وروستي:

د قيامت لويې نښې – دجال – دويمه برخه

ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني

دقیامت لویې نښې لس دي لکه چې اسید الغفاري رضي الله عنه په حدیث کې یې یادونه شوې ده.

محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ أَسِيدٍ اطَّلَعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَيْنَا وَنَحْنُ نَتَذَاكَرُ السَّاعَةَ فَقَالَ مَا تَذْكُرُونَ قَالُوا نَذْكُرُ السَّاعَةَ فَقَالَ إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ عَشْرَ آيَاتٍ الدُّخَانُ وَالدَّجَّالُ وَالدَّابَّةُ وَطُلُوعُ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا وَنُزُولُ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَيَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَثَلَاثُ خُسُوفٍ خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ وَخَسْفٌ بِجَزِيرَةِ الْعَرَبِ وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنْ قِبَلِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ.

ژباړه : حذیفه بن اسید وایي چې محمدصلى الله عليه وسلم موږ ته په داسې حال کې راغی چې موږ دقیامت یادونه کوله، ویې ویل دڅه په اړه بحث کوي، موږ ورته وویل چې دقیامت په اړه، هغه وفرمایل ترهغه به قیامت رانشي څو چې لس نښې ونه وینئ، لوګی، دجال، څاروی، له لویدیځ څخه دلمرختل، دمریم زوی عیسی راکوځېدل، دیاجوجو او ماجوجو وتل، درې ځمکه ننوتنې، لومړی په ختیځ کې ، دهمه په لویدیځ کې، او درېمه عرب ټاپووزمه کې، او ددوی په پای کې به اور وځي چې خلک به خپل دحشر ځای (شام) ته بیایي.

 لومړی نښه

د دجال وتل

دجال دانسانانو یو فرد دی چې داخرت په اخر کې به څرګندیږي، دشام او عراق ترمنځ به راوځي اودخدایي دعوا به کوي، دنړۍ هربرخې ته به ځي خو مسجد اقصی، دطور غره، مکې او مدینې ته به نشي ننوتلی؛ ځکه چې ددغو ځایونو ساتنه به پرښتې کوي.

د دجال د وتلو وخت

محمدصلى الله عليه وسلم وایي : عبد الله بن عمر – رضي الله عنهما – قال : «كنا قُعودا عند رسول الله -صلى الله عليه وسلم-، فذكر الفتن، فأكثر في ذكرها، حتى ذكر فتنة [ص:24]الأحلاس، فقال قائل : يا رسول الله، وما فتنة الأحلاس ؟ قال : هي هَرَب وَحَرب، ثم فتنة السَّرَّاء، دَخَنُها من تحت قَدَمَيْ رَجُل من أهل بيتي، يزعم أنه مني، وليس مني، وإِنما أوليائي المتقون، ثم يصطلح الناس على رجل كوَرِك علي ضِلَع، ثم فتنة الدُّهَيْماء، لا تَدَعُ أحدا مِنْ هذه الأمة إِلا لَطَمَتْهُ لَطْمة، فإِذا قيل : انْقَضَتْ تمادَتْ، يُصْبحُ الرجلُ فيها مؤمنا ويمسي كافرا، حتى يصير الناس إِلى فُسطاطين، فُسطاط إِيمان لا نفاق فيه، وفسطاطِ نفاق لا إيمان فيه، فإِذا كان ذَاكُمُّ فانتظروا الدَّجَّال من يوِمِه، أو من غده» أخرجه أبو داود.

ژ باړه : عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي : موږ رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو، نو هغه دقیامت یادونه وکړه او فتنې یې یادې کړې تردې چې داحلاس فتنه یې یاده کړه، یو تن پوښتنه وکړه چې داحلاس فتنه څه ده؟ ویې ویل : دا به تېښته او جنګ وي، بیا یې دسراء فتنه یاده کړه چې پوکوونکی به یې زما له قدمونو لاندې یوتن ي او زما له کورنی څخه به وي، ګمان به کوي چې له ما څخه دی خو په حقیقت کې له ما څخه نه دی، ځکه چې زما دوستان متقیان دي، بیا به خلک په داسې یوبېکاره تن هوکړه وکړي لکه ورون چې په پوښتی ایښی وي، بیا به  د دهیماء فتنه وي چې له دې امت څخه هر یو تن ته به سپېړه ورکوي، که په اړه یې وویل شي چې پای ته ورسېده نو هغه به نوره هم اوږده شي، سهار به په کې یوتن مسلمان او ماښام به کافر وي، تردې چې خلک به په دوو ټغرونو ووېشل شي، لومړی دایمان ټغر چې هیڅ نفاق به په کې نه وي، دوهم دنفاق ټغر چې هیڅ ایمان به په کې نه وي، که چېرا مو داسې حال ولید؛ نو سبا یا بل سبا ددجال دوتلو انتظار کوئ.

