دسفر لمونځ
زه له خپل کور څخه د کار تر ځايه ( چې دمعدن ايستلو غر دى ) ځم ،بيا له هغه ځايه دکار د بشپړېدو او پوره کېدو سره سم دکابل پر لوري روانېږم ،چې له کوره دکار تر ځايه شل (٢٠) کيلو متره لار ده او له هغه ځايه تر کابل پورې اتيا (٨٠) کيلو متره لار ده .
پوښتنه داده،چې زه له کومه ځايه دسفر لمونځ پيل کړم، له کوره که د کار له ځاى ؟
بينوا توجرو ا
مستفتي
الجواب
حامداومصليا:
په پوښتل شوې مسئله کې دي، که چېرې له کور څخه کابل ته دراتلو نيت او اراده کړې وي او د کار په ځاى کې يوازې د کار تر بشپړېدو پورې تم کېږې ؛ نو دخپل ښار له اخري کلي څخه د وتلو سره سم مسافر گڼل کېږې او که له کور څخه دراوتلو په حالت کې دې کابل ته دتلو اراده نه وي ؛ خو د کار له ځايه څخه دې بيا د کابل اراده شوه او ياولېږل شوې؛ نو بيا د خپل کار له ځايه څخه مسافر گڼل کېږې .
قال العلامة الکا ساني ( رحمه الله ):
” والثالث : الخروج من عمران المصر ،فلايصير مسافرا بمجرد نية السفر ، ما لم يخرج من عمران المصر. واصله : ما روى عن علي _ رضى الله عنه _ انه لما خرج من البصرة يريد الکوفة ، صلى الظهر اربعا ، ثم نظر الى خص امامه ، وقال : لو جاوزنا الخص صلينا رکعتين ،ولان النية انما تعتبر اذا کانت مقارنة للفعل لان مجرد العزم عفو ، وفعل السفر لايتحقق الا بعد الخروج من المصر ، فما لم يخرج لايتحقق قران النية بالفعل ،فلايصير مسافرا “
( بدائع الصنائع \١\٤٧٦\کتاب الصلاة ط : دارالکتب العلمية بيروت )
قال العلامة الطحطاوي ( رحمه الله ) :
” (اذا جاوز بيوت مقامه ) ولو بيوت الاخبية من الجانب الذي خرج منه ولو حاذاه في احد جانبيه فقط لايضره ( و ) يشترط ان يکون قد ( جاوز ايضا ما اتصل به ) اى بمقامه ( من فنائه ) کما يشترط مجاوزة ربضه وهو ما حول المدينة من بيوت ومساکن فانه في حکم المصر وکذا القرى المتصلة بربض …”
( حاشية الطحطاوي \ص\٤٢٢\کتاب الصلاة ط :دارالکتب العلمية بيروت )
قال العلامة الشيخ عالم بن العلاء ( رحمه الله ) :
” فنقول : لايصير الشخص مسافرا بمجرد نية السفر بل يشترط معه الخروج،قال محمد : يقصر حين يخرج من مصره ويخلف دور المصر ، وفي ((الغياثية )) :والمعتبر من الخروج ان يجاوزالمصر وعمراناته ،وهو المختار ، وعليه الفتوى . “
( الفتاوى التاتارخانية \١\ ٥٠٢\کتاب الصلاة ط: دارالکتب العلمية بيروت )
حرره سيف الله ( ساعي )
والله اعلم بالصواب
١٠ \١٠ \١٤٣٣\هـ
الجواب صحيح
ابوالاحسان ( فاروقي )
١٠\١٠ \١٤٣٣\هـ