وروستي:

اویازره بې حسابه جنتیان

(48)قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : عُرِضَتْ عليّ الأمم فجعل النبيّ والنبيان يمرون معهم الرهط ، والنبي ليس معه أحد حتى رُفِعَ لي سواد عظيم . قلت : ما هذا ؟ أمتي هذه ؟ قيل : هذا موسى وقومه . قيل : انظر إلى الأفق ، فإذا سواد يملأ الأفق ، ثم قيل لي : انظر ها هنا وها هنا في آفاق السماء ، فإذا سواد قد ملأ الأفق ، قيل : هذه أمتك ، ويدخل الجنة من هؤلاء سبعون ألفا بغير حساب ، ثم دخل ولم يُبَيِّن لهم ، فأفاض القوم ، وقالوا : نحن الذين آمنا بالله واتبعنا رسوله ، فنحن هم ، أو أولادنا الذين وُلِدُوا في الإسلام ، فإنا وُلِدْنَا في الجاهلية ، فبلغ النبي صلى الله عليه وسلم فَخَرَجَ ، فقال : هم الذين لا يَسْتَرْقُون ، ولا يتطيرون ، ولا يكتوون ، وعلى ربهم يتوكلون . فقال عكاشة بن محصن : أمِنْهُم أنا يا رسول الله ؟ قال : نعم . فقام آخر ، فقال : أمِنْهُم أنا ؟ قال : سبقك بها عكاشة .( رواه البخاري ومسلم(

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : ماته امتونه ښکاره کړل شوو ، یو او دوه نبیان به وو له هر یوه سره به خپله ډله وه ، اوداسې نبي هم و چې هیڅوک به نه و ورسره ، تردې پورې چې ماته ډیر خلک ښکاره کړل شوو ، ما وویل : دا څوک دی ؟ راته وویل شو دا موسي علیه السلام او دهغه قوم دی .راته وویل شو : پورته وګوره ، او هغه دومره ډیر خلک وو چې اسمان یې ټول ډک نیولی وو ، بیا راته وویل شو چې په اسمان کې یوه بل لورته وګوره ، چې ومې کتل دومره خلک وو چې اسمان یې ټول نیولی وو . راته وویل شو : دا ستا امت ده ، او له دوی نه به اویازره 70000 بې حسابه جنت ته ځي ،

رسول الله صلي الله علیه وسلم چې دا خبره وکړه کورته ولاړ او دوی ته یې نور تفصیل ورنکړ ، صحابه کرامو وویل : موږ په الله ایمان راوړی دی او دهغه درسول پیروي مو کړې ده ، همدا اویا زره موږ یو . اویا خو به دا اویازره کسان زموږ له اولادونو نه وي ځکه هغوی په اسلام کې زیږېدلې دي او موږ خو په جاهلیت کې زیږېدلې یو .

رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت او ویې ویل : دا هغه خلک دي چې دوی به دمونه نه کوي ، داغونه به نه لګوي ، اوبدپالي به نه نیسي . اوپه خپل رب به توکل کوي ، د عکاشه بن محصن په نوم یوصحابي و هغه پورته شو او پوښتنه یې وکړه یارسول الله ایا زه له دې خلکو نه یم ؟ رسول الله ورته وویل : هو . بل کس پورته شو هغه وویل : ایازه له دوی نه یم ؟ رسول الله ورته وویل : عکاشه درنه مخکي شو .

یادونه : کوم اویازره کسان چې جنت ته به بې حسابه ځي د هغوی چې کوم صفتونه یاد کړل شوې دي د هغوی ټولو مطلب یوصفت دی او هغه په خدای توکل کول دي . په دې صفتونو کې ځیني داسې هم شته چې هغه ناروا نه دي لکه په شرعي توګه دم کول او داغونه لګول .خو که یو مومن یې ونکړي او په خدای توکل وکړي دا به ډیره ښه وي .

1- لا يسترقون یعني دوی به دمونه نه کوي ،
2-ولايكتون یعني داغونه به نه لګوي ،
3-ولايتطيرون یعني بدپالي به نه نیسي ،
4-وعلي ربهم يتوكلون یعني په خپل رب به توکل کوي

حامدافغان