اسلام او اخلاق – دويمه برخه
ژباړه: مولوي شيرآغا کريمي
ريښتيا او ريښتينولي
الله جل جلاله اسمانونه او ځمکه په حقيقت سربېره په حقه پېداکړي او له خلکو نه يې غوښتې چې ودان يې کړي، او له حق پرته دې هيڅ نه وايي او له حقيقت او حق پرته دې په بل هيڅ شي عمل نه کوي او دا حکم يې دي پېدايښت د بنيسټيزو اصولو د سرليک په توگه ټاکلى.
د بشريت بدمرغې ددې زيږنده ده چې دا څرگنده او ښکاره اصل يې له پامه غورځولى او په بدل کې يې دروغ اوچټې چورتونه په خپلو فکرونواواحساساتو تپلې، چې دا بده پوهنه هغوی له سمې لارې لرې او له هغو حقيقتونو چې بايد د خپل ژوند په هره گړې کې يې ټينگ کړې وای لرې کړي دي.
له همدې کبله په ريښتيا او ريښتينولۍ منگولۍ خښول او د ژوند په ټولو پيښو کې يې پام لرنه د مسلمان د اخلاقو له بنسټيزو او اساسي ستنو او دده چلن او تگلارې نه بدليدونکې او تل پاته رنگ گڼل کيږي.
همدارنگه د اسلامي ټولنې جوړښت او بنسټ ايښودنه هم په حقيقت او حق خپلولو ولاړه او دروغجنې خپرونې د منلو وړ نه گڼې او پدې باوري ده چې يواځې بايد منل شوي او خپل شوي حقيقتونه د ژوند په ټولو اړخونو برلاسي او د باور وړ وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي : {إياکُم وَالظّنُ،فَإنَّ الظَنَّ أکّذَبُ الحَديثَ } (صحيح البخاري،عن ابي هريره رضي الله عنه.) له انگېرنو ځان وژغورئ ځکه انگېرنې تر ټولو دروغجنې خبرې دي.
همدارنگه فرمايي: {د َع ْ مَا يرِيبُکَ إ لي مَا لاَ يريبُکَ فإن َّ الصَّدقَ طَمأ نية وَ الکِذ بَ رِيبَة } ( سنن الترمذي ، عن الحسن بن علي رضي الله عنه). هغه څه چې ته په کې شکمن يې پريږده او هغه څه چې پکې شکمن نه يې ترسره کړه يقينا ًريښتيا او ريښتينولې د ډاډلامل کېږې او دروغ ويل شک او وارخطايي رامنځ ته کوي.
قرآن کريم هغه قومونه چې په چټې چورتونو پسې ځي او خپل ذهن او عقلونه يې په خرافاتوککړ کړې او په دروغو په تکېه کولو يې خپل اوس مهال او راتلونکې د فساد لور ته کشکاږي په له منځه تللو محکوم کړې او د دوی مرگ په داسې توگه اعلانه وي. {اِنْ يَّتَّبِعُوْنَ اِلَّاالظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْاَنْفُسُ ۚوَلَقَدْ جَاۗءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰى } (النجم / 23) هغوی پېروي نه کوي، مگر د خپلو گمانونواو د هغه څه چې د دوی نفسونه يې غواړي په دې سربېره چې هغوی ته د خپل رب له لوري لارښوونه شوې.
اِنْ يَّتَّبِعُوْنَ اِلَّاالظَّنَّ ۚوَاِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِيْ مِنَ الْحَقِّ شَـيْــــًٔا (النجم 28) هغوی په خپلو ويناو هيڅ نه پوهېږي او پېروي نه کوي مگر د خپل گمان او يقيناً ًگمان د حق په پېژندو کې هيڅ گټه نه لري.
د همدې ارزښت او درناوي له مخې چې اسلام د حق او حقيقت په اړه لري هغه کسان چې له حق نه لرې شوي او د دروغو لارې چارې لټوي د ريښتينو مؤمنانو له خط څخه شړي او په کلکه يې غندي.
امانت سـاتنه
اسلام تل له خپلو پيروانو غواړي چې د ويښ او روښانه ضمير لرونکي واوسي او د هغه په رڼا کې د الله جل جلاله او د هغه بندگانو حقوق ترسره او په سرته رسولو کې يې زيار ويستونکي وي، له همدې کبله هغوی ته په ټينگه امر کوي چې امانت ساتونکي واوسي.
په اسلام کې امانت پراخ مفهوم او ډېرې معناوې په ځان کې رانغاړي البته د امانت ساتني د ټولو معناو گټه دې ته راگرځوي چې مسلمان پدې نکته پوه شي چې کوم کار ده ته سپارل شوی د هغه په اړه مسؤل او د الله جل جلاله له پوښتنې سره به مخامخ کيږي لکه په دې مبارک حديث کې چې لولو : (کلکم راع وکلکم مسؤول عن رعيته فالامام راع وهو مسؤول عن رعیته والرجل راع فی اهله وهو مسؤول عن رعيته، والمراة راعية فی بیت زوجها وهی مسؤولة عن رعیتها والخادم راع فی مال سیده وهو مسؤول عن رعیته) (متفق عليه عن عبدالله بن عمررضي الله عنه) (متفق علیه عن عبدالله بن عمر رضي الله عنه). تاسو ټول شپانه (سر پرستان) يي او ټول د خپل رعيت په اړه مسؤل ياستئ، امام شپون ده او هغه د خپل رعيت په اړه مسؤل ده، او نارينه د خپل کور شپون ده او د خپل رعيت د لاس لاندې خلکو په اړه ترې پوښتنه کيږي او ښځه د خپل خاوند په کور کې سرپرسته ده او هغه د خپل رعيت (کور، اولاد، شتمني) په اړه مسؤله ده، خادم د خپل بادار د شتمنۍ سرپرست او نگران دی او د خپل رعيت په اړه مسؤل ده (کوم څه چې هغه ته سپارل شوي.
که څه هم د خلکو عام نظر داده چې امانت ساتنه يوازې د خلکو د امانتونو او سپارل شوو مالونو په ساتنې کې راگير ده البته بايد په پام کې ولرو چې له امانت ساتنې څخه دا برداشت د هغو نورو معناوو له منځه چې دا توري يې لري په وروستۍ درجه کې ځای لري او د الله جل جلاله په دين کې د امانت ساتني مفهوم ډېر پراخ او د ژوند زياتو خواو ته شامليږي او ارزښت يې ترهغه کچې ده چې د اسلام په لومړيو يې به مسلمانانو يو او بل ته د هغه په ساتنه وصيت کاوو او د هغه د ساتنې او حفاظت په اړه به يې له الله جل جلاله څخه مضبوطي او د پښو ټينگښت غوښتنه لکه که به يوکس سفر ته چمتو و؛ نو نورو به ورته داسې دعا کوله : (استودع الله دینک وامانتک وخواتیم عملک) (سنن الترمذي). ستا دين امانت او د کړنو پای دی د الله جل جلاله سره وديعت ږدم.
په يوه بل حديث کې د امانت ساتنې ارزښت داسې په ډاگه شوی.(عن انس رضي الله عنه قال : ما خطبنا رسول الله صلي الله عليه وسلم الا قال : لا ایمان لمن لا امانة له ولادین لمن لا عهد له) (مسنداحمد).
ژباړه : له حضرت انس رضي الله عنه روايت ده فرمايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم به مونږ ته خطبه نه راکوله مگر دا به يې خامخا ويل : څوک امانت ساتنه نه کوي هغه ايمان نه لري او څوک چې پخپله ژمنه وفا نه کوي هغه دين نه لري.
له دې کبله چې د انسان نيکمرغي پدې کې ده چې ځان ددنيا له بدبختی او د اخرت له بد مرغی وژغوري؛ پيغمبر به ددغو دواړو بدمرغيو له لاملونو څخه الله صلي الله عليه وسلم ته داسې پناه وړه. (اللهم انی اعوذبک من الجوع فانه بس الضجیع واعوذبک من الخیانة فانها بئست البطانة) (سنن ابی داود عن ابی هريرةرضي الله عنه). اې پالونکيه تاته له لوږي پناه غواړم ځکه هغه بد همبستر ده او هم تاته له خيانت څخه پناه در وړم ځکه خيانت ډېر بد ملگری او همراز ده.
يقيناً چې لوږه او خيانت ددنيا او اخرت د له منځه تلو لاملونه دي.
د امانت ساتنې د همدې ارزښت له کبله دا صفت د انبياوو له غوره صفتونو څخه ياد شوی.
رسول الله صلى الله عليه وسلم هم له پيغمبر کېدو ړومبی په خلکو کې د امين او صادق په لقبونو ياديده او په همدې ترتيب وينو چې د موسی عليه السلام کړنې کله چې د هغه نيک سړي د لورانو مېږو ته اوبه ورکولې دده له پيرزوينې، درناوي او پاک لمني ډک چين چې له هغوی سره يې وکړ د امانت ساتنې نښې په ښه توگه څرگنده شوې.
(فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ {24} فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ {25} قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ) (القصص ۲۶-۲۴). پس اوبه کړه د موسی عليه السلام رمه، ددغو دواړو، بيا يې شاه وگرځوله (ښځو ته او لاړ) سيوري ته؛ نو وويل اې ربه زما ! بېشکه هرهغه شي ته چې وليږې ته ماته له خير نه فقير (محتاج) يم (۲۴) پس راغله دغه (موسی عليه السلام) ته يوه له دواړو نه چې تگ يې کاوه په (طريقه) د حياء سره؛ نو وويل (دې موسی عليه السلام ته) چې بېشکه پلار زما غواړي تا لپاره ددې چې درکړي تاته اجر حق د اوبو کولو ستا د گډو) موږ ته کله چې رغی (موسی عليه السلام) دغه (شعيب) ته او بيان يې کړه په دغه (شعيب) قصه خپله وويل (شعيب موسی عليه السلام ته) مه ويريږه ! چې نجات دې وموند له قومه ظالمانو د فرعونيانو) نه (۲۵)، وويل يوې له دغو دواړو اې پلاره زما ! مزدور ونيسه دی (د ميږو د څرولو لپاره) بېشکه چې نوره هرهغه چاچې مزدور يې نيسي هغه څوک دی چې قوتناک او امانتگر وي (۲۶).
البته دا پېښه له دې ړومبی رامنځته شوې چې حضرت موسی عليه السلام د پيغمبري پيغام ترلاسه او د فرعون لور ته وليږل شي، او ښکاره ده چې انبيا وو چې د الله جل جلاله له پيغام لرونکي وي د پاک نفسو او ډېرو قدرمنو خلکو له ډلې څخه راچڼ کيږي، له شک پرته هغه شخصيتونه چې د بې وزلی او يواځيتوب له کړاونو سره په اخلاقي غوره توبونو ټينگ او مضبوط ولاړ وي، پياوړي او امانت ساتونکي کسان وي، او د الله جل جلاله او د هغه د بندگانو د حقوقو په ساتنه کې د پښو ټينگښت او استقامت له همداسې پياوړو او مضبوطو شخصيتونو سره لازم وي، چې په سختو او اسانه حالاتو کې د نعمتونو او د بې برخيتوب په مهال کوم بدلون ونه مني چې دا ډول اخلاق پخپله د امانت ساتني اصل او اساسي عنصر گڼل کيږي.
وفـا
کله چې مسلمان کوم تړون وکړي بايد ورته درناوی ولري او کله چې ژمنه وکړي بايد پرې ټينگ شي او د ايمان له غوښتنو څخه داهم ده چې مؤمن انسان کومه خبره چې کوي بايد په هغې ولاړ وي او له هغې سره سم عمل وکړي او پکار ده چې په خلکو کې په دې صفت وپيژندل شي چې خبره يې د باور وړ او تړون يې مضبوط او ټينگ دی، د ماتېدو کومه وېره نشته او په هيڅ صورت د چاپه لومه کې نه را ايساريږي.
لکه چې قسم بايد ترسره شي، همدارنگه ژمنه هم بايد ترسره شي او په مفاد يې وفا وشي؛ خو بايد چې پام مو وي چې ژمنه ترسره کول او د قسم د مفاد لاسته راوړل په دې ټکي پورې تړاو لري چې دا دواړه کارونه د خير کارونه دي او ددين له احکامو سره کوم تضاد ونه لري له دې پرته د نافرمانۍ او گناه په ځايونو کې، په هيڅ ژمنه وفا کول او د هيڅ قسم ترسره کول ناسم کار ده، د اسلام خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي : (من حلف علی یمین فرای غیرها خیراً فیلکفر عن یمینه فلیفعل الذی هو خیر) (صحيح المسلم عن ابی هریرة). چاچې په کوم شي قسم وخوړ او له هغه وروسته يې وليدل چې د هغه مقابل لوری غوره او ښه ده؛ نو بايد د خپل قسم په بدل کې کفاره ورکړي او هغه کار چې غوره ده ترسره کړي.
ددې شرعي اصل په بنا هيچاته ددې اجازه نشته چې د هغه قسم په وفا کولو چې ترسره کول يې گناه وي او ماتول يې غوره وي ټينگار وکړي، لکه چې په دې اړه په يوه بل حديث کې وايو : (لان یلج احدکم فی یمینیه فی اهله اثم له عندالله تعالی من ان یعطی کفارته التی فرض الله علیه) (متفق عليه عن ابی هریرة رضي الله عنه). هغه کس چې د خپلې کورنۍ په اړه يې قسم خوړلی او په هغه ټينگار کوي او پرې ولاړ وي تردې ډېر گناهگار ده چې قسم خپل مات کړي او کومه کفاره چې يې الله ټاکلي هغه ورکړي.
