افغان د لوړو زده کړو مؤسسه کې داخله پيل شوې ده!
افغان بنسټ د تاسيس سره سم کله چې د ښوونیزو چارو مديریت په کار پیل وکړ، نو په هېواد کې يې د يو پوهنتون د تاسیس او جوړښت هوکړه وکړه. په دې لړ کې يې په کابل کې له بېلابېلو پوهانو، علماوو او د نظر له خاوندانو سره ناستې، سلا او مشورې تر سره شوې، چې په پایله کې د پوهنتون دتاسيس چارې په عملي توگه پیل شوې.
د پوهنتون تر وروستۍ ناستې پورې، کله چې په کې پانگوالو هوکړه وکړه شپږ اساسي بېلابېلې غونډې تر سره شوې.
لومړۍ ناسته د ۱۳۹۰ل کال د غوايي (ثور) د میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د افغان بنسټ په مرکزي دفتر کې تر سره شوه، د پوهنتون د جوړښت، تدريسي ژبې او د داخلې او نوم ليکنې په پروسه، چې د ګتندويې بڼې سر بېره باید د يو خيریه بنسټ په توګه هم محصلین ومني خبرې وشوې.
د کميت په ځای يې په کیفیت ټینگار ډېر و، بلکې د هېواد او هېوادوالو د اړتیاوو او د بازار د غوښتنو سره سمې پوهنځۍ جوړې او کدرونه وروزي.
په ټولیزه توگه د گډونوالو لخوا يوازې د پوهنتون په اړتیا او اهمیت زياتې خبرې وشوې. ژمنه وشوه، چې په دې اړه به بنسټ همدا لړۍ جاري ساتي او د نویو پايلو د لاسته راوړلو په صورت کې به يې تفصيلات له ټولو برخوالو سره شريکوي. ناسته په دوعا ويلو سره پای ته ورسېده.
د همدې ناستې په تعقیب بله ناسته له بېلابېلو مشورو اخيستو او نظر ټولولو وروسته د ۱۳۹۰ لمريز کال د تلې (میزان) د میاشتې په ۲۱مه نېټه د بنسټ په دفتر کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې د هېواد په کچه د شته ۵۳پوهنتونونو په شاوخوا د اکاډيميکو ارګانونو په کار او طرزالعمل باندې مفصل بحث وشو، کمزورۍ يې په ګوته او د پرمختګ لاملونه يې وڅېړل شول.
د پوهنتون د تاسیس په موخه د بنسټ د مشرتابه لخوا پرله پسې څو نورې غونډې تر سره او په پايله کې د لړم (عقرب) د میاشتې په ۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د پوهنتون په تاسیس هوکړه وشوه او په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې پوهنتون به د افغان پوهنتون تر نامه لاندې په ۱۳۹۱ل کال کې پيليږي.
په دې سره افغان پوهنتون خپلې چارې عملا په رسمي توګه پیل او د مؤسسينو شورا یا مجلس الأمناء يې جوړ او په کار پیل وکړ.
د وخت د کمښت او لنډوالي له کبله وپتيله شوه، چې د پوهنتون اداري او تاسیسي چارې به له همدې نېټې پيل او درسي نظام او د محصلينو نوم ثبتونه به د روان ښوونیز کال په دوهم سمستر کې عملاً پیليږي.
د ملګرو په زياتو هڅو د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه د کار جواز واخيستل شو، او په لاندې پوهنځيو کې زده کوونکي مني:
د شرعياتو پوهنځی:
فقه او قانون
اسلامي تعليمات
د انجنيرۍ پوهنځی:
سيول
برق
د حقوقو پوهنځی:
څارنوالي
سياست
د اقتصاد پوهنځی:
ملي اقتصاد
اداره او منجمنټ
يادښت:
ياده دي وي چې د انګليسي ژبې په برخه کې ډيپلومه (DEL)، او سرټيفيکټ (CEL) اسانتياوې هم شته. له دې پرته د عربي ژبې په برخه کې يوه کلنه ډيپلومه هم کېږي. د څوارلسم ټولګي فارغين د لوړو زده کړو وزارت له لايحې سره سم نيول کېږي.
اړيکې: 172 21 21 075 / 173 21 21 075
ځای:د تايمني او سرسبزي څلور لارو تر منځ
زه غوارم چی دی پوهنتون کی تحصیل ته ادامه ورکرک
موږ په دې وياړو ، چې اوس الحمد لله ، د سپيځلي عقيدې له مخې خدمت کيږي ، خلکه مو دا علاقه ده ، خدمت په کې وکړو ، او ضعيف صيب ، متوکل صيب ، اونور ټول مګري دې الله ژوندي لري ،چې داسي ابتکار يي وکړ ، دا زموږ ارمان و ،نوردې هم الله تعالی د خدمت لپاره خلک راپیداکړي مننه
زه د افغان بنسټ او پوهنتون نه منندوی یم چی د افغانستان خلکو ته پدی حساسو شیبو کی دقدر وړچوپړتیاوی وړاندی کوی خو هیره دی نه وی چی د معلولنو او د شهیدانو ورثوو ته دوی کوم خاص تخفیف لری چی ورته یی معرفی کړو او که نه دپوهنتون مشرتابه نه می هیله دا ده چی زما بريښنالیک په تفصیلی ډول تشریح او ځوای یی راکړی.