د دجال فتنه

ددجال فتنه ترټولو ستره فتنه ده، ځکه چې الله جل جلاله دجال ته ډیر زیات استدراجات (دعادت خلاف کارونه) ورکړي دي، په احادیثو کې راځي چې دجال سره به جنت او جهنم وي؛ خو جهنم به یې جنت او جنت به یې په حقیقت کې جهنم وي، اسمان ته به امر کوي څو باران وکړي، هغه به باران اوروي، او ځمکې ته به امرکوي، هغه به ګیاه وباسي، دځمکې خزانې به ورپسې روانې وي، په ځمکه به څلوېښت ورځې پاتې کیږي، چې په دې موده کې به په ټوله ځمکه ګرځي، یوه ورځ به یې یوکال هومره وي، دوهمه ورځ به یې یوه میاشت هومره وي، درېمه ورځ به یې یو اونۍ وي، او نورې ټولې ورځې به یې عامو ورځو غوندې وي، عیسی علیه السلام به دجال دفلسطین باب لد نومي سیمه کې وژني.

د دجال نښې

ددجال ددواړو سترګو ترمنځ (کافر) توري لیکل شوي وي.

محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : عن أنس – رضي الله عنه – قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : (( مَا مِنْ نَبِيٍّ إلاَّ وَقَدْ أَنْذَرَ أُمَّتَهُ الأَعْوَرَ الكَذَّابَ ، ألاَ إنَّهُ أعْوَرُ ، وإنَّ رَبَّكُمْ – عز وجل – لَيْسَ بِأَعْوَرَ ، مَكْتُوبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ ك ف ر ((3) )) . متفق عليه.

ژباړه : انس رضی الله عنه روایت کوي چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي : هر نبي خپل قوم له چق سترګي درواغجن (دجال)  څخه وېرولی دی، خبردار اوسئ چې هغه چق سترګی دی او ستاسو رب نه دی چق سترګی، دهغه (دجال) دسترګو ترمنځ “ك، ف، ر” لیکل شوي دي.

دجال به لنډ، چق سترګی، ګړوازه او تاو تاو وېښتان به لري.

محمد صلى الله عليه وسلم وایي: عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ أَنَّهُ حَدَّثَهُمْ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِنِّى قَدْ حَدَّثْتُكُمْ عَنِ الدَّجَّالِ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ لاَ تَعْقِلُوا إِنَّ مَسِيحَ الدَّجَّالِ رَجُلٌ قَصِيرٌ أَفْحَجُ جَعْدٌ أَعْوَرُ مَطْمُوسُ الْعَيْنِ لَيْسَ بِنَاتِئَةٍ وَلاَ جَحْرَاءَ فَإِنْ أُلْبِسَ عَلَيْكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّ رَبَّكُمْ لَيْسَ بِأَعْوَرَ ».

ژباړه : عباده بن صامت رضی الله عنه بیان کوي چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي : ما تاسو ته خبر درکړ ددجال په هکله تردې چې زه ووېرېدم چې وبه یې نه پېژنئ : بېشکه له خیر څخه پاک دجال لنډ، ګړوازه، تاوو وېښتانو والا، چق سترګی، بې رڼاسترګې والا یو سړی دی چې سترګه یې نه زیاته وتلې او نه هم ننوتلې ده که چېرې په پېژندلو کې یې ګډوډ شئ نو پوه شئ چې ستاسې رب چق سترګی نه دی.

