په افغان مدرسه کې د ژمنيوکورسونو پايلې اعلان شوې
دافغان بنسټ اړوند په افغان مدرسه کې د ۱۳۹۲هـ ل کال د ژمنيو کورسونو پايلې د يو ې غونډې اوشانداره مراسمو په ترڅ کې دروان کال د کب مياشتې په ۱۰مه نېټه طالبانوته اعلان شوې.
دغه غونډه چې دافغان مدرسې مدير ، استادانو او لسګونه طالبانو، پکې ګډون کړی و،دسهار په لسو بجو د افغاد مدرسې يوه کوچني طالب قاری خًبيب لخوا دعظيم الشان قران دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
دغونډې لومړی ويناوال دافغان مدرسې ښوونکی مولوي محمد ايوب ،هغه په خپلو خبروکې طالبانوته دنننيو پايلو مبارکۍ ترڅنګ وويل داچې تاسو د ژمي په دې يخو شپو ورځو کې له خپلو کورنو څخه د الله ج د قانون د يادولو په موخه راوتي ياست،زحمتونه مو ګاللي،تل به د ژوند په هر ډګر کې بريالی اوسۍ خو تاسو مسؤول هم ياست کوم څه مې مو دلته له خپلو استادانو څخه ياد کړي هغه بايد په خپلو کورنو کې د کونيو غړيو ملګرو ته رسوي،مولوي محمد ايوب، د نورو علماءو په حواله وويل چې دطالب ناکامي هېڅکله هم نشته،طالب العلم چې هر کله د خپل دين د زده کړې په نيت له کوره راووت نو له همغې ورځې دالله ج په نزذ مقبول،دنبي کريم صلی الله عليه وسلم وارث اودملائيکو مخدوم وګرځېد ،دده خدمت به ملائکې کوي اوخپل وزرونه به يې تر پښولاندې ورته ږدي.
هغه طالبانوته وويل داچې له تاسو څخه ملګري اولنمره ،دوهم نمره او رېيم نمره شوي دي، هغه نور بايد خفه نشي،کاميابي او ناکامي دې ځانته مخې ته عار او کوم عيب نه ګرځوي اوهغه ددې باعث نشي چې له زده کړو سره يې شوق او علاقه کمه شي،تل بايد هڅه وکړي چې نورې زده کړې وکړي .
په ده پسې د افغان مدرسې مدير محمد طيب مبارک هم زده کوونکيوته د مبارکيو ترڅنګ د لا زياتو برياو غوښتنه وکړه،هغوی ته يې وويل موږ له تاسو څخه خوشحاله يو،تاسو تل کوښښ کړی دی او دادهماغو کوښښونو پايله ده چې نن خپلې مثبتې نتيجې وينی، نو په راتلونکې کې هم له تاسو څخه هيله کوم چې ورته هڅې به کوی.
محمد طيب مبارک وويل چې د انسان له پيدايښت څخه هدف دالله ج عبادت اودهغه په لاره کې قرباني ورکول،نور داسلام دسپيڅلي دين په لور دعوت کول دی ،نو کله چې يو شخص په خپله پوه نه وي هغه بل څوک نه شي پوهولای داچې نور پوه کړو بايد په خپلو تر هغوی لومړی پوه شو ،هغه زياته کړه،هغه زده کوونکي چې تنها انګليسی اوکمپيوټر يې زده کړې کړې دي،تاسو بايد له هغوی سره ډېر فرق ولرئ ،ځکه تاسو قران يادوئ،دخدای پاک اصول يادوئ،داودس او لمانځه په طريقه پوهېږئ او نور ډېر دينی اصول او د خدای تعالی اوامرو باندې مو عمل کړی دی.
دافغان مدرسې يو طالب العلم محمد صميم د فضل هادي ځوی،د متوسط الف ټولګي طالب دی چې په ازموينوکې يې درېيم مقام اخستی و،ډېر خوشحاله برېښېد ويې ويل غواړم چې همېشه مدرسې ته راشم زده کړې وکړم،ځکه چې په مدرسه کې خلک ددين او اسلام له لارې خبرېږي،په خپلو او نورو خلکو په حقوقو پوهېږي او زه له خپلو نورو همزولو او ملګرو څخه هم ددې غوښتنه کوم چې خپل وخت هسې عبث تېر نکړي او دښوونځي او مدرسې لار دې خپله کړي ترڅو په راتلونکې کې د ټولنې د اوږو بار نه بلکې د ټولنې په جوړولو کې له خپلو مشرانو سره په پوره مسؤوليت او سمه توګه سره برخه والي.
د پروګرام په پای کې لومړۍ،دوهمه او درېيمه درجه برياليو طالبانو ته ستاينليکونه او مکافات ورکړل شول،غونډه د مولوي سيد عمر په دعايې وينا پای ته ورسېده.