دحضرت محمد صل الله عليه وسلم دنیکمرغې زېږېدنې اوسیرت په ویاړ
عبدال متين محبتی –
خدای تعالی سږکال بیاداتوفیق را په برخه اوانعام وفرمایل چی یوځل بیا دحضرت محمد مصطفی (ص) دنیکمرغی زیړیدنی کلیزی ونمانځو او پدی اړه دیومسلمان اودآنحضرت دیومخلص لاروی په ټوګه په اجمالی ډول خپله څولنډ خودمینی اوپاک خلوص نه ډکی کلمی په وسیله خپل ارادت او احساس ګرانو مسلمان هیوادوالو سره شریک او وړاندی کړم او له برکته یی نه فیض واخلم:
ډیروقدرمنولوستونکوعزیزانو!هغه څه چی دبشریت سټرلارښودرحمت اللعالمین،خاتم النبیین حضرت محمد)ص (دشخصیت، کاراوپیکار،مقام اومرتبت په باب ګرانولوستونکوپه خدمت لیکل کیږی ، یوکرښه ده دیوه لوی اوبا ارزښته کتاب ، آو دیوهمیشه روانی پاک اوزلال لوی سیند څخه یوه څاڅکی ۰هغه حضرت،هسی څوک نه دی چی وکولای شوپدی لږاولنډ شرح او بیان دهغه «ص» له شخصیت نه یی یوکامل انځور په لاس ورکړو ۰
هغه حضرت ( ص) لومړنی پیغمبرووچی د دی حیات اوممات ، رسالت ، کارنامواود زیږیدلویی په مهال، کوم واقعات چی رامینځته شوهیڅ ډول شک اوشبهه موجودندی ۰آصل اونصب یی له موراوپلارنه ترحضرت ابراهیم خلیل الله څخه ټولوعربواوعجموته روښان دی ۰حضرت «ص» لومړنی پیغمبردی چی برسیره پرخپل کتاب اودینی سنت دتاریخ په روښانو اوزرینوپاڼوکی ډیراوچت اولوړځای اومقام ګټلی دی۰همدارنګه سربیره دنبوت اورسالت له وظیفی نه دیولوی ښوونکی اولارښودپه حیث نه یوازی دخپل پیروانو لپاره ،بلکی دانسانی نهضت اوترقی دمادی اومعنوی تکامل مخکښ ګام وهونکی اولارپرانیستونکی مثال او سمبول هم ګڼل کیږی ۰یعنی په حقیقت کی نننی بشری نهضت اوپرمختګ (که نړیوال اعتراف وکړی یا نی )دهغه «ص» له علمی ،آداری اوسیاسی تدبیراونهضت له روح څخه سرچینه اخیستی دی۰ پرته له شکه آنحضرت «ص» یورښتین سټرسیاست پوه ، متفکر،اوفاضل شخصیت و۰
دبشری نجات دلاری سټرلارښود پیامبر«ص» هغه مها ل دنیاته راغی ،چه ناپوهی اوخرافات خپل څادرغوړولی وو.انسا نی عاطفی اوژوند خپل ځای دښمنی، ظلم اوبی عدالتی ته پریښی و۰همدا رازبربریت ،ناروا او بدمرغی حکومت چلاوله . دمظلوم، محکوم اوبیوزلوخلکووینی په ناحقه توییدلی . ظلم اوتیری ، بی انصافی اوعداوت خپل اوج ته رسیدلی و ، خلکو نه لارورکه شوی وو،اودجهل ، ګمراهی اوناپوهی داسی کنډی ته غورځیدلی وچی له دی کنډی نه دنجات اووتلوخبره دبشری عقل نه لری ښکاریده۰
له بلی خوانه دابلیس اوابلیس صفتانو بازارډیرتودو،اوخلکو داسی ترسلطی اوتاثیرلاندی نیولی و، چی شراب ، قماروهل، زنا، دخلکوپرمال،ڼاموس اوعزت باندی تیری اوتجاوزاوژوندی ترخاوری لاندی کول اوداسی نورفجایعودعادی ورځنی رواجونه اودمستکبرانواوجبارانودسرګرمی اومصروفیتونو څخه شمیرل کیدل۰دزمان په تیریدوانسان اوانسانیت له اصلی وا ټن اولاره منحرف اوانسانی روح نارامه کیدل