د بې وزلو مرسته وکړئ!
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي : که څوک د قیامت د ورځي له سختیو نه دځان ژغورلو لیوالتیا لرې؛ نو له تنګلاسي انسان سره دي مرسته وکړي، یا دي کوم مشکل ورته حل کړي.” من سره أن ينجيه الله من كرب يوم القيامة، فلينفس عن معسر أو يضع عنه “[صحيح مسلم]
په بل روایت کې راغلي دي: څوک چې یو مومن د دنیا له درد او غم نه وژغوري، الله جل جلاله به داخرت په ورځ هغه څوک له دردونو وژغوري . ” من نفَّسَ عن مؤمنٍ كُربةً من كُرَبِ الدنيا ، نفَّسَ اللهُ عنه كُربةً من كُرَبِ يومِ القيامةِ “[صحيح مسلم]
زموږ ډیری دینداره او د اخرت له پاره توښه برابرونکي مسلمانان وروڼه هروخت دنیکیو اوښو کارونو په لټه کې وې ، او الحمدلله نن ډیر داسي مسلمانان شته چې له ښو کارونو سره ډیره مینه لرې، زموږ علماء، خلیفه صاحبان او تبلیغي وروڼه هم د محتلفو اورادو او دعاګانو توصیي کوې او یا په مختلفو وختونو کې دخیراتونو کولو ثوابونه بیانوي؛ خو زما په اند زموږ دهیواد په موجوده سختو حالاتو کې د یوه صالح مومن له پاره تر ټولو لوی عبادت دیوه بي وزله او تنګلاسي انسان مرسته او لاسنیوی ده.
دا لوړ د صحیح مسلم روایتونه مې په همد ي موخه وژباړل چې خلک پوه شې چې له یوه مسکین سره مرسته څومره د لوی څښتن د توجه وړ کار ده او په هغه سخته ورځ کې د دردونو او غمونو د کمولو له پاره ښه لاره داده چې په دي دنیا دبي وزلو د ستونزو او مشکلاتو په کمولو کې مرسته وکړل شې .
د اخرت ورځ کفارو او ګناه ګاروته د سزا ورکولو ورځ ده، دقيامت ورځ ډیره لویه او سخته پیښه ده او دقیامت ورځ ډیره ترخه ده . بل الساعة موعدهم والساعة ادهي وامر . زموږ مومنان او مسلمان وروڼه که غواړي په هغه سخته ورځ یې لوی څښتن مرسته وکړې او دردونه یې کم شې نو له بي وزلو او مسکینانو سره مرسته وکړﺉ .
حامد افغان