محمدي اخلاق – شپږمه برخه
داسلام د منلو لوري ته د پاچاهانو بلل
طبراني د مسور بن مخرمه (رضي الله عنه) نه روايت کړى دى چې وويل : رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپلو اصحابو په منځ کې ودرېد او وې ويل :
ان الله بعثنى رحمته للناس کافه فادوعنى رحمکم الله ..
(( الله (جل جلاله) زه د نړۍ ټولو خلکو ته رحمت رالېږلى يم نو پردې بنسټ زما دعوت نورو ته هم ورسوئ . الله (جل جلاله)دې پر تاسو رحمت وکړي ))
څرنګه چې د عيسى (عليه السلام)حواريونو د هغه سره مخالفت وکړ تاسې له ماسره مخالفت مه کړئ عيسى( عليه السلام) خپل حواريون د هغه شي په لوري رابللي وو کوم چې زه تاسو د هغه په لوري رابولم د هر يوه به يې چې لاره لرې وه ناخوښي به يې ښکاروله عيسى بن مريم (عليه السلام)ددې حالت نه الله (جل جلاله)ته سرټکونه وړاندې کړه کله چې سهار شو هر يو يې د هغه قوم په ژبه خبرې کولې کوم چې د هغه قوم په لوري د ماموريت د سر ته رسولو په موخه ټاکل شوي وو . بيا عيسى (عليه السلام) دوى ته وويل : دا هغه کار دى چې الله د هغه اراده کړې تر څو تاسې هغه سرته ورسوئ نو ددې عمل په پلې کولو کې سستي مکړئ هغه سر ته ورسوئ . اصحابو کرامو(رضي الله عنه)د رسول الله( صلى الله عليه وسلم)په ځواب کې وويل : اې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) موږ دغه دنده ستا له لوري نه سرته رسوو هر چېرته چې غواړې موږ ولېږه پدې توګه رسول الله (صلى الله عليه وسلم)دغه لاندې وګړي د خپلو اصحابو له منځ نه د هغه وخت پاچاهانو او ملکانو ته واستول .
عبدالله بن حذافه (رضي الله عنه) د فارس د کسرى په لور ([1]) .
سليط بن عمرو (رضي الله عنه) ديمامه د مشر (( هوذ بن علي )) په لور
علا بن حضرمي (رضي الله عنه) د هجر د مشر ( منذر بن ساري ) په لور
عمرو بن العاص(رضي الله عنه) د عمان د پاچاهانو په لور د حيے الکلبي (رضي الله عنه) د روم د قيصر په لور ،
شجاع بن وهب اسدى (رضي الله عنه) دغسان د مشر په لور ،
عمرو بن اميه خمرى (رضي الله عنه) د نجاشي په لور([2]).
مسلم د انس (رضي الله عنه) نه روايت کړى دى چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل رحلت نه مخکې د کسرى قيصر ، نجاشي او هر جبار سرغړونکي ته ليک واستولو په خپلو ليکونو کې يې هغوى د اسلام لوري ته رابللي وو دلته له نجاشي هدف هغه نجاشي ندى کوم چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د هغه غايبانه د جنازې لمونځ ادا کړ ([3]).
د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د استول شويو ليکونو دوه بېلگې
بسم الله الرحمن الرحيم ، من محمد رسول الله الى هرقل عظيم الروم سلام على من اتبع الهدى ، اما بعد فانى ادعوک بدعايه الاسلام ، اسلم تسلم و اسلم يوتک اجرک مرتين و ان توليت فان عليک اثم الاريسين ([4]).
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَقُولُواْ اشْهَدُواْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ( [5])
(( د بښوونکي او خواخوږي الله د استازي محمد له لوري نه د روم ستر هرقل ته سلام دې وي پر هغه چا باندې چې د هدايت نه لاروي کوي امابعد : زه تا د اسلام د داعې په لور رابولم ، اسلام راوړه تر څو په امن کې پاتې شې ، او الله( جل جلاله) دې اجر دوه برابره درکړي که چېرى مخ دې واړولو پر تا باندې بيا د ارييسينو ګناه هم ده )).
علامه ابوالحسن ندوي(رحمه الله) وايي : له ارييسين څخه موخه دلته د مصري (( اريوس )) لارويان دي چې د مسيحي دين په اصلاح او تبليغ کې ډېر ستر تاريخ لري ([6]) .
دفارس پاچا کسرى ته د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ليک
بسم الله الرحمن الرحيم من محمد رسول الله (صلى الله عليه وسلم)الى کسرى عظيم فارس ! سلام على من تبع الهدى و امن بالله ورسوله ، و شهد ان لا اله الا الله و انى رسول الله الى الناس کافه لينذر من کان حيا اسلم تسلم فان ابيت عليک اثم المجوس ([7]).
(( د بښوونکي او مهربان الله (ج)په نامه د محمد له لوري نه د فارس مشر کسرى ته سلام دې وي پر هغه چاچې د هدايت لاروي کوي او په الله او رسول باندې يې ايمان راوړي او پدې شهادت ورکړي چې بې له واحد او لاشريک الله (جل جلاله)نه بل الله وجود نلري او محمد(صلى الله عليه وسلم) د هغه رسول او بنده دى . زه تاته د الله (جل جلاله)په لوري دعوت درکوم ځکه زه بې له شک نه د الله (ج) رسول د نړۍ د ټولو خلکو لپاره يم تر څو هغه خلک د الله (جل جلاله) له عذاب نه وويروم چې ژوندي دي او پر کافرانو الزام ثابت شي که اسلام ومنې په امن او سلامتيا کې پاتې کېږې که چېرې مخ دې واړولو نو پر تا باندې د اور لمانځونکو ګناه ده )).
