په افغان ښوونځي کې د کلنيو ازموينو د نتايجو داعلان انځوريز راپور
دوشنبه/مرغومی/۲
د روان ۱۳۹۲ل کال دليندۍ دمياشتې په ۲۸مه نېټه د دپنجشنبې په ورځ د يولړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، دافغان،بنسټ اوافغان ښوونځي دمؤسسينو،زده کوونکيو،دځينو زده کوونکيو واليدينو،څوتنه ،مصريانومېلمنو اواستادانوپه ګډون د کلنيو ازموينو نتايج اعلان شول
دغه لمانځغونډه ،د سهار په نهه بجو يوه مصري قاري لخوا د عظيم الشان قران دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت اود افغان بنسټ او افغان ښوونځي مؤسس مولوي وکيل احمد متوکل په پرانيستې وينا سره پيل شوه.
مولوي وکيل احمد متوکل په سر کې مېلمنو،استادانواوشاګردانوته ښه راغلاست وويل ،بيايې هغه زده کوونکيوته چې د ۱۳۹۲کال په کلنيو ازموينوکې عمومي اولنمره،دوهم اوريم عمومي اولنمره ګانو،د صنفونو په سطحه له اول څخه تر درېمې نمرې اخيستونکيو زده کوونکيوته مبارکي وويله،نورو زده کوونکيوته يې هم په راتلوکي کې دښو چانسونو اولوړو استعدادونو هيله وکړه،ښاغلي متوکل همداراز دافغان ښوونځي استادانو ته په اشارې سره وويل که چېرې استادان خپله دنده په ملي اوديني رسالت او مسؤوليت سره سرته ورسوي او دزده کوونکيوپه روزنه کې له صداقت څخه کار واخلي ،نوپه راتلونکې کې هم زموږ د زده کوونکيو والدين داسې فکر ونکړي چې هغه پيسې يا فيسونه چې دوی يې دخپلو اولادونو د زده کړو په بدل کې دښوونځي ادارې ته ورکوي په اوبوکې اچولي بلکې په پوره ډاډ اولاهڅونې به خپل اولادونه د نورو زده کړو لپاره چمتو کړي، هغه وويل دغه کوچنيان زده کوونکي چې نن ستاسو پر وړاندې ناست دي ،همدوی سبا پلرونه کېږي اولکه څرنګه چې يې والدين هڅه کوي ترڅو خپل دغه اولادونه دعلم او معارف په ګاڼه سنبال کړي همداسې به دوی دخپلو اولادونو د تعلم اوتحصيل په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي ،هغه همدارنګه دمصر دازهرشريف دپوهنتون ،استازيو چې په افغانستان کې دمعارف برخه کې کار کوي څخه هم مننه وکړه چې په دې لمانځغونډه کې يې ګډون وکړ اودايې دافغان ښوونځي لپاره د وياړ ځای وباله چې دغه شان ستر علمي شخصيتونوددوی زده کوونکيوته دتدريس ټټر وهلی په افغان ښوونځي او افغان مدرسه کې زده کوونکوته درس وايي اونن له دوی سره د زده کوونکيو د نمراتو داعلان په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ګډون کوي،مولوي وکيل احمد متوکل په دې اړه هم ګډون کوونکيوته معلومات ورکړل ،چې ولې يې درسي ژبه پښتو ټاکلې،هغه وويل داځکه چې دلته اکثريت اوسېدونکي پښتانه دي ، زمونږ ډېر زده کوونکي هم پښتوژبي دي اوداچې ماشوم مو له بې ځايه وخت تېرولوڅخه ژغورلي وي ښه به داوي چې په هغه ژبه ورته درسي اسانتياوې برابرې کړو چې يادول يې ورته اسانه وي،معنوياتو او اسلامي اخلاقوته يې هم بايد دکورنۍ اوهم دښوونځي لخوا پوره پاملرنه وشي.
يادې غوڼډې ته په افغانستان کې دمصر هېواد دازهرشريف پوهنتون استازيو له جملې څخه يسرالمنصور چې په افغان مدرسه کې دتدريس چارې هم په غاړه لري ګډونوالوته لنډه وينا وکړه، يسرالمنصور چې خبرې يې د افغان بنسټ د علمي څېړنو دمدير مفتي عبدالحق حقاني لخوا ترجمه کېدې، ټولو زده کوونکيو او ګډونوالوته سلام په وړاندې کولو وويل ، دزده کوونکو له والدينو اودافغان ښوونځي له ادارې څخه مننه کوم چې دخپلو اولادونو اوزده کوونکيو د روزنې په برخه کې ډېرې هڅې کوي،هغه وويل داچې نن د جوايزو د وېش او د نمراتو داعلان ورځ ده،دخوښۍ ځای دی ددې معنوي ګټه د استادانو ده ځکه استاد دکال په سر کې نيالګي وکري او ټول کال يې خدمت کوي ،بيا دکال په اخر کې يې دمېوې لپاره انتظار کوي چې خوږه اوګټوره مېوه ترې لاسته راوړی اوهغه ورځ نن ده، د شکر ځای دی چې دافغان ښوونځي استادانو داسې نيالګي کرلي چې ميوه يې خوږه او ګټوره ده چې څرګندونه يې نننی پروګرام کوي.
غونډې ته دافغان ښوونځي دتنکيو زده کوونکيو دترانې ټيم دپوهنې تر عنوان لاندې ترانه وويله او افغان ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکي حميدالله يو شعر هم وړاندې کړ.
په ياد پروګرام کې د افغان ښوونځي د مدير عبدالروف فراهي لخوا هم ګډونوالوته ددې ښوونځي ،ښوونيز نصاب،ژمنيو کورسونو،زده کوونکيو او استادانوته د جوايزو،تقديرنامو اوتحسين نامو په اړه ګډونوالوته معلومات ورکړل شول ،ښاغلي فراهي د افغان ښوونځي دعمومي اولنمره په برخه کې وويل چې د راتلونکي تعليمي کال لپاره به له مکمل فيس څخه معاف وي په همدې ډول دوهم نمره او درېيم نمره به پنځوس او دېرش فيصده تخفيف ولري،همدارنګه به دصنفونو په سطحه له اول نمره څخه تر درېيم نمره پورې تحسين نامې او جايزې ورکړل شي چې دپروګرام په وروستۍ برخه کې ورکړل شوې.
د۱۳۹۲ل کال دکلنيو ازموينوپه پايله کې محمد يوسف دحمدالله ځوی دشپږم ټولګي زده کوونکی دافغان ښوونځي عمومي اولنمره،اسما دبريالي لور عمومي دوهم نمره اوضحاک د احمدفيصل ځوی عمومي درېيم نمره اعلان شول.
په همدې ډول اعلان شويو نتايجوکې ، فريد احمد د محمدهاشم ځوی ددولسم ،عبدالقدير د فهيم الله ځوی د يوولسم، شېر محمد د جان محمد ځوی د لسم،نېکمت الله د نعمت الله ځوی د نهم،حميدالله د محمد يوسف ځوی داتم،جبرائيل د وکيل احمد ځوی د اووم،محمدسراج د کمال الدين ځوی د شپږم (ب)،محمديوسف دحمدالله ځوی دشپږم (الف)،محمد د صبغت الله ځوی د پنځم (ب) ضحاک د احمدفيصل ځوی د پنځم (الف) ضياء الرحمن د عبدالرحمن ځوی د څلورم (ب) محمد ادريس د ضياء الحق ځوی د څلورم (الف)،رياض د عبدالتواب ځوی د درېيم (ج) نذير احمد د ګل محمد ځوی د درېيم (ب) ،شفيع احمد د عبدالواحد ځوی د درېيم (الف) او مصطفی د سلطان محمود ځوی ددوهم الف ټولګي اول نمرګان اعلان او جايزې ورکړل شوې.
په همدې ترتیب په یاد ه لمانځغونډه کې دافغان ښوونځي ځينو استادانوته هم تقدیرنامې ورکړل شوې او ادارې لخوا يې ستاينه وشوه اوپه راتلونکې کې هم ورته په خپلو چارو او تدریس کې د خورا صداقت او رېښتينولۍ دعاوې وکړې.
محمدهاشم شيراني د فريد احمدپلار چې دوه لوڼې يې دافغان ښوونځي د نجونوپه څانګه کې استادانې دي او ځوی يې دافغان ښوونځي دکلنيو ازموينو ورکولو وروسته له يوولسم څخه دولسم ټولګي ته په لومړۍ درجه بريالی شوی و،د ډېرې خوښۍ اظهار کاوه محمد هاشم شيراني افغان بنسټ وېبپاڼې ته وويل زه وياړم چې ځوی مې په يوه داسې ښوونځي کې زده کړې کوي چې واقعاً دعلم اومعارف روښانه کور دی،زه د افغان ښوونځي له مشرتابه څخه دزړه له تله مننه کوم چې ددغې سيمې داوسېدونکيو له فکر اوژبې سره سم يې ورته دزده کړو اسانتياوې برابرې کړې دي،دي وايې چې زه دافغان ښوونځي د والدينو په شوراکې غړيتوب هم لرم،دغه اداره تل کارونه په مشورې سره کوي، ددې ترڅنګ ددې ښوونځي ځانګړنې دادي چې د معارف د ښوونيز نصاب ترڅنګ يې نور عصري اوديني مضامين په خپل درسي چوکاټ کې ځای کړي دي چې دا په اوسني وخت کې دخلکو ډېره لويه اړتيا هم ده،شيراني له هغوپلرونوڅخه چې خپل اولادونوباندې درانه اوشاقه کارونه کوي او له زده کړو څخه يې لرې ساتلي دي،وغوښتل چې خپل په ځان دې سختي راولي خو بچيان دې زده کړو ته وهڅوي.
دافغان ښوونځي يوتن ښوونکي محمدکبير رسولي هم افغان بسنټ وېبپاڼې ته دافغان ښوونځي د ادارې په اړه وويل چې دا يواځينۍ هغه اداره ده چې د ښوونې ترڅنګ يې د زده کوونکيو روزنې ته ډېر پام کړي دي،هېڅ زده کوونکي به داسې ونه موندل شي چې خدای مکړه هغه دې اخلاقي نيمګړتياوې ولري،کله کله په ځينو نورو ښوونځيوکې شاګردان ن پيداکېږي خصوصاً له لسم صنف څخه پورته شاګردان چې هغوی له خپلو استادانوسره ټوکي اوهغه خبرې کوي لکه دخپل کوم همزولي سره يې چې کوي خو الحمدلله دافغان ښوونځي ټول زده کوونکي له دغه ډول نيمګړتياوڅخه پاک دي اودخپلو استادانو ډېر خيال ساتي او احترام يې کوي.
نوموړې لمانځغونډه د غرمې په يوولس بجو د ښاغلي عبدالحق حقاني لخوا ددعايې په لوستلوسره پايته ورسېده.
سلامونه مو ومنی زه عصمت الله په افغان ښونڅی کی په یولسم تولګی کی یم زه خپله په دی افتخار کوم چی په یو داسی اسلامی اوبرمختللی ښونڅی کی درس وایم ددغه بنست تولو کارکونکو ته تل دالله نه داسوال کوم چی الله یی دی په دغه نیکو مقاصدو کی کامیاب او دتل لپاره بریالی کری آمین