وروستي:

د لوى اختر او قربانۍ فضائل او مسائل – څلورمه برخه

ليکنه: مفتي عبدالرؤف

هغه څاروي چې قرباني کول يې غوره دي:

  1. غوره دا دي چې د قربانۍ څاروى ښه چاغ، ښايسته او غټ وي.
  2. د خصي څاروي قرباني کول روا بلکې غوره هم ده.(1)

هغه څاروي چې قرباني کول يې روا دي خو غوره نه دي:

  1. هغه څاروى چې د پيدايښت له ورځې څخه يې ښکر نه وي، او يا يې ښکر وي خو له بېخه مات شوى نه وي،قرباني يې صحيح ده، او که له بېخه مات شوى وي بيا يې قرباني نه کېږي.
  2. د لېوني څاروي قرباني روا ده، خو غوره نه ده.(2)
  3. د ډېر عمر لرونکي او شنډ څاروي قرباني صحيح کېږي، خو غوره نه ده.(3)
  4. د پوستکي ناروغي )خارښت( لرونکي څاروي قرباني کېږي، په دې شرط چې اثر يې و غوښې ته نه وي رسېدلى او که يې اثر و غوښې ته رسېدلى وي، بيا يې قرباني نه صحيح کېږي.(4)
  5. د بلارب يا کوچني بچي لرونکي څاروي، قرباني کول يې روا ده، خو غوره نه ده.(5)

هغه عيب لرونکي څاروي چي دقربانۍ وړ نه دي:

1-    هغه څاروى چې يو يا دوه ښکرونه يې له بېخه وتلي وي.(6)

2-    هغه پسه چې لم يې د پيداښت له وخته نه وي.

3-   د وزې يا مېږې چې يو تى يا دواړه يې پرې شوي، وچ شوي او يا داسې عيبجن وي چې د رودلو وړ نه وي؛ قرباني کول يې صحت نه لري.

4-    دغوا يا اوښې چې دوه يا درې تي پرې يا وچ شوي وي او يا هم د رودلو وړ نه وي؛ قرباني کول يې صحت نه لري.

5-    ړوند يا کوڼ څاروى چې کوڼوالى يې څرګند وي.

6-    داسې ګوډ چې د حلالولو ځاى ته پخپله نه شي تللاى.

7-   د داسې څاروي چې د پيدايښت له وخته يې غوږونه نه وي، قرباني يې صحت نه لري؛ که غوږونه يې وه خو واړه وه، قرباني کول يې روا دي.

8-    هغه څاروى چې د يوه غړي لکه غوږ، لکۍ او يا پزې تر درېيمې برخې ډېره حصه پرې شوې وي؛ قرباني کول يې روا نه دي.

9-    د بې غاښو او هغه حيوان حلالول چې ډېر غاښونه يې لوېدلي وي، او خوراک نشي پرې کولاى قرباني يې صحت نه لري.

10-داسې ډنګر څاروى چې په هډوکو کې يې ماغذه نه وي، قرباني يې نه صحيح کېږي.

11-د نرښځي څاروي قرباني کول صحت نه لري، ځکه چې غوښه نه پخيږي. (7)

په قرباني کې دګډون مسئلې:

