وروستي:

د افغان ښوونځي پېژندنه

د پوهې په مټ د دين او هېواد پالنه

 په هېواد کې د څو لسيزو جگړو او پرله پسې سیاسي تحولا تو په نتیجه کې افغان ولس له بېلابېلو ستونزو او کړاونو سره مخ و، خو په ځانگړې توگه يې ښوونيز، علمي او کلتوري زيانونه دردونکي او بې ساري وو. بیا هم د ټولو ستونزو سره سره کله نا کله دولتي او يا هم تجارتي لوريو او مؤسسو ځيني فعاليتونه پیل کړي، خو د همغه تحول او وخت سره سم دا فعاليتونه يا خو په ټپه درېدلي او یا دا چې هغه جریان ټکنی شوی دی، چې کومه ځانگړې او خاصه لاسته راوړنه نه ده پرې مرتبه شوې.

د دې ټولو هڅو او پروژو تر څنگ د هېواد په هره برخه او سيمه کې ځيني بېلابېلې شخصي هڅې هم پيل او هېوادوالو ته په ښوونیزو، علمي او کلتوري برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو ،که څه هم لږ وې ، هڅې شوې، چې دا کار هم له گڼو ستونزو سره مخ وو.

د دې تشې د ډکولو لپاره څو تنو زړه سواندو او وطن دوستو افغانانو تصمیم ونیو څو د گرانو هيواد والو د تعلیمي ستونزو د لرې کولو یاکمولو لپاره یو څه تعلیمي هڅې پیل کړي او دې موخې ته د رسېدو په خاطر یې د افغان ښوونځي تر نامه لاندې په ټول هېواد کې د پوهنې له محترم وزارت څخه د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او خپلې چارې یې په رسمي توگه پیل کړې دي.

افغان ښوونځي خپله مرکزي څانگه په کابل کې پرانيستې ده او د ماهرو نارینه اوښځينه ښوونکو او اداري کارکوونکو په درلودلو سره د گرانو هېواد والو په خدمت کې ده.

افغان ښوونځي د فعاليت جواز د ۱۳۹۰ل کال د جوزا د مياشتې په ۱۵مه نېټه (۵۱۰گڼه) د پوهنې له وزارت څخه تر لاسه او خپلې کړنې د ټول هېواد په  کچه په مخ وړي.

بله لاسته راوړنه، چې افغان بنسټ يې د ښوونځيو د تاسیس په برخه کې لري هغه دا ده، چې بنسټ د پوهنې له وزارت څخه د افغان ښوونځي نوم په انحصاري توگه د ټول هېواد په کچه تر لاسه او په دې اړه د څلوردېرشو (۳۴) ولايتونو د پوهنې ریاستونو ته په رسمي بڼه خبر استول شوی دی.

ښوونیزې مرحلې او تعليمي پروگرامونه:

افغان ښوونځی د هېواد د بچيانو لپاره خپل درې واړه ښوونیزې مرحلې (لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي) او له ښوونیزو مرحلو مخکې د چمتووالي (امادګۍ) ټولې مرحلې بشپړې کړې او پکښې ماشومان او تنکي ځوانان په لاندې توګه مني:

۱- د چمتووالي (آماده گۍ) لومړی او دوهم ټولگي د (۴-۶) عمر لرونکو زده کوونکو لپاره.

۲-لومړنۍ دوره له لومړي ټولگي څخه تر شپږم ټولگي پورې د (۷-۱۲) عمر لرونکو زده کوونکو لپاره.

۳-منځنۍ دوره له اووم ټولگي څخه تر نهم ټولگي پورې د  (۱۳-۱۵) عمر لرونکو زده کوونکو لپاره.

۴-ثانوي دوره له لسم ټولگي څخه تر دولسم ټولