وروستي:

اسلام او اخلاق- لومړۍ برخه

ژباړه: مولوي شیرآغا کریمي

د اسلام ستر لارښود رسول الله صلى الله عليه وسلم د نبوت او استازيتوب موخه داسې په گوته کوي (انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق) (الموطا للامام مالک) زه راليږل شوی يم ترڅو اخلاقي ارزښتونه بشپړ کړم.

له پورته حديث نه داسې په ډاگه کېږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم بشري نړۍ د دې ځلانده پيغام په چاپېر د راټولولو په لټه کې و.

هغه څه چې په اسلام کې فرض شوي او د اسلام د بنسټيزو ارکانو په توگه راپېژندل شوي، هيڅ يو يې هم وچ او بې معنی خوځښت نه ده، ترڅو يوازي انسان له ناليدلو پټو شيانو سره تړون ور په برخه کړي او نه هم اسلام هيڅکله بشريت د بې مفهومه کړنو په سرته رسولو مکلف کوي.

بلکې ټول فرضونه چې اسلام په خپلو منوونکو لازم کړي او انسان يې له نورو سره د ښو اخلاقي ارزښتونو په رعايت کولو عادت کړی او داسې يې روزي چې د ژوند په بېلابېلو حالاتو او شرايطو کې په دې ارزښتونو پابند او منگولې خښوونکی وي، او لکه څرنگه چې انسان د بدني روزنې په مشقونو د خپل بدن روغتيا ساتي، يو مسلمان وگړی هم ددې فرضونو او عبادتونو په ترسره کولو خپله معنوي او اخلاقي روغتيا ساتي، او قرآن کريم او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سپيڅلی سنت په څرگند ډول دا موضوع په ډاگه کوي.

الله جل جلاله کله چې د لمانځه په کولو امر کوي د هغه حکمت او بنسټيزه موخه داسې بيانوي (‏وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء‏ ‏وَالْمُنكَرِ) او لمونځ کوه ځکه چې لمونځ له بې حيايې او بدو کړنو ژغورنه کوي.

نو له بدو اخلاقو لرې کېدل او له بدو خبرو او بدو کړنو سپيڅلتيا د لمانځه حقيقت ده. دا مطلب په حديث قدسي کې په ښه څرگنده توگه بيان شوی هغه ځای چې رسول الله صلى الله عليه وسلمفرمايي: (انما اتقبل الصلاة ممن تواضع به لظمتی ولم يستطل علی خلقی ولم يبت مصراً علی معصيتی وقطع النهار فی ذکری ورحم المسکين وابن السبيل ولارملة و رحم المصاب) (مسند البزار عن ابی هريرةرضي الله عنه): الله جل جلاله فرمايي : يقيناً زه د هغه چا لمونځ قبلووم چې په کولو يې زما د سترتوب په مخ کې ټيټ سري وکړي او زما په مخلوق تېری ونه کړي او شپه د گناهونو په کولو سهار نه کړي او ورځ زما په ذکر تېره کړي، په بېوزلو او مسافرو او کونډو پيرزوينه وکړي او په کړيدلو زړه سوی وکړي.

په همدې توگه زکات چې په اسلام کې دويمه عملي بناء ده يواځې او يواځې ټيکس او يواځې مالي ماليه نه ده او پدې معنی نه ده چې يو څه اندازه روپۍ د بډايانو له هميانۍ څخه راوويستل شي او د اړو خلکو په جيب کې وروغورځول شي، بلکې اسلام غواړی له هرڅه دمخه د نرمې او مينې نيالگي د ټولنې د وگړو په زړونو کې وکری.(‏خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ‏ ‏إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ) (التوبه ۱۰۳.) د دوی له شتمنو زکات واخله ترڅو دوی ته سپيڅلتيا وروبښې او دوی برکتمن کړې او دوی ته د خير دعا وکړه.

عن ابی ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمک فی وجه اخيک لک صدقة وامرک بالمعروف ونهيک عن المنکر صدقة وارشادک الرجل فی ارض الضلال لک صدقة وبصرک للرجل الردیء البصر لک صدقة واماطتک الحجر والشوکة والعظم عن الطريق لک صدقة وافراغک من دلوک فی دلو اخيک لک صدقة)(جامع الترمذي) له ابوذر رضي الله عنه نه روايت ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د خپل ورور په مخکې ستا موسکا صدقه ده، په ښو امر کول او له بدو منع کول ستا لپاره صدقه ده، لار ورکي ته لاره ښودل ستا لپاره صدقه ده، ستا لارښودنه هغه کس ته چې ليد يې کم ده (ښه ليد نه لري او يا بصيرت او پوهه نه لري) ستا لپاره صدقه ده، د زيان رسونکو شيانو له اغزي او هډوکي له لارې لرې کول ستا لپاره صدقه ده، له خپلې بوشکي د خپل ورور په بوشکه کې د اوبو تويوول هم صدقه ده (يعنې له هغه سره د څاه په اوبو راويستو کې مرسته کول).

دغه ويناوې چې په ساده ژبه يې د صحرايې ټولنې او هغو خلکو ته چې ژوند يې په دښمنۍ او تيت او پرکۍ کې تېرو ته کړي.

په ښه توگه هغه ارزښناکي او انساني موخې په ډاگه کوي کومې چې د اسلام زيږنده دي او خلک د هغو لوري ته رابولي.

