وروستي:

د افغان ښوونځي کلنۍ ازموينې پای ته ورسېدې

 په کابل کې دافغان ښوونځي،دهلکانو او نجونوپه څانګوکې د۱۳۹۲ل کال کلنۍ ازموينې چې د لړم په ۲۵مه  پيل شوې وې د ليندۍ دمياشتې په ۲۱مه نېټه پای ته ورسېدې.

دافغان ښوونځي مدير مفتي عبدالروف فراهي افغان بنسټ وېبپاڼې ته وويل   په ازموينو کې  ټولو  زده کوونکو ګډون کړی وو، هغه زياته کړه چې تېر کال يې څو تنه ناسوب او محروم زده کونکي لرل؛ خو سږکال د زده کوونکو ناسوبتیا بېخي کمه شوې، نو تمه ده چې د ناکامانو په شمېره کې به هم  کمی راشي، ده وويل چې ازموينې په ډېره ارامه فضاکې ترسره شوې، د هر ممتحن ښوونکي لپاره د ادارې لخوا مميز ټاکل شوی و، چې د ازموينې د اخیستو پر مهال ورسره مرسته وکړي. د افغان بنسټ د ښوونیزو چارو د څار کومېټې پرته د پوهنې وزارت اړوند ښوونیزې حوزې لخوا هم استازي راتلل او د ازموینې چاپېریال یې څاره.

ښاغلي فراهي په خپلو خبروکې وويل افغان ښوونځی  دافغان بنسټ په جوړښت کې يوه ښوونیزه او روزنيزه  اداره ده، چې له نورو خصوصي او دولتي ښوونځيو سره په  په ډېر مثبت تفاوت دښه تدريس کولو او ښوونیز ډګر د  قطار په سر  کې ځای لري.

دا ښوونځی  په ښوونيز نصاب کې د پوهنې وزارت لخوا د ټاکل شوو مضامينو ترڅنګ نور تقويتي مضامين چې د افغان بنسټ د علمي څېړنو د نصاب د څانګې لخوا برابر شوي هم تدريسوي،۶۵۰ زده کوونکي لري چې ۲۵۰يې نجونې ۴۰۰نور يې هلکان  دي، چې د شل تنو ښځينه اوپنځه ويشت تنو نارينه ښوونکو لخواچې ټول مسلکي او د لوړو زده کړو درلودونکي دي، درس ورکول کېږي.

 افغان ښوونځی  چې دهلکانو لپاره په کې بېله او د نجونو لپاره بېله وداني لري، د  زده کړو لپاره يې ارام چاپیریال مساعد او نورې اسانتياوې لري .

د ياد ښوونځي ټول زده کوونکي نېک اخلاق او ښه ذکاوت لري، په ټولو هغو کمالونو اومهارتونو چې بايد يو زده کوونکی يې ولري سنبال  دي، تر دې مه چې دغو زده کوونکو د هېواد په کچه په کومو سيالوکې ګډون کړی دی په ټولوکې يې له نېکه مرغه بريا په نصيب شوې  ،محمدحنيف الهام چې په افغان ښوونځي کې د ښوونکي دنده لري، افغان بنسټ وېبپاڼې ته  وويل، زموږ زده کوونکي له نورو ښوونځيوسره له هر پلوه لوی توپير لري، الهام وويل  چې موږ  هر وخت په نورو ښوونځيو کې د زده کوونکيو له خوا په خپل ومنځونو کې او يا هم له  ښوونکو سره له شخړو او يو بل له ګواښلو خبرېږو؛ خو الحمد الله زموږ په ښوونځي کې هېڅ زده کوونکي له خپل درس څخه پرته  په بل څه کار نلري.

هغه زياته کړه، موږ دهغو زده کوونکو لپاره چې وړتيايې کمه ده او په اسانه خپل ذهن ته څه نشي سپارلي د تدريس ځانګړی  ميتود لرو، چې په عملي کولو سره يې نوموړی زده کوونکظ په ښه ډول درس او ورسپارل شوې کورنۍ دنده سرته ورسوي.DSC03784

ددې ښوونځي يوه زده کوونکي قاري نېکمت الله چې د افغان بنسټ اړوند د ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم په درالایتام کې اوسېږي، هم د ښوونځي له ادارې، ښوونکو، ښوونیز ميتود، ټولګيوالو اوهمزولو څخه خوښي وښوده ده، هغه وويل (زموږ ښوونکي موږ ته په داسې مهارت درس وايي څنګه چې يې موږ  ښه او په اسانه يادولای شو) ، نېکمت الله زياتوي  (دا چې الحمدالله  موږ مسلمانان يو او په يوه  اسلامي هېواد کې ژوند کوو؛  نو اړينه ده چې موږ دخپل دين اواسلام په اړه کافي معلومات ولرو، افغان ښوونځي کې دې اصل ته هم ډېر پام کېږی  او په ډېره ښه توګه دمسلکي استادانو لخوا  په ديني او هم په عصري برخه کې لوست راکول کېږي.) دی وايي (زه اوس تر ډېره بريده په عربي هم  خبرې کولای شم او ترڅنګ يې د قران حافظ هم يم.)

يو بل زده کوونکي حميد الله چې هغه هم د افغان بنسټ اړوند د ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم په درالایتام کې اوسېږي، د خپل ټولګي اول نمره هم  دی،  په افغان ښوونځي کې له خپل درسي چاپېريال څخه ډېر خوښ او  راضي ښکاري، هغه  وايي  (کله چې زه د نورو  ښوونځيو له زده کوونکو سره مخ شم او د  ازموينو په اړه ورڅخه پوښتنه کوم؛ نو ډېره تکيه يې په نقل  وي خو په افغان ښوونځي کي بيا داسې نه ده، دلته ښوونکي لوست ورکوي وايي خو هماغه شان يې بیا زده غواړي،نو په همدې خاطر نه زده کوونکی د نقل کولو هڅه نه کوي او نه ښوونکی دا موقع ورکوي،حميدالله دښه درس ويلو  او کوښښ کولو پایله د  لوړو زده کړو  لپاره مثبته بولي او وايي چې دا بيا په کانکور کې هم له زده کوونکي  سره ډېره مرسته کوي، نو د افغان ښوونځي ډېر زده کوونکی په سمه توګه درس وايي او همدا  دليل دی  چې ښوونکي مو هم ټول له موږ څخه خوښ دي او د دوستۍ په فضاکې راسره چلند کوي.)DSC03787

1 څرګندونه on د افغان ښوونځي کلنۍ ازموينې پای ته ورسېدې

  1. عصمت الله صديقي // December 25, 2013 at 8:40 pm //

    سلامونه مو ومنی ګرانو دوستانو زه هم دافغان ښونڅی دیولسم تولګی زده کونکی یم لکه ځرنګه چی زموږ ګرن دوست ویلی چی موږ ته دیر ښه درس راکوی او پیاوړی اوستادان مو دی ریښتیا خبره ده زمو سره اوستادان دیر کوښښ کوی تر ځو خپل درسونه په سمه توګه زده کرو او په کوم درس کی که مشکل ولرو زموږ لپاره یی ځو ځو څله تکرار کوی تر ځو یی ښه زده کړو او مدیر صاحب معاون صاحب اداری مدیر صاحب سرمعلم صاحب او استادان زموړ سره دیر ښه چلند کوی او زموړ لپاره یی دښه درس زمینه مساعده کړی ده
    او زه دفغان ښونڅی له تولو محترمو مدیرصاحبانو ښونکو اوکارکونکو ځخه دیره زیاته مننه کوم الله یی دی دتل لپاره کامیاب او بریالی لری
    له تاسوځخه هم مننه

Comments are closed.