وروستي:

نننی استعمار ټولنیز جوړښتونه په انفرادیت (یواځیوالي) بدلوي

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

اوس  د نورو  ورونو په لیکنو ، لیکنی  لیکم ،( دا ځکه چې   تبصره  می په لیکنه بدله شی ) ،  نو بیا وروسته  ورته د لیکنی عنوان ورکړم  دا لیکنه می هم د ایمل نوری صاحب  د لیکنی له لوستلو وروسته  د هغه د لیکنی  په انډول  ولیکله.  الله ج   دی  ورته  ډیر عمر او اجرونه ورکړی نوری صاحب
خپله لیکنه کی د مکسیکو د ۹ کلنی جینی په هکله چې ماشوم  یی زیږولی، یادونه کړی او دا یی د حیرانتیا وړ کار کڼلی  کوم چې د حیرانتیا وړ کار هم دی . په دی هکله به زه هم  د نوری صاحب د لیکنی سره څو ټکی زیات کړم. او هغه  داچې:

د نارینتوب یا ښځیتوب هارمون د القاح څخه څو میاشتی وروسته تولید او ترشح کیږی یعنی له دغه هارمون له پیدا کیدو او فعال کیدو  مخکی  هغه جوړه شوی  ژوندی کتله یا ماشوم نه نر او نه ښځه وی   ( قران عظیم شان کی هم ددی یادونه او ذکر شوی دی  چې  په دغه دوره کی  څوک پوهیږی چې د مور په رحم کی نر دی که ښځه )، له هغه وروسته د نارینه او یا د ښځی د جنسی غړو
مشخصه برخه خپلو فعالیتونه ته اماده کیږی  ، په ټولو حیواناتو او نباتاتو کی  په همدی ډول تعامل جریان  لری.

دا چې   په کوم عمر کی  به هلک او جینی   د بلوغ موسم ته  رسیږی   د هغو دواړو د ویراثت، جغرافیاوی  او د هغو د طبیعت  او چاپیریال پوری اړه لری چې په څه عمر کی به  د ماشوم د جوړونی وړتیا پیدا کوی.

په ښځو کی یواځی  د تخمو جوړول  اماده گی  نه ده ،  دا هم  په  پام کی ونیول  شی  چې د ښځی رحم  کی  د ماشوم د مناسبی  او عادی ودی د پاره مناسب ماحول  ،  غذا او اکسیچن اخستلو   زمینه سازی شوی  که نه ؟. چې په زمینه سازی کی   د ښځی  ویراثت،  طبیعی فطرت ،  ماحول ، د هواڅرنگوالی ډیره اغیزه لری لکه   د گرمو منطقو خلک له نورو مخکی  دا  وړتیا  پیدا
کوی.
په انسانی ټولنو کی مشخص وخت د  هلک اوجینی د واده کولو د پاره ټاکل شوی( دا تخمینی او اټکلی  وخت دی) چې د  احتمالی  خطراتو مخه یی نیولی، یعنی  که د ماشوم  د لوییدو د پاره  مناسب  ځای، غذا او اکسیجن اماده شوی نه وی   امکان شته چې مور ، ماشوم او یا دواړو  ته  د  ناروغیو او یا  د  مرگ  صدمه ورسیږی .  دا وخت ټاکل په مسلمانانو کی د جنی د پاره ۱۴
کلنی  او هلک د پاره  ۱۶ کلنی ټاکل  شوی ، خو لویدیز کی  د دواړو  د پاره ۱۸ کلنی ټاکلی شوی  ده .

د لویدیز هر څه او هر کار  د مسلمانانو سره په حسادت او کرکه  کی دی، خو له نیکه مرغه  د دوی د حسد او کرکی تاوان دوی ته اول  رسیږی. دا چې هلک او جینی د بلوغیت طغیانی موسم   ته رسیږی   او قانونی واده کولو ته اوس هم ډیر وخت پاتی وی ، دا کار هلکان اوجینیکی بدبینه او بی صبره کړی وایی زمونږ په شخصی ژوند کی د حکومت څه کار دی ،  دا  بدبینی دوی دومره
افراطی کړی  چې په نهه کلنی کی هم بچی وزیږوی او حکومت ور پسی منډی وهی چې تاسی د قانون خلاف ورزی کړیده .