همدارنگه روژه يواځې د انسانانو له خوراک او څښاک نه د بې برخې کولو لپاره نده فرض شوې بلکه د فرضيت موخه او بنسټيزه غوښتنه يې داده ترڅو انساني نفس د صبر پدې بتۍ کې ويلی او له شهوت لمانځني يې پاک کړي او له بې لارې هوسونو او له بې کومې غوښتنو يې د تل پاتې ساتني په لور لارښوونه وکړي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې اړه فرمايي : (عن ابی هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة فی ان يدع طعامه وشرابه) (صحيح البخاري). له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې دروغ ويل او په هغو عمل کول نه پريږدي نو الله جل جلاله ته هيڅ اړتيا ددې نشته چې (هغه روژه نيونکی) خپل خوراک او څښاک پريږدي.

او همدارنگه فرمايلي : (ليس الصيام من لاکل والشرب انما الصيام من اللغو والرفث، فان سابک احد او جهل عليک فقل انی صائم) (صحيح ابن حيان عن ابی هريرةرضي الله عنه). روژه نيول يواځې له خوراک او څښاک نه ځان ساتنه نده بلکې روژه نيول له ځايه خبرو او د بې حيايې له کړنو له ځان ژغورني عبارت ده او که څوک تاته کنځل وکړي او يا د ناپوهۍ له امله په تا تېری وکړي نو ورته ووايه زه روژه لرم.

قرآن کريم د روژه نيولو مېوه او پايله پدې توگه بيانوي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ‏ ‏عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ‏ ‏لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) البقره ۱۸۳.

ژباړه : اې ايمان راوړونکو روژه په تاسو فرض شوي لکه له تاسو په مخکنيو چې هم فرض شوي وه ترڅو پرهېز گاره شئ.

د حج په اړه هم نه ښايي چې داسې گمان وکړو چې يواځې تگ او سفر سپيڅلو ځايونو ته يې اصلي موخه ده او دا ستر عبادت له اخلاقي معناو او ارزښتونو تش دی او د انسان په اخلاقي سپيڅلتيا کومه اغيزه نه لري نه هيڅکله داسې نه ده او دا گمان بې ځايه او له حج نه ناسمه انگيرنه ده او ددې سترې فريضې له ريښتنولې سره هيڅ مطابقت او توافق نه لري ځکه چې باحکمته پالونکی د حج د ستاينې او د هغو کسانو چې په ځان حج لازموي په اړه فرمايي : (‏الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلاَ رَفَثَ‏ ‏وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ‏ ‏يَعْلَمْهُ اللّهُ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ‏ ‏يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ) (البقره ۱۹۷.) د حج وخت ټاکلي مياشتې دي؛ نو هرچا چې په دغو مياشتو کې په ځان حج لازم کړو؛ نو هغه لره له ښځو سره يوځای والی روا نه دی (او بلونکي يې) او نه بدي کړنې او شخړه د حج په وخت کې.

او کومې ښيگڼې چې کوئ الله جل جلاله يې پيژني، او له ځان سره توښه ولرئ او بېشکه چې غوره توښه له خلکو له سوال کولو ځان ژغورنه ده او له مانه وويريږئ، اې د پوهې څښتنانو.

ددغويادو شوو عبادتونو چې د اسلام د بنسټيزو ارکانو په توگه پېژندل شوي له اجمالي او لنډي کتنې نه دا روښانه کېږي چې د اسلامي عبادتونو او اخلاقي ارزښتونو ترمنځ کلکه اړيکه ده.

عبادات که څه هم په خپل چاپيريال او څرنگوالي کې يو له بله توپير لري؛ خو په پای کې د ټولو موخه يوه ده. او د يوې هيلې د پرځای کولو لپاره فرض شوي او هغه ستره موخه هماغه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپله دې باحکمته او جامع خبره کې په ډاگه کړي چې : (انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق).

پدې اساس روژه، لمونځ، زکات، حج او نور کوم فرضونه چې په اسلام کې پرې تاکيد شوی، ټول د هغو وسيلو ځای ناستي دي چې انسان ته د مطلوبي بشپړتيا لارښوونه کوي، او د انسانيت لوړو پوړو ته رسيدل وربښي، او له هغو رزائلو چې د انسانيت له مفهوم سره اړخ نه لگوي د شخصيت د پاکوالي او سپيڅلتيا زمينه ورته برابروي.

ترڅو پدې ترتيب د انسان ژوند له سرغړونې او د بدمرغيو په تورو خټو کې له لويدو خلاص او د لوړتيا او غوره توب په لور لاروی شي.

له هغه څه چې ومو ويل په ښه توگه ترې څرگنديږي چې اسلام د ښو خويونو او د غوره اخلاقي ارزښتونو چې د ټولو عباداتو مېوه او لاس ته راوړنه ده په ځای او مرتبه په لوړه کچه وياندوی ده او کومو کسانو چې له دغو عباداتو د نفس  په سپېڅلتيا او د باطن په پاکوالي کې ترې گټه نه ده کړي او خپل تړاو له الله جل جلاله او بندگانو او د هغه له مخلوق سره سپيڅلی نه کړي بې له شکه زيان او ويرونکي غورځيدل به  يې سترگې په لار وي الله جل جلاله فرمايي : (إِنَّهُ مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا‏ ‏فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيى {74} وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ‏ ‏عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُوْلَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَى {75} جَنَّاتُ عَدْنٍ‏ ‏تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاء مَن تَزَكَّى {76}) طه.

ژباړه : په يقين سره هغه چې خپل پالونکي ته په داسې حال کې راشي چې مجرم وي؛ نو هغه لره جهنم ده، چې نه په کې مري او نه به ژوندی وي او کوم کسان چې له ايمان او ښو کړنو سره راشي هغوی سره لوړ پوړونه دي او په هغو جنتونو کې چې لاندې ترې ويالې بهيږي تل به وي او هرومرو دا دهغه چا جزا ده چې ځان يې پاک کړی ده.