به درنښت
کاموی ۰۷۹۵۱۰۳۰۰۰
کابل
افغانستان
زه خپل سلامونه او نیکي هیلی د افعان پوهنتون مشرتابه ته وړاندي کوم خدای دی وکړی چی په خپل دی دیني او ملی کار کی بریالی واوسی.
زمونږ په ګران هیوادکي د څو خواوو یرغل روان دی ّڅوک د ملی کلتور سره دښمني کوی،څوګ د ملي ژبی سره او څوګ د افغان(پښـــتون)ویاړلی قوم په مقابل کی د خارجی هیوادونو په مرسته غواړی دسیسی جوړی کړی او دا ملت دخاورو سره خاوری کړی زه فکر کوم ددغی بنسټ دغه کارونه ددغه ډول دسیســــو د مخنیوی په برخه کی ډیره مرسته کولای شي اوزما په نظر په ټو کابل ښار کی په پښتو ژبه درس نسته که چېرې مو په پښتو ژبه وي، هم به مينه وال ډېر پيداکړي او هم به تاسي ته الله ج لوی اجر درکړي، کوم پای کی د الله د سپیڅلي دربار څخه بریالیتوبونه ددی بنسټ په دغه اسلامی او خیریه چارو کی غواړم په درنښت. دیوه سوکاله ،خپلواک اوپیاوړي افغانستان په هیلــــه
عنایت الله (علیزی )دهلمند ولایت دکجکی ولسوالی اصلی اوسیدونکی فعلی ځای کابل دی .
الله مو موفغه ولره
سلامونه او احترامات تولو لستونکو ته بل خصوص د افغان پوهنتون مشرته:
له جناب رئیس صحابه زما غوشتنه دا داه چی معلولینو(معیبوبین) اشخاصو لپاره د فس یعنی مهور فیس باید له نور محاصلینو سره توپیر ولری دا هم قانونی اصول دی او بل دا چی د طیب معلجوی پوهنحی که جور کری دا به دیره خه وائی! ستاسو د کامیابی په هیبه. وسلام
زه خپل سلامونه او نیکي هیلی د افعان پوهنتون مشرتابه ته وړاندي کوم خدای دی وکړی چی په خپل دی دیني او ملی کار کی بریالی واوسی.
زمونږ په ګران هیوادکي د څو خواوو یرغل روان دی ّڅوک د ملی کلتور سره دښمني کوی،څوګ د ملي ژبی سره او څوګ د افغان(پښـــتون)ویاړلی قوم په مقابل کی د خارجی هیوادونو په مرسته غواړی دسیسی جوړی کړی او دا ملت دخاورو سره خاوری کړی زه فکر کوم ددغی بنسټ دغه کارونه ددغه ډول دسیســــو د مخنیوی په برخه کی ډیره مرسته کولای شي په پای کی د الله د سپیڅلي دربار څخه بریالیتوبونه ددی بنسټ په دغه اسلامی او خیریه چارو کی غواړم په درنښت. دیوه سوکاله ،خپلواک اوپیاوړي افغانستان په هیلــــه.
ډېر د خوښۍ او وياړ ځاى دى چې د افغان بنسټ په شان يو بنسټ رامنځ ته شوى.موخې، فعاليتونه، لاسته راوړنې او تر کار لاندې پروګرامونه مې يې په غور سره ولوستل، هيله او اميد يې راته پيدا کړ. افغان ښوونځى، افغان مدرسه، بې وزله زده کوونکو ته ليليه او افغان د لوړو زده کړو مؤسسه يې له لويو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېداى شي. هر چا چې دې ډګر ته مټې رانغښتې الله پاک دې يې په دنيا او آخرت بريالي لري. دا چې د لوړو زده کړو مؤسسې تدريسي ژبه پښتو ده، دا يې بل له وياړه ډک او مثبت نوښت دى. الله مو تل بريالي او سرلوړي لره.
ډیر خوشحاله شوم چې دا خبر مې واوريده. او زه هم حبيب وردګ ورور څره همغږۍ یم.
الله مو کاميابه لره.
د افغان پوهنتون په پيل خوشاله الله دې تاسې ته اجر درکړي او الله دې وکړي چې يوازې ګټه په نظر کې ونه نيسﺉ. زما پوښتنه د دې پوهنتون د ژبې په اړه ده، که چېرې مو د پوهنتون ژبه د ښوونڅي په شان پښتو وي، نو ډېر په ښه شي، زه له بلې ژبې سره تعصب نلرم، خو دا يادونه کوم چې په دري ژبه ډېر پوهنتونونه شته. که چېرې مو پوهنتون په پښتو ژبه وي، هم به مينه وال ډېر پيداکړي او هم به تاسي ته الله ج لوی اجر درکړي، څکه چېپه اوس وخت کې پښتون ډير ځورېدلی او کړیدلی قوم دی.