  1. په لوى څاروي کې اووه کسان ګډون کولاى شي، خو شرط دا دى  چې د هر يوه برخه به د څاروي تر اوومې حصې کمه نه وي، نو که ګډون کوونکي اووه کسان وي، ځينو لږ او ځينو ډېرې پيسې ورکړې وي، او غوښه هم د پيسو په اندازه ووېشي، د ټولو قرباني نه صحيح کېږي ځکه د ځينو برخه تر اوومې کمېږي.(8)
  2. که په لوى څاروي کې تر اووه کسانو زيات ګډون وکړي نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(9)
  3. غوره طريقه دا ده چې د څاروي تر اخيستلو مخکې شريکان وموندل شي، که څوک څاروى واخلي او نېت يې دا وي چې يوه يا دوې برخې يې زما دي او په نورو برخو کې خلک راشريکوم نو دا صورت هم صحيح دى.(10)
  4. 11.    که د چا د اخيستلو پر مهال د شريکولو نېت نه وي کړى، نو بيا دې ته کتل کېږي، چې اخيستونکى شتمن دى که غريب، که شتمن وي نو بل څوک له ځان سره شريکولاى شي او که غريب وي بيا نو بل څوک نه شي شريکولاى، خو که څوک شريک کړي قرباني يې صحيح کېږي، البته پر غريب باندې د هغو ټولو برخو چې خلکو ته يې ورکړې تاوان لازمېږي، نو که د قربانۍ ورځې پاتې وي، د هغو برخو قرباني به کوي، که د قربانۍ ورځې تېرې وي، بيا دي د هغو برخو بيه پر مسکينانو ووېشي.(12)
  5. که په ګډون کوونکو کې د  يوه کس نېت يوازې د غوښو خوړل و او د قربانۍ نه وو، نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(13)
  6. که اووه کسانو ګډون وکړ يو لوى څاروى يې د قربانۍ لپاره واخيست، تر قربانۍ کولو مخکې يو شريک وفات شو، نو که د وفات شوي کس وارثانو د قربانۍ کولو اجازه ورکړه د ټولو قرباني صحيح ده او که د وارثانو له اجازې پرته قرباني وشي نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(14)
  7. که په شريکانو کې د يوه مال حرام و، لکه د رشوت يا سود پيسې نو د ټولو قرباني نه صحيح کېږي.(15)
  8. که د ګډونوالو نېتونه بېلابېل جهتونه ولري خو نېت د ټولو د ثواب وي لکه نفل قرباني، واجب قرباني، عقيقه، مسنونه وليمه نو د ټولو شريکانو قرباني صحيح کېږي.(16)

په قربانۍ کې نيابت:

په قربانۍ کې نيابت صحيح کېږي، که يو کس په يوه هېواد يا ښار کې وي؛ بل چا ته په بل هېواد کې د قربانۍ اجازه وکړي چې زما لپاره قرباني وکړه نو قرباني يې صحيح کېږي.(17)

د وفات شوي کس لپاره قرباني کول:

  1. د وفات شوي کس لپاره  قرباني کول روا دي، او وفات شوي شخص ته يې ثواب رسېږي.
  2. عن حنش قال  : رأيت عليا رضي الله عنه يضحي بكبشين فقلت له ما هذا ؟ فقال إن رسول الله صلى الله عليه و سلم أوصاني أن أضحي عنه فأنا أضحي عنه .(18)

ژباړه: حضرت حنش وايي ما حضرت علي رضي الله عنه وليد چې دوه پسونه يې قرباني کول، ما ورته وويل: دا دوه پسونه ولې قرباني کوې؟، ده راته وويل: ما ته پېغمبر صلى الله عليه وسلم وصيت کړى و، نو دا يوه زما خپل قرباني ده او دا بله د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې قرباني کوم.(19)

  1. قرباني د رسول الله صلى الله عليه وسلم ، مور، پلار، استاذ او نورو خپلوانو له لورې هم کېداى شي.
  2. که دوه وړونه سره شريک شي يو لوى څاروى واخلي، درې درې برخې د ځان لپاره او يوه برخه مشترکه د پلار له لورې قرباني کړي نو د پلار له لورې قرباني يې نه صحيح کېږي ځکه چې په لوى څاروي کې چې څومره کسان شريکان وي هغومره حصې شمېرل کېږي، دوى دوه نفره وه نو ټول قرباني شول، څاروى دوې حصې کېږي.(2)

د قربانۍ غوښه :

