ښـــه ژونـــد
حامد افغان
مادي خوندونه او معنوي لذتونه ترلاسه کول نیکمرغي او سعادت بلل کیږې او نیکمرغي په کار او عمل پورې تړلې ده او کار او عمل پخه اراده غواړې ، نو دښه کار پخه اراده انسان نیکمرغي ته رسوي قرانکریم وایې : مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ” یعني کوم نراوښځه چې ښه عمل وکړي اوهغه مومنان وي ، نو موږ به ښه ژوند ورکړو ، او د دی دکار به ډیر غوره بدل ورکړو .
ښه ژوند په کارپورې وتړل شو قرانکریم وایې من عمل صالحا ، څوک چې ښه اونیک کار وکړي او ښه کار یواځي لمونځ او روژه ندي په حلاله لاره ښه ژوند برابرول ښه کار ده له نورو سره مرسته اوعام المنفعه کارونه کول خورا زیات ښه عمل دی ، له بي وزلو ، %