وروستي:

د اړتيا پر مهال په قرآن ولاړ ډوډۍ راخیستل

استفتاء

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زمونږ د مکتب معلم یوه ورځ په صنف کې داسې وویل :که یو ماشوم وږی وي،د مرګ خطره یې وي او ډوډۍ په اوچت ځای کې پرته وي، کومه وسیله هم نه وي چې ډوډۍ راواخیستل شي،نو که هلته قرآن مجیدونه او یا دیني کتابونه وي،نو سړی کولای شي چې په قرآن کریم او دیني کتابونو وخیژي او هغه ډوډۍ ماشوم ته راواخلي او ماشوم له مرګ څخه وژغوري،آیا داسې کول روادي؟

بله دا چې آیا د داسې تورو په ویلو سره یو سړی کافر کیږي او که نه یوازې ګناه ګار کیږي ؟

عبدالرحمن،پغمان

الجواب

حامدا و مصلیا

ستاسې استاد سم ویلي دي؛ خو په دې شرط چې له دې ډوډۍ پرته د خوارک نور څه نه وي او ماشوم په داسې لوږې اخته وي،که څه ونه خوري نو مړ کیږي او پرته له دې د ډوډۍ د اخیستلوکومه بله لار نه وي چې قران یا دیني کتابونه لاندې کیږدي او پرې وخیژي نو بیا داسې کول کومه ګناه او کفر نه دی خو داسې ډیر کم پیښیږي.

1-قال الله تعالى في سورة المائدة،آية 32

مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا .

2-وفي تفسير القرآن العظيم 2/526-527 ط :دار الكتاب العربي

وقال مجاهد -في رواية-: { وَمَنْ أَحْيَاهَا } أي : أنجاها من غَرق أو حَرق أو هَلكة ………..وقال الإمام أحمد: حدثنا حسن، حدثنا ابن لَهِيعَة، حدثنا حُيَي (1) بن عبد الله، عن أبي عبد الرحمن الحُبُلي، عن عبد الله بن عمرو قال: جاء حمزة بن عبد المطلب إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله، اجعلني على شيء أعيش به. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “يا حمزة، نفس تحييها أحب إليك أم نفس تميتها؟” قال: بل نفس أحييها: قال: “عليك بنفسك” .

3-وفي روح المعاني 6/394 ط :دار إحياء التراث العربي

{ ومن أحياها } أي تسبب لبقاء نفس واحدة موصوفة بعدم ما ذكر من القتل والفساد إما بنهي قاتلها عن قتلها . أو استنقاذها من سائر أسباب الهلكة بوجه من الوجوه .

4-وفي الدر المختار مع رد المحتار 1/131 ط :حنفية كويته

تنبيه: سئل بعض الشافعية عمن اضطر إلى مأكول ولا يتوصل إليه إلا بوضع المصحف تحت رجله.

فأجاب : الظاهر الجواز، لان حفظ الروح مقدم ولو من غير الآدمي، ولذا لو أشرفت سفينة على الغرق واحتيج إلى الالقاء ألقي المصحف حفظا للروح، والضرورة تمنع كونه امتهانا، كما لو اضطر إلى السجود لصنم حفظا لروحه .

5-وفي الهندية 5/398 ط :دار الكتب العلمية

رجل وضع رجله على المصحف إن كان على وجه الاستخفاف يكفر وإلا فلا كذا في الذخيرة .

والله سبحانه وتعالى أعلم بالصواب

كتبه :عبد الرؤف قاسمي

18 ذو القعدة 1434

الجواب صحیح

مفتي عبدالحق حقاني