  1. قرباني که د وصيت وي، نو قرباني کوونکى او د هغه اصول )پلار نېکه( فروع )زوى، لمسى( او شتمن يې غوښه نه شي خوړلاى، بلکې پر مسکينانو باندې وېشل يې ضروري دي.(20)
  2. د قربانۍ غوښې خرڅول يا قصاب او مزدور ته يې په مزدورۍ کې ورکول روا نه دي.(21)
  3. که د قربانۍ د غوښو تر وېشلو مخکې د ټولو شريکان په خوښه چا ته ورکړل شي. (22)
  4. که شريکان په يوه کور کې ګډ اوسېدل بيا د غوښې وېش ضروري نه دى. (23)
  5. که قرباني د څو کسانو شريکه وه ، غوښه يې بايد په تله باندې وويشل شي ، اټکل وېش يې روا نه دى. (24)

د قربانۍ د غوښې د وېش مستحبه طريقه:

د قربانۍ په غوښو کې مستحبه طريقه دا ده چې درې برخې شي:

1-    يوه برخه دي ځان ته واخلي.

2-    دويمه برخه دي پر ګاونډيانو او دوستانو ووېشي.

3-    درېيمه برخه دي پر مسکينانو يا غريبانو ووېشل شي.

که د چا ماشومان ډېر وي او دى غريب وي ، ټوله غوښه ځان ته اخيستلاى شي . د قربانۍ غوښه خرڅول حرام دي ، قصاب ته د قربانۍ څرمن په مزدورۍ کې ورکول روا نه ده ، قصاب ته دي د قربانۍ د غوښې او څرمنې پرته روپۍ په مزدورۍ کې ورکړي . (25)

د قربانۍ څرمن (پوست):

د قرباني څرمن پخول )الويل يعنې وېښتيان يې په اور سوزول( او بيا يې خوړل روا دي،(26)

که څوک د قربانۍ د څرمنې څخه ځان ته مسله )جاى نماز( يا بل شى جوړ کړي څه پروا نه لري ، او که څوک د قربانۍ څرمن خرڅه کړي پېسې دي صدقه کړي ، په شخصي کارونو کې دقربانۍ پېسې لګول روا نه دي ، ځکه چې د قربانۍ د څرمنې پيسې صدقه کول واجب دي، لنډه دا چې د قربانۍ څرمن بايد په دې نېت خرڅه شي چې پېسې يې صدقه کړي .

امام او يا مؤذن ته په تنخوا کې د قربانۍ څرمن ورکول روا نه ده، د قربانۍ د څرمنې د لګښت لپاره غوره ځاى مدرسه او پوهنيز مرکزونه دي ، ځکه چې دغه د مدرسو او پوهنيزو مرکزونو د چلولو لپاره ستره مالي پانګه جوړوي .

د قربانۍ څرمن د مدرسې ښوونکي او يا خادم ته هم په تنخوا کې ورکول روا نه دي .  (27)


(1) جواهر الفتاوى: 1/ 119

(2) احسن الفتاوى: 8/512

(3) احسن الفتاوى: 8/522

(4)  جواهر الفتاوى: 1/121

(5)  ردمحتار 5/227

(6)  فتاوى هنديه: 5/297

(7) 1-11،  الدرالمخار مع ردالمحتار: 5/227-228

(8)  فتاوى هندية: 5/304

(9)  هندية: کتاب الاضحية، باب الثمانن 5/305

(10)  هندية: کتاب الاضحية، باب الثمانن 5/304

(11)  هندية: کتاب الاضحية، باب الثمانن 5/304

(12)  الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/299

(13)  الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/299

(14)  احسن الفتاوى: 7/506

(15)  الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/229

(16)  هنديه: 5/294

(17)  ابوداؤد: باب استحباب الضحيه رقم الحديث: 2790

(18)  ابوداؤد

(19)  احسن الفتاوى: 7/498

(20)  ردالمحتار: 5/230

(21)   الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/231

(22)   الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/223

(23)   الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/223

(24)   الدرالمختار بهامش ردالمحتار: 5/223

(25)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(26)  احسن الفتاوى: 7/522

(27)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

پاى