درسونه:
١_د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دعوتي تګلاره دغه امر موږ ته په ګوته کوي چې د حکومتي چارواکو دعوت د اسلام په لوري يو واجب عمل دى د اسلامي دولت مشر بايد د کفري حکومتونو مشران د اسلام منلو په لوري راوبولي .
٢_ موږ وينو چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ټول استول شوي ليکونه په بسم الله الرحمن الرحيم باندې پيل شويدي او بسم الله ……. د الله (جل جلاله) د کتاب يو آيت دى نو د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پر تګلارې باندې د اقتدا پر بنسټ د هر ليک او کتاب پيل په بسم الله الرحمن الرحيم باندې مستحب عمل دى ولو که دغه ليک کفارو ته هم متوجې وي .
٣_لدېنه دا امر هم جوتېږي چې دا کار جواز لري چې کفار د قرآن شريف يوآيت يا څو آيتونه قرائت کړي ځکه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل ليک په پيل کې بسم الله الرحمن الرحيم ليکلې وه .
٤_د کفري نړۍ واکمنانو ته د مسلمانو سفيرانو د لېږلو مشروعيت .
٥_کفارو ته ددين او دنيا په چارو کې د ليک استولو مشروعيت .
٦_هر کله چې موږ کوم ليک چاته استوو لازم دي چې د مرسل او مرسل اليه نوم په واضحه توګه وليکل شي .
٧_کفارو ته د السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته د نه ليکلو امر ځکه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خپلو ليکونو کې يوه چارواکې ته هم د السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته لفظ ندى کارولى بلکې يوازې پدې جمله يې اکتفاء کړېده السلام على من تبع الهدى .
٨_د ليک په پاې کې مهر ( ټاپه ) لګول ځکه رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ټول استول شوي ليکونه په خپل ځانګړي مهر باندې ټاپه کړي وو . د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مُهر له درېيو کلمو څخه عبارت ؤ چې پکې پدې ډول نقش شوي وو.
الله
رسول(8)
محمد
٩_د کفارو د هديې ( تحفې ) د اخيستلو جواز ، د مصر حاکم المقوقس د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)استازي حاطب بن ابي بُلتعه(رضي الله عنه) ته ځينې تحفې ورکړې چې عبارت وې له دوو وينځو او يوې چپنې او قچرې څخه رسول الله (صلى الله عليه وسلم)له دغه استول شويو تحفو څخه يوازې ماريه قبطي واخيستله او بس .
١٠ _د اسلامي دولت بهرنى سياست بايد په شجاعت او مېړانې سره ولاړ وي ، د هېڅ زبر ځواک څخه ونه ويرېږي او د اسلام دعوت بايد ټولو نړيوالو ته ورسوي .
١١_ اسلامي دولت بايد ددعوتي سفيرانو په لېږلو سره خپل موقف او قوت په بهرنۍ نړۍ کې پياوړى کړي .
١٢_ پدې امر سره د کفري هېوادونو دريځ د اسلامي نړۍ پر وړاندې په ښه توګه جوتېږي څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د پاچاهانو او اميرانو دريځ بربنډ کړ .
[1] _ ډاکټر محمد عقيلي [ السفارات النبويے ] چاپځاى دار احيا العلوم ( بيروت لبنان ) د چاپ کال ١٤٠٦ هـ س ، لومړى چاپ (١٥) مخ او همدا رنګه د ډاکټر عبدالله حارب المهيرى [ العلاقات الخارجيے للدولة الاسلاميے ] کتاب (١١٢ مخ ) د دار الرساله ( بيروت- لبنان ) چاپ ، لومړى چاپ ( ١٤١٦ هـ س ) کال .
[2] _ تاريخ الطبري دويم ټوک ٦٢٥ مخ ، البدايے والنهايے پنځم ټوک ٣٤٠ مخ .
[3] _ مسلم ، ١٧٧٤ ، ترمذى ٢٧١٦
[4] _ مسلم ١٧٧٣
[5] – آل عمران: ٦٤
[6] _ ابوالحسن الندوي [ السير يے النبويے ] چاپځاى دار الشروق ( قاهره مصر ) د چاپ کال ١٤٠٨ هجري سپوږميز کال ، د چاپ نوبت اتم چاپ ٣٠٤ مخ .
[7] _ ابوالحسن الندوي [ السير يے النبويے ] چاپځاى دار الشروق ( قاهره مصر ) د چاپ کال ١٤٠٨ هجري سپوږميز کال ، د چاپ نوبت اتم چاپ ٣٠٤ مخ .
[8]_ ډاکټر محمد الصلابي ، [ السيرة النبيويے ] چاپځاى دار المعرفے [ بيروت – لبنان ] د چاپ کال (١٤٢٥ هـ س ) لومړى چاپ ( ٧٢٠ ) مخ .