توحید – څلورمه برخه
لیکنه: مفتي عبدالحق حقاني
د الوهيت توحيد لنډيز
د الوهیت توحید لنډیز دا دی چې بنده دنورو له عبادت، مینې، وېرې، او اطاعت څخه یوازې دالله جل جلاله په عبادت، مینې، وېرې، او اطاعت بسنه وکړي او الله جل جلاله سره په اراده کې، مینه کې، وېره کې، هیله کې، لوړه کې او نه هم په نذر کې څوک شریک وګرځوي.
۳-د الله جل جلاله د نومونو او صفتونو توحيد (توحیدالاسماء والصفات)
دالله جل جلاله په هغو ټولو نومونو او صفتونو ایمان رواړل چې په قران او صحیح احادیثو کې یې یادونه شوې ده.
هرهغه نوم او صفت چې الله جل جلاله خپل ځان ته کارولی دی یا الله جل جلاله ته محمدصلى الله عليه وسلم په خپلو ویناوو کې کارولی وي، الله جل جلاله ته هماغه نوم اوصفت پرته له تحریف، تمثیل، تعطیل او تکییف څخه ثابتولو ته دنومونو او صفتونو توحید ویل کیږي.
لکه څرنګه چې الله جل جلاله دشوری سورت په یولسم ایت کې وایي وایي: لَيْسَ كَمِثْلِه شَيْءٌ ۚ وَهُوَ السَّمِيْعُ
ژباړه: هیڅ شی هغه ته ورته نه دی او همدی اورېدونکی او لیدونکی دی.
ددې ایت لومړی برخه (لیس کمثله شیئ یعنی هیڅ شی هغه ته ورته نه دی) په تمثیل او تکییف باندې رد دی او دوهم جز یې (وهو السمیع البصیریعنی همدی اورېدونکی او لیدونکی دی) په تعطیل او تحریف باندې رد دی.
دهمدې ایت په استنادعلماء وایي چې پرته له تشبیه څخه په هغه ټولو صفتونوایمان رواړل اړین دي چې الله جل جلاله ځان ته ثابت کړي دي.
امام ابوحنیفة رحمه الله په فقه اکبر کې وایي : له ید ووجه ونفس ذکر تعالی في القران من ذکر الید والوجه و النفس، فهو صفة له بلاکیف.شرح العقیدة الطحاویة ۲۱۹
ژباړه : الله جل جلاله لاس، مخ او ذات لري لکه څرنګه چې په قران کې دلاس، مخ او دذات یادونه شوېده، دا ټول پرته له کیفیت څخه دالله جل جلاله صفتونه دي.
د الله جل جلاله د نومونو او صفتونو توحيد په دوو بنسټونو ولاړ دی
لومړی دا چې دالله جل جلاله ټول نومونه او صفتونه توقیفي دي یعنې له قران او احادیثو څخه ثابت دي؛ نو باید په دغو ټولو نومونو او صفتونو ایمان راوړو او دغه نومونه او صفتونه په انساني نومونو او صفتونو قیاس نشي او نه هم انساني نومونه او صفتونو سره یې تشبیه ورکړل شي.
دوهم دا چې انساني عقل دالله جل جلاله دنومونو اوصفتونو له بشپړه درکولو څخه قاصره دي نو ځکه باید دالله جل جلاله دصفتونو دبشپړه درکولو هیله ونه لرو لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمایي: يَعْلَمُ مَا بَيْنَ اَيْدِيْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيْطُوْنَ بِه عِلْمًا
ژباړه : الله جل جلاله په هغه څه چې بندګانو په مخ کې دي او یا یې ترشا دي په ټولو پوهیږي او خلکو ته دهغه په اړه بشپړه معلومات نشته.
له همدې کبله کله چې امام مالک رحمه الله څخه ددې ایت (الرحمن علی العرش استوی) دتفسیر په اړه پوښتنه وشوه هغه دحیاء او له الله څخه دوېرې له امله خپل سر یوه ګړی ټیټ کړ او بیا یې وفرمایل : الاستواء معلوم، والکیف غیر معقول، والایمان به واجب، والسؤال عنه بدعة.
ژباړه: په عرش باندې دالله جل جلاله استواء معلومه ده، خو کیفیت یې عقل نشي درک کولای، او ایمان پرې واجب دی، او په اړه یې سوال بدعت دی.
دالله جل جلاله دصفتونو په اړه دصحابه وو، تابعینو او اسلافو مذهب دا دی چې هغه نوم اوصفت چې الله جل جلاله ځان ته کارولی دی یا ورته محمدصلى الله عليه وسلم په خپلوویناوو کې کارولی دی په هغه کې دقران او حدیث له مفهوم څخه نه زیاتوالی کوي او نه هم دجهمیه وو او معتزلوو په شان په په کې کوم تاویل کوي، معتزله او جهمیة وایي چې دالله جل جلاله صفت “ید” دنعمت او لورینې په معنی دی او “استواء” دقدرت او غالبېدلو په معنی ده؛ خو اهل سنت علماء وایي: “له ید لاکایدینا” یعنې الله جل جلاله لاس لري، نه زموږ لاسونو په شان، مخ لري نه زموږ مخونو په شان استواء معلومه ده خو کیفیت یې مجهول دی موږ یې په عقل نشو درکولای چې همدا عقیده دصحابه وو، تابعینو او تبع تابعینو او مشهورو امامانو لکه دامام ابوحنیفة ، امام شافعي، امام مالک، امام احمد بن حنبل، امام بخاري، مسلم، ترمذي، نسائي، ابوداؤد، ثوري، ابن عیینة رحمهم الله او د داسې نورو علماوو او دحدیث پوهانو ده.