دا افراط خو لا کوچنی دی  ،لویدیزی  ټولنی  په دی هڅو کی دی  چې انسانان حیوانی   ژوند ولری، وایی   د غوا او غوایی په یو ځای کولو کی نکاح ته څه اړه ده ؟  ، دا ډیر معمول کار   او له دی نه کومه مشخصه ناروغی نه رامنځته کیږی  نو انسانان ولی  د حیواناتو  په شان   ونه  کړی ؟     دا خبری د معلیمنیو په واسطه تدریس، د رسنیو، میدیا له لیاری تبلیغ کیږی او  قانون یی وایی  چې مور او پلار په خپل ماشوم باندی د لاس پورته کولو حق نه لری   د لاس پورته کولو په صورت کی ماشومانو ته  ویل شوی چې  ۹ ۱ ۱ یعنی عاجل پولیسو ته تلیفون وکړی ، پولیس مور او پلار ته  اول اخطار ، بیا   جیل، نقدی جریمی اویاتری  ماشومان جلا کړی . نو په دی ډول د ماشومانو په  روزنه او پالنه کی   مور او پلار هیڅ  ونډه  او اغیزه  نه لری که  احیانا ځینی مور او پلارهڅه وکړی   مور او پلار د اولاد د روزنی وخت هم نه لری  ماشومان یی د  کوم(  بی بی سیټر ) یا څارونکی په واسطه ساتل کیږی مور او پلار  د بیلونو د تادیه کولو د پاره شپه ورځ  د سرمایدارانو مزودوری کی اخته وی  که نه  ، بیلونه   نه شی    تادیه کولی نو په هر صورت   د ماشومانو  روزنه د  دجالی استعمار په خوښه او پلانونو سره  کیږی دجالی استعمار ددی هڅو په وسیله   ټولنیز ژوند په  انفردیت بدلوی . کله چې  ټولنیز  صلتونه او ماهیتونه  په انفرادی خصلتونو او ماهیتونو  بدل شی ،  داستثمارگرو استثمار کول اسانه شی  ټولنی د احتجاج کولو وړتیا له لاسه  ورکړی په داسی ټولنو کی  پلار له زوی  او مور له لور سره کومی اړیکی او تعاون نه لری ، هر څوک خپله دفاع ،  خپله روزنه او ورځنی ژوند په خپله  مخی ته وړی  تر دی چې پور به  هم  له بینکونو اخلی.

په ټولنیز ژوند کی  انسانان باید  خپلو کی سره مینه او محبت ، تعاون، همکاری  اود یوبل څنگ کی پوره   مصونیت ولری  ، د نورو اړتیاوی او نیمگړتیاوی   خپلی اړتیاوی او نیمگړتیاوی  وگڼی نو که انسانان د انسانیت په  معنی  اړیکی ولری نو استثمارگر کله کولی شی چې په داسی ټولنه کی استثمار ته لاسونه اوږده کړی ، که تاسو لیدلی وی  پړانگ یا زمری له ټولی رمی  حیوان نه شی ښکار کولی  اول گله یا رمه  خوره وره  او بیا ورپکی  یو یو په اسانی ښکار کوی  همدغه خورول د انسانانو د انفرادیت ژوند دی  چې استثمارگر پکی اول  دهماغه درنده حیوانانو په شان   ټولنیز  ژوند انفرادیت او یواځی والی ته اړوی او بیا یی  استثمار اوغلاموی.

په لویدیز کی د نکاح له منځه وړلو پروسه په ډیر تیزوالی روانه ده  په سلو کی  ۷۵ ٪  خو یی  په ښکاره  د ( بای فرینډ او گرل فرینډ )  په نوم  بی نکاح وخت  سره تیروی  بچی راوړی  دا چې بچی یی له چا راوړی هغه قانونی پلار کڼل کیږی که کار کوی باید  د بچی مور ته د بچی د ساتنی په خاطر  څه ورکړی  له ( ډی ان  ای )  یی پلارولی معلوموی  ځکه  مور نه پوهیږی چې دا ماشوم یی له کوم یو اوړی او یا ماشوم ورسره  په قیافه کی کوم ورته والی ولری  نو بیا ورباندی  دهغو د اذوقی باج تړی.

او هغه  ۲۵٪ نور خلک ( چې زیاتره یی مذهبی  وی ) چې د نکاح  د نوم لاندی وخت سره تیروی  یو د بل سره د یوی کورنی  نه بلکه د  یوی  کوټی  د ملگرو په شان اړیکی او تعامل لری چې یو د بل  څخه  خپله جنسی غریزه اشباع کوی    دوی دواړو د نورو سره د هر ډول اړیکو لرلو د پاره ازادی لری. د مثال په ډول بیل کلنټن  د نورو ښځو سره  په پراخه کچې  جنسی اړیکی  لری خو میرمن یی تر شا دریږی، ددی د میړه (د امریکا  رییس جمهور) د نورو ښځو سره  دا  ډول  ناروا اړیکی  نه   کومه  د  شرم او عار خبره شوه   اونه دا بی ننگه کار  د میړه د اړیکو  د شړیدو د پاره کومه ضربه گڼی  .دا ځکه چې   دوی  فرهنگ او کلچر هم داسی جوړ شوی   دوی ورسره روږد شوی دی ، دواړه پوهیږی چې دا اول ځل نه وو، نه دی او نه به وی.  دواړو له  اوله  په  دی  ډول ناروا اړیکو لرلو کی خپلواکی درلوده   ، یو بل ډیر ښه پیژنی  ، او دا جنسی اړیکی دوی ته دومره اهمیت نه لری چې د دوی لوی  سیاسی موقف  د پوښتنی لاندی راولی ،د دوی یو بل ته گران والی همهغه حکومتی لوی مقامونه وو  .