د دجال ته وتلو ځای

عن النواس بن سمعان – رضي الله عنه – قال : ذَكَرَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وسلم – الدَّجَّالَ ذَاتَ غَدَاةٍ ، فَخَفَّضَ فِيهِ وَرَفَّعَ حَتَّى ظَنَنَّاهُ في طَائِفَةِ النَّخْلِ . فَلَمَّا رُحْنَا إلَيْهِ ، عَرَفَ ذلِكَ فِينَا ، فَقالَ : (( مَا شَأنُكُمْ ؟ )) قُلْنَا : يا رَسُولَ اللهِ ، ذَكَرْتَ الدَّجَّالَ الغَدَاةَ ، فَخَفَّضْتَ فِيهِ وَرَفَّعْتَ ، حَتَّى ظَنَنَّاهُ فِي طَائِفَةِ النَّخْلِ ، فقالَ : (( غَيْرُ الدَّجَّالِ أَخْوَفنِي عَلَيْكُمْ ، إنْ يَخْرُجْ وَأنَا فِيكُمْ ، فَأنَا حَجِيجُهُ دُونَكُمْ ؛ وَإنْ يَخْرُجْ وَلَسْتُ فِيكُمْ ، فَامْرُؤٌ حَجيجُ نَفْسِهِ ، واللهُ خَلِيفَتي عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ . إنَّهُ شَابٌّ قَطَطٌ عَيْنُهُ طَافِيَةٌ((2)) ، كَأنّي أُشَبِّهُهُ بعَبْدِ العُزَّى بنِ قَطَنٍ ، فَمَنْ أدْرَكَهُ مِنْكُمْ ، فَلْيَقْرَأ عَلَيْهِ فَواتِحَ سُورَةِ الكَهْفِ((3)) ؛ إنَّهُ خَارِجٌ خَلَّةً بَيْنَ الشَّامِ وَالعِرَاقِ ، فَعَاثَ يَمِيناً وَعَاثَ شِمالاً ، يَا عِبَادَ اللهِ فَاثْبُتُوا )) قُلْنَا : يَا رسُولَ اللهِ ، وَمَا لُبْثُهُ في الأرْضِ ؟ قال : (( أرْبَعُونَ يَوماً : يَوْمٌ كَسَنَةٍ ، وَيَوْمٌ كَشَهْرٍ ، وَيَوْمٌ كَجُمْعَةٍ ، وَسَائِرُ أيَّامِهِ كَأَيَّامِكُمْ )) قُلْنَا : يَا رَسُولَ اللهِ ، فَذلكَ اليَوْمُ الَّذِي كَسَنَةٍ أتَكْفِينَا فِيهِ صَلاَةُ يَوْمٍ ؟ قَال : (( لا ، اقْدُرُوا لَهُ قَدْرَهُ )) .

نواس بن سمعان رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم یو غرمه ددجال یادونه وکړه؛ نو غږ یې ټیټ او لوړ کړ تردې چې موږ فکر وکاوه چې هغه به دکجورو په باغ کې وي، کله چې هغه (محمدصلى الله عليه وسلم) ته موږ ولاړو، نو هغه پوه شو چې دڅه لپاره موږ راغلي یو، پوښتنه یې وکړه چې څنګه راغلي یاستئ، وموویل چې ای دالله رسوله سهار دې ددجال یادونه وکړه او غږ دې ټیټ او لوړ کړ نو موږ فکر وکړ چې دا به دکجورو په باغ کې وي، محمدصلى الله عليه وسلم وویل : په تاسو باندې له دجال پرته دبل څه وېره لرم، که چېرې دجال راووځي او زه په تاسو کې واوسم؛ نو دتاسې لخوا به زه  ورسره دعوی کوونکی یم او که دجال ووت او زه په تاسو کې ونه اوسم نو هر تن به دخپل ځان دفاع کوونکی وي او په هر مؤمن به الله تعالی زما ځای ناستی وي،دا (دجال) وړو تاو وېښتان لرونکی ځوان دی، سترګه یې وتلې ده ګواکې زه یې عبدالعزی بن قطن سره تشبیه ورکوم، که له تاسو څخه څوک یې زمانه وموندي؛ نو ددکهف سورت لومړي ایاتونه دې پرې تلاوت کړي.

