وروستي:

ښځينه ښوونکې څخه زده کړې ترلاسه کول

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ،

زه د خوشال بابا د لېسې يو زده کوونکی  يم غواړم ستاسو په مرسته په لاندې پوښتنو کې اسلامي لارښوونې تر لاسه کړم .

۱- ايا ښځينه ښوونکې کولای شي ځوانو نارينه وو ته درس ورکړي که کولای شي نو د ښوونکې لپاره پرده او د خپلو زده کوونکو سره اړيکې ساتل تر کومه بريده بايد وي

۲- د ځوان زده کوونکي لپاره  خپلې ښوونکې ته کتل ، د هغې غږ اورېدل  له هغې سره  خبرې اترې او د اړتياپرمهال له هغې څخه پوښتنې کول څه حکم لري که دا ټول ناروا وي  نو زده کوونکوته څه کول په کاردي

الجواب

حامدا ومصليا ،

دښځينه  ښوونکې نامحرم ځوانانو ته درس ورکول ناروا دي دغه راز د ځوانانو زده کوونکو نامحرمې ښوونکې ته کتل، غږ ېې اورېدل،خبرې اترې ورسره کول او په يوه خونه کې ورسره پاتې کيدل ټولې ناروا کړنې دي چې بايد ځانونه ورڅخه وژغورئ.

اوس مهال چې نارينه ښوونکي شتون لري  او هغوي تاسو ته ددرس درکولو وړتيا هم لري نو په  تاسو باندې لازمه ده چې دښوونځي له مدير سره خپل مشکل شريک کړئ او دښځينه ښوونکې پر ځای ترې دنارينه ښوونکي غوښتنه وکړئ.

۱-لما قال الله تعالی في سورة الاحزاب الاية ۵۹ ( يدنين عليهن من جلابيبهن )

قال ابوبکرالجصاص رحمه الله في احکام القران ۳-۴۸۶-تحت هذه الاية :

قال ابوبکر : في هذه الاية دلالة علی ان المراة الشابة مامورة بستروجهها عن الاجنبيين واظهارالستر والعفاف عند الخروج لا ن لايطمع اهل الريب فيهن .

۲-وفي صحيح لمسلم ۶/۲۸۷ رقم الحديث ۵۶۳۸ ط:البشری.

عن جرير بن عبد الله قال : سالت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن نظر الفجاءة فامرني ان اصرف بصري.

۳-وفي مشکاة المصابيح ۱/۱۲۳ حديث رقم ۸۶ط:البشری

عن ابي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ان الله کتب علی ابن آدم حظه من الزنا،ادرک ذلک لامحالة،فزنا العين النظر ،وزنا اللسان النطق ،والنفس تمنی وتشتهي ،والفرج يصدق ذلک ويکذبه  ( متفق عليه )

۴-وفي مشکاة المصابيح ۳/۱۸۵ حديث رقم ۳۱۱۰ ط:البشری

وعن بريدة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لعلي : يا علي ! لاتتبع النظرة  النظرة ،فان لک الاولی وليست لک الاخرة.( رواه احمد،والترمذي،وابوداود،والدارمي .

۵-وفي الدرالمختار مع ردالمحتار ۲-۹۷-مطلب في ستر العورة ط:دارالمعرفة

( وتمنع ) المراة الشابة ( من کشف الوجه بين رجال ) لا،لانه عورة بل ( لخوف الفتنة ) کمسه وان امن الشهوة،لانه اغلظ،ولذا ثبت به حرمة المصاهرة کما ياتي في الحظر.

۶-وفی البحر الرايق ۸- ۳۵۳-ط:مکتبه رشيديه :

 قال رحمه الله : ( ولاينظر من اشتهی الی وجهها الا الحاکم والشاهد وينظر الطبيب ال موضع مرضها ) والاصل انه لايجوز ان ينظر الی وجه الاجنبية بشهوة لما روينا الا للضرورة اذا تيقن بالشهوة او شک فيها .

۷-وفي الفتاوی الهندية ۵-۴۰۴-کتاب الکراهية  ط:دارالکتب العلمية بېروت:

فقد ذکر في الاستحسان فيما اذا کان الناظر الی الرجل الاجنبي هو المراة وفيما اذا کان الناظر الی المراة الاجنبية  هو الرجل قال : فليجتنب بجهده وهو دليل الحرمة وهو الصحيح في الفصلين جميعا ولاتمس شيا منه اذا کان احدهما شابا في حد الشهوة وان امنا علی انفسهما الشهوة .

سطره: سيف الله ساعي

۱۱/۶/۱۴۳۴

الجواب صحيح

مفتي: عبدالحق حقاني