په دې اساس هيڅ ژمنه او تړون له نيکو او غوره ځايونو پرته نه لازميږي؛ خو کله چې انسان د خير او ښو کارونو ژمنه وکړه او تړون يې وکړ پکار ده چې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ د هغه په ترسره کولو کې همت وکاروي او بايد پوه شي چې د ميړانې منطق او الهي هدايت د شک او تردد ځای په دې اړه ورته نه ده پريښودلی.
حضرت انس بن مالک رضي الله عنه روايت کوي چې زما تره انس بن نضر رضي الله عنه د بدر له ميدان څخه ناسوب و، يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل : له هغه لومړي جنگ نه چې ته ورسره په کې له مشرکينو سره مخامخ شوې ناسوب وم، که الله جل جلاله په کومه بله شخړه کې د خپل رسول الله جل جلاله په کتار کې له مشرکينو سره مو مخامخ کړي، هغه مهال به ووينې چې څرگندوم او څرنگه جنگيږم.
کله چې د احد ورځ راورسېده او مسلمان د هغه ماتې له مخې چې ورسره مخامخ شوي و، هر لورې ته خواره شو، ده له ځان سره وويل : اې لويه خدايه! له هغه څه چې دوی (د پيغمبر ملگرو) وکړ بخښنه غواړم او له هغه څه چې هغوی (مشرکينو) وکړ، لاس اخلم او له دې وروسته يې ميدان ته ور ودانگل.
په دې منځ کې ورسره سعد بن معاذرضي الله عنه مخامخ شو، حضرت انس رضي الله عنه ورته وويل : اې سعده ! قسم په الله جل جلاله چې د احد له غره د جنت بوی مې تر سپږمو کيږي، حضرت سعدرضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته هغه قصه وکړه او ويې ويل : اې د الله جل جلاله رسوله ! زه هيڅکله نه توانيږم کوم کار چې هغه ترسره کړ زه يې هم وکړم.
حضرت انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي : کله چې مې هغه په شهيدانو کې وموند په بدن يې د تورې، نېزې او غشې تر اتياو زيات وارونه و، له دې کبله چا ونه پيژانده تردې چې خور يې راغله او هغه يې په خپلو خالونو او يا گوتو وپيژانده، حضرت انس رضي الله عنه فرمايي : چې ما گمان کاوه چې دا آيت دده او دده په څېر د نورو په اړه نازل شوی.(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا) (الاحزاب ۲۳).
ژباړه : له مؤمنانو ډېری داسې کسان و چې کومه ژمنه يې له الله جل جلاله سره کړې وه هغه يې رښتيا کړه او له دې وروسته ځينې يې د خپل تړون پای ته ورسېدل او ځينې يې لا سترگې په لار دي او په خپل تړون کې يې هيڅ کوم بدلون نه ده راوستی.
په ژمنه وفا کول دوو اساسي عنصرونو ته اړتيا لري کله چې دا دوه عنصرونه د انسان په نفس کې ځای په ځای شي او د بشپړتيا درجې ته ورسيږي په هر ډول ژمنه او تړون که هرڅومره ستونزمن هم وي وفا کول اسانه کيږي دا دوه اساسي عنصرونه له قوي يادښت او پياوړي حافظې او په څنگ کې يې له مضبوط او ټينگ عزم څخه عبارت دی، کله چې الله جل جلاله حضرت ادم عليه السلام پيدا کړ له هغه يې کلکه ژمنه واخيستله چې ممنوعه وي ته نژدې نشي؛ خو ادم عليه السلام د لږ وخت له تېريدو سره د ژمنه هېره کړه او په اراده کې يې کمزورتيا راپيدا شوه چې وروسته يې هغه تړون مات کړ الله جل جلاله په دې اړه فرمايي : (وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا) (طه ۱۱۵).
ژباړه : او يقيناً موږ له دې مخکې په حضرت ادم عليه السلام ډېر ټينگار کړی و؛ نو ده هغه هېر کړ او په ده کې مو ټينگه اراده ونه ليده.
که څوک وغواړي چې د مؤمن پر ځانگړنو څه وليکي نو يو بشپړ کتاب هم پرې ليکل کېداى شي؛ خو اوس دلته يوازې د څو ځانگړنو لنډه يادونه وشوه.