دی به دشام او عراق ترمنځ وځي، بیا به ښي او چپ لوري ته سفرکوي، ای دالله بندګانو ثابته اوسئ، موږ پوښتنه وکړه ای دالله رسوله! په ځمکه به څومره اوسي؟ هغه وفرمایل څلوېښت ورځې یوه ورځ به یې یوکال هومره وي، بله ورځ به یې میاشت هومره وي او درېمه ورځ به یې اونۍ هومره وي او پاتې ټولې ورځې به یې عادي ورځو غوندې وي.

موږ پوښتنه وکړه ای دالله رسوله! هغه ورځ چې کال هومره وي په هغې کې دیوې ورځې لمونځ کونه بسنه کوي؟

محمدصلى الله عليه وسلم وفرمایل : نه! بلکې لمونځ ته اندازه وټاکئ.

هغه ځايونه چې دجال ورته نشي ننوتی

عن أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” لَيْسَ مِنْ بَلَدٍ إِلَّا سَيَطَؤُهُ الدَّجَّالُ إِلَّا مَكَّةَ وَالْمَدِينَةَ “.

ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي : پرته له مکې او مدینې څخه هیڅ داسې ښار نشته چې دجال یې تر پښو لاندې نه کړي (هر ښار ته به ننوځي).

وعن رجل من اصحاب النبي صلى الله عليه وسلم ان النبي صلى الله عليه وسلم ذکر الدجال –وفیه- قال: ولا یقرب اربعة مساجد، مسجد الحرام، ومسجد المدینة، ومسجد الطور، ومسجد الاقصی. احمد

ژباړه : یو صحابي له محمدصلى الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې محمد صلى الله عليه وسلم په هغه حدیث کې چې دجال یادونه په کې شوې ده ویلي: هغه (دجال) به پنځوو جوماتونو ته نه ننوځي، مسجد حرام ته، دمدینې جومات (مسجدنبوي) ته، طور جومات او الاقصی جومات ته.

د دجال له فتنې څخه د خونديتوب لارې چارې

۱-په الله جل جلاله باندې ټینګ باور درلودل ۲-له هر لمانځه وروسته ددجال له فتنې څخه پناه غوښتل ۳-دکهف سورت لومړني لس ایتونه لوستل (په ځینې روایتونو کې دکهف سورت دوروستیو لسو ایاتونو یادونه شوې ده، دغه راز دجمعې په ورځ دکهف سورت تلات کول هم د دجال له فتنې څخه دخونديتوب لامل دی).

محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : عبد الله بن عباس – رضي الله عنهما – : «أَنَّ النبيَّ -صلى الله عليه وسلم- كان يُعَلِّمُهمْ هذا الدعاءَ كما يعلِّمهم السُّورَةَ من القرآن ، قولوا : اللَّهمَّ إِني أعوذُ بك من عذاب جَهَنَّم ، وأعوذ بك من عذاب القَبر ، وأَعوذ بك من فِتنَةِ المسيح الدَّجَّال، وأعوذ بك من فِتنة المحيا والممات». أخرجه الجماعة إِلا البخاري.

ژباړه : عبدالله بن عباس ر ضی الله عنهما وایي چې محمدصلى الله عليه وسلم به دوی ته دا دعا داسې ښودله لکه دقران کوم ایت چې یې ښوده، ووایئ : ای الله زه له تا څخه دجهنم له عذابه پناه غواړم، او دقبر له عذابه درڅخه پناه غواړم، او له خیرښېګڼې خالي دجال له فتنې څخه درنه پناه غواړم، او دژوند او دمرګ له فتنو څخه پناه غواړم.

بل حدیث کې محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : وعن أَبي الدرداءِ – رضي الله عنه – : أنَّ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – ، قَالَ : (( مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الكَهْفِ ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ )) .

وفي رواية : (( مِنْ آخِرِ سُورَةِ الكَهْفِ )) رواهما مسلم .

ژباړه : ابوالدرداء رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي: څوک چې دکهف سورت لومړني لس ایتونه له یادو زده کړي، هغه به ددجال له فتنې څخه خوندي وي. او په بل روایت کې دي چې دکهف سورت دوروستي لسو ایتونو یادونه شوې.