له الله جل جلاله سره دليدو هيله
ګل رحمان رحماني
سره ددې چې د الله”جل جلاله” په شتون او عظمت يې پوره باور درلود، بې ساري مينه يې ورسره وه اود ځمکې پرمخ يې د هغه د استازي په توګه يوه سپېڅلې دنده اجرا کوله، خو د ادم ددغه زوي په زړه کې بيا هم دا هيله وه، چې خپل محبوب مخامخ له نږدې وګوري.
الله”جل جلاله” ورته وويل، چې ددې غوښتنې په اړه دې کوم ممانعت نه لرم، خو ته به يې توان ونه لري او زما ليدل به درته ګران وي. خو بنده همغسې شله و، غوښتل يې خپل محبوب له نږدې وګوري او خپله دا غوښتنه يې پوره شي.
الله”جل جلاله” ته ګران و او غوښتنه يې قبوله کړه، په يوه توره وهمناکه شپه يې خپل نور د طور پر ځمکه ور وښود، د تلوسې اخيستي انسان سترګو ددغه نامريي جلوو د ليدلو تاب ونه درلود، په کمزوري زړه يې ضعف راغي او په هغه ځمکه ځاي پر ځاي کښناست چې د خپل خالق د ښکلا او عظمت جلوو په خپل نور کې رانغاړلې وه.
کله چې را په خود شو او خپله نړۍ يې حس کړه، بيايې نو هېڅ وخت هم دا غوښتنه ونه کړه او سر په سجده پرېوت، ټولو کايناتو يې ننداره کوه خداي هم په مينه ورته کتل. دا د خداي”جل جلاله” او انسان تر منځ ليدنه وه. دې انسان له دې پېښې وروسته خپل پيغام ټولو پيروانو ته ورساوه او د ټولو باور د خپل خالق پرعظمت او مهربانۍ لا زيات شو.
له هغې ورځې پېړۍ او زمانې تېرې شوې، خداي”جل جلاله” خپله مينه، مهربانۍ او غضب په بېلابېلو بڼو انسانانو ته ورښکاره کړ، خو اوسني انسان دومره سپين سترګي شوي، چې سترګې يې ددې مينې او مهربانۍ پر جلوو هم نه برېښي، ښايي ړوند شوي وي، چې د خپل خالق مينه او غوسه نه شي درک کولي.
دا خو لا پرېږده، هغه ځمکه يې هم په خپلو وينو ولړله، چې په طور کې الله”جل جلاله” د خپل جلال او جمال په نامريي جلوو ښکل کړې او وينځلې وه ، د هغه ګران استازي پرې هملته سجده لګولې او د بندګۍ تلپاتې وږمې يې پرې شيندلې وې.
د اوسني زمانې انسان، چې د الله”جل جلاله” مينه او مهرباني نه شي درک کولي، زړونه يې د جلال په نوراني وړانګو نه دي لمبېدلي، نو د جلال او غرور وېره هم د هغه په وجود کې ځاي نه لري، دي چې خپله ځان د جلال او جمال خاوند ته نه ورنږدې کوي، نو هغه به څنګه دده سره مينې او خبرو ته را وړاندې شي