وروستي:

د محمد صلی الله علیه وسلم په ننګ درېدلې مېرمن به محاکمه شي

  په ۲۰۰۹ کال کې يو سويډني انځورګر غوښتل څو په خپله انځورګرۍ ګې د اسلام د سپيڅلي پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سپکاوی وکړي.

تر دې کړنې وروسته د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې غبرګونونه ډول ډول و خو په امريکې کې يوې مېرمنې په ياد خبريال بريد وکړ.

له هغه وخت څخه تر اوسه پورې مسلمانه مېرمن کولين لاروز په زندان کې ده او   به د امريکې د پنسلوانيا ايالت محکومه مېرمن (کولين لاروز) محاکمه کړي.

نوموړې چې د امريکې مسلمانه تبعه ده، په ۲۰۰۹ کال کې پر يو سويډني انځورګر باندې په بريد تورنه ده.

د راپورنو له مخې مېرمن کولين هغه مهال پر وژنې تورنه شوه چې ياد سويډني انځورګر غوښتل په خپل انځور کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوی وکړي.

په همدې لړ کې د يادې محکمې څارنوال نوموړې ته د اوږد مهاله بند غوښتنه کړې. امريکا چې په ټوله نړۍ کې ځان بشرپالنې ته ژمن بولي تل يې په اسلامي نړۍ کې يو اړخيز قضاوت کړی دی چې دې يو اړخيز قضاوت يې يو  په اسلامي نړۍ کې دامريکې پر ضد کرکه هم ډېره کړې.

افغان ځواک څخه په مننې