د جنسی اړیکو څخه په لویدیز کی د یو ډیر گټور او کامیاب بزنس په شکل کټه اخستل کیږی  هغه بزنس چې تاوان نه لری او کټه یی له  شمیرلو پورته ده خریدار یی په هره کوڅه او بازار کی گرځی ، په لویدیز کی په جنسی اړیکو او نورو خرافاتو او بد اخلاقیو کی حیوانات په انسانانو  څو واری شرف لری  په لویدیز کی ښځه د ښځی او نارینه د نارینه سره  د واده کولو قانونی حق لری
د واده  کولو قانونی تصدیق  ورکوی په اساسی قانون کی دهغوی له حقوقو څخه په کلکه دفاع شوی او کیږی  ،د  امریکا ټولنیز جوړښت نور شتون نه لری  او نه ورته څوک اهمیت ورکوی  ولی استثنی هر چیری وی  یواځنی ډیر  محکم ټولنیز جوړ ښت د  امریکا د (یهوداانو) او (هم جنس بازانو) دی  یواځنی مظبوط یووالی او تعاونی ټولنییزجوړښت سره لری  دوی دی چې د امریکا برخه
لیک یی په لاس کی دی  او اوس هڅی لری چې د تولی نړی بر خه لیک هم خپل کړی ،هر کاندید چې ددوی رایه خپله کړی هغه د ریاست د چوکی گټونکی دی د انتخاباتو وخت کی هر یو یی چاپلوسی کوی او د دوی د حقوقو د د فاع  لاپی کوی.

دا چې یوه ۹ کلنه جینی مکسیکو کی بچی راوړی ، دا خو ډیره عادی خبره  لکه مونږ چې ډودی خورو  ،  امریکا کی ډیری لوڼه له پلرونو او  ډیری میندی له زامنو او ډیری خویندی له ورونو  بچی زیږوی  مهمه دا  نه ده چې   دا  څوک دی او څه کوی  ، مهمه دا ده چې دا مرداری اوبه  په کوم مردار ځای کی پریوځی او هلته د شین کولو وړتیا موجوده وی  ځکه    پخوا هم   د دوی تر
منځ  د ورور ولی  ، خورولی ، زوی ولی  پلارولی او مورولی اړیکو شتون نه درلود.

 انسانان خو بیا هم انسانان  دی  کروموزمونه یی سره ورته او  مطابقت لری، د حیرانتیا خبره داده   که  د حیواناتو کروموزمونو ورسره ورته والی درلودی او  یو له  بله  بلاربیدی  نو په لویدیز کی  به نیمو خلکو حیوانات ، او نیمو حیواناتو به انسانان زیږولی وی خو دا شرم یی الله ج په دی پټ
کړی چې کروموزمونه یی سره ورته والی نه لری او یو له بله نه بلاربیږی. ورونو ، مونږ باید له هر څه مخکی په دی شکر وباسو چې مونږ مسلمانان یو، اسلام  له روغتیا ، علم ، سرمایداری او تولو نورو  پرتله   دالله ج ډیر لوی نعمت دی ، یواځی مسلمانان دی چې د انستانیت  له مزایاوو برخورداره دی،  تر دی  چې زمونږ بد اخلاقه او کم اخلاقه   مسلمان د لویدیز د مذهبی مشرانو او له ریس جمهورانو په مراتبو شرف لری  ، په دی مه خفه کیږی چې مونږ  د لویدیز په شان ولی ډیری وسلی او یا پیسی نه لرو.

 الحمدلله مونږ ایمان او شهامت لرو ، مونږ غیرت او  صداقت لرو  ، مونږ په رشتیینی انسانان چې یو دبل سره  مینه او خواخوږی  سره ولرو  ، یو ، مونږ هدفمند او مونږ ځان پیژندنه لرو ، مونږ هیلی لرو  مونږ قناعت ، پوره اطمنان، سکون او صبر لرو او او .

دا خو لا پریږده چې خپله داسی دی ،  ددی پر ځای چې د خپل دغه  ناوړه، کرغیړن  او شرمیدلو وران کاریو مخه یی نیولی  ، هلی ځلی یی لرلی ،  لږ تر لږه له ځانونو خو  یی کرکه کولی .  برخلاف نن صبا د ټولی نړی د بی لیاری کولو او گمراه کولو  د پاره  د همدغه بدلون خوبونه وینی .  چې ټول نړیوال
له انسانیته حیوانت ته راکاږی   ، او ټول خپل غلامان او لاسپوڅی کړی.

ددی کار د لا پراختیا ، پیاوړتیا  او پرمخ تگ د پاره یی د دیموکراسی په نوم شیطانی دین راویستلی او د سکولر یزم د نظام  لاندی د بد اخلاقیو  دا دین  په خلکو عملی کوی  چې هر څه اسلام کی منع په دیموکراسی کی روا او هر څه چې اسلام کی روا په دیموکراسی کی ناروا دی  .  د خپلو ناروا ډالرو او
ناروا میدیا په واسطه  یی  دا په ځینو کمزورو  مسلمانو علماوو ( سیافانو او ربانیانو ) هم قبوله کړی چې دیموکراسی او اسلام سره کوم تضاد نه لری او ځینی بیا وایی چې اسلام په خپله دیموکراسی ده لکه څوک چې ووایی کفر په خپله  اسلام دی.

په درناوی