پرته له هغه بنده ژوند نشي کولای او نه هم بنده د دنیا او اخرت سترو موخو ته رسېدلای شي؛ نو له همدې امله په هر پړاو او هر کړکیچ کې بنده الله ته اړ دی. بنده له دې پلوه الله ته اړتیا لري چې هغه یې معبود دی؛ نو له هغه سره مینه لري، درناوی یې کوي او یوازې د هغه په عبادت او هغه ته په ورګرځېدو خوشحالیږي اوخوند اخلي، ډاډګېرنه او ارامتیا ترلاسه کوي، زړه یې سمیږي او په دنیا او اخرت کې بریالی کیږي او که د الله له عبادت پرته بنده په لاس کې د نړۍ هره اسانتیا او د خوند اخیستلو هره وسیله ولري لکه ښه کور، زیاته شتمني، ښایسته ښځې، قیمتي موټر او داسې نور؛ نو له خپل ژوند به خوند وانه اخلي، ځکه چې په عبادت کې بنده الله ته اړتیا لري، او دا اړتیا پرته له عبادته له نورو لارو نشي پوره کېدلی او هغه ارامتیا چې بنده یې د الله په عبادت کې ترلاسه کوي په بل څه کې یې نشي موندلی؛ نو له همدې امله که مسلمان باندې څومره ولږه یا د دنیا کړاوونه راشي نو هغه یې په سړه سینه زغمي او په دې سره له خپل ژوندڅخه نه بېزاره کیږي.
خو څوک چې له الله سره دعبادت اړیکه و نه لري او نه هم په عبادت کې خپل ځان الله ته اړ وبولي او یوازې دنیاوي توکي د ارامتیا او کامیابۍ لامل وګڼي؛ نو که په داسې تن د روزي دروازې تنګې یا بندې شي او یا هم په کوم بل کړاو او ستونزه کې اخته شي نو له ژونده بېزار کیږي او په ځان وژنې لاس پورې کوي.
همدې ته په کتو وینو چې په اسلامي هیوادونو کې که څه هم د بې وزلۍ کچه لوړه ده خو داسې ډېر کم پېښ شوي دي چې څوک دې له ژونده بېزاره شوی وي او په ځان وژنې دې یې لاس پورې کړی وي خو بل لور ته په هغو هیوادونو کې چې د بې وزلۍ کچه پکښې لوړه هم نه ده وینو چې د یو معمولي کړاو او وړوکې ستونزې له امله يې استوګن ځان وژنې ته مخه کوي لامل یې له دې پرته بل څه نه دی چې هلته بنده د الله عبادت کوي چې په پایله کې یې ارام، ډاډګېرنه او هوساینه ترلاسه کوي او دلته بنده د الله عبادت نه کوي او د ارام او ډاډګېرنې توکي یې یوازې دنیاوي اسباب ګڼلي؛ نو دکمښت، نه شتون، کړاو یا ستونزې په صورت کې ارام او سکون له لاسه ورکوي چې بیا په ځان وژنه لاس پورې کوي.
په مرسته غوښتنه کې الله ته د بنده اړتیا
بنده په مرسته غوښتنه کې هم الله ته اړتیا لري داسې چې په هر کړاو کې ترې مرسته وغواړي، امر ته یې غاړه کیږدي، پرېکړه یې ومني او د دین پیروي یې وکړي، او له پورتنیو شیانو څخه بنده تر هغه څه نشي ترلاسه کولای څو یې الله مرسته و نه کړي.
باید دلته هغه اړینه قاعده بیان کړو چې علماوو بیان کړې ده او هغه دا ده چې له الله پرته هر ژوندی په ښېګڼه ترلاسه کولو او له کړاو څخه په ځان ژغورنه کې دوو شیانو ته اړتیا لري:
۱: خوښ او په زړه پورې شي او په ترلاسه کولو کې یې ملاتړي او مرستندوی ته اړتیا.
۲: بد او ناوړه شي او ترې په ځان ساتنه کې ملاتړي او مرستندوی ته اړتیا.
هر ژوندی غواړي چې ښېګنه ترلاسه کړي او له کړاو څخه ځان وژغوري خو هغه په یوازې توګه نه ښېګنه ترلاسه کولای شي او نه له کړاو څخه ځان ژغورلی شي؛ نو اړتیا ده داسې ذات ته چې هغه په ښېګڼه ترلاسه کولو او له کړاو څخه په ژغورلو کې بنده سره مرسته وکړي او داسې ذات یوازې الله دی ځکه چې له هغه څخه پرته ټول کائنات هغه ته اړتیا لري نو څوک چې په خپله اړ وي، هغه به څنګه د بل مرسته وکولای شي.
دا قاعده اوه ځلې الله جل جلاله په قران کې بیان کړې ده:
لومړی ځای: إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ، یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو.
دویم ځای:عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ، یوازې پرهغه مې بروسه کړې او د هغه لوري ته ورګرځم.
دریم ځای: فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ، نو دهغه (الله) عبادت وکړه او پر هغه بروسه وکړه.
څلورم ځای: رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا، ای پالونکیه! پر تا مو بروسه کړې او ستا لوري ته درګرځېدلو یو.
پنځم ځای: وَتَوَكَّلْ عَلَى الحَيِّ الَّذِي لاَ يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ، او پرهغه ژوندي ذات بروسه وکړه چې نه مړ کیږي او په ستاینه یې پاکي بیان کړه.
شپږم ځای: عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابْ، پر هغه مې بروسه کړې او هغه ته ورستنېدل دي.
اووم ځای: وَاذْكُرْ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلاً رَبُّ المَشْرِقِ وَالمَغْرِبِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلاً(المزمل: ۷-۸) ، او د خپل رب نوم يادکړه او دهغه لور ته پوره ګوښه شه (8) هغه د ختيځ او لويديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو هماغه وكيل ونيسه (9)
نو معلومه شوه چې بنده په خپلو ټولو اړتیاوو کې الله جل جلاله ته اړتیا لري او یوازې الله یې اړتیاوو ته ځواب ویلی او هغه پوره کولای شي نو ښایي چې بنده خپلې ټولې اړتیاوې له هغه څخه وغواړي چې د اړتیاوو همدې غوښتنې ته دعا ویل کیږي.
د دعاء تعریف
د عاء په لغت کې غوښتنې او عاجزي ته ویل کیږي او په اصطلاح کې په عاجزۍ سره له خپل پالونکي څخه د بنده غوښتنې ته دعا ویل کیږي، خو کله ناکله دعاء د الله پاکي او ستاینې ته هم کارول کیږي.
دعاء یو له غوره عبادتونو څخه ده، دعاء د مسلمان وسله ده دغه راز دعاء له الله جل جلاله سره د اړیکې جوړولو او هغه ته د نژدې کېدو یو ښه وسیله ده.
دعاء ذکر دی
ذکر په لغت کې یادونې ته وایي او په اصطلاح کې له بې پروايۍ او هېرې څخه ځان ژغورلو ته ذکر ویل کیږي، بې پروایي: له یادېدنې سره سره د یو څه پرېښودلو ته ویل کیږي او په هېره سره د یو څه پرېښودلو ته هېره (نسیان) ویل کیږي.
ذکر په درې ډوله دی ۱: د الله د نومونو او صفتونه یادونه او د الله ستاینه او پاکي بیانونه، د الله توحید او له هغه څه د الله پاکي بیانول چې ورسره نه ښایي.
۲: د امر، نهي، حلالو، حرامو او د نورو احکامو ذکر په دې معنی له څه چې الله منع کړي یو، هغه پرېږدو او څه چې یې راته حلال ګرځولي، هغه حلال وګڼو او څه چې یې حرام کړي دي، هغه حرام وګڼو.
۳: د الله د لورېینې، پېرزوینې او ورکړې یادونه چې دا هم د ذکر له سترو ډولونه څخه دی.
بیا ذکر په درې ډوله دی:
۱: په زړه او ژبې دواړو په یو وخت د الله یادونه داسې چې زړه دې هم د هغه په یادونې بوخت وي او ژبه دې د ذکر توري وایي چې دا د ذکر تر تولو لوړه درجه ده.
۲: یوازې په زړه د الله جل جلاله یادونه چې دا د ذکر دویمه درجه ده.
۳: د ذکر دریمه درجه دا ده چې یوازې په ژبه الله یاد کړې.
نور بيا…
مفتي عبدالحق حقاني- د علمي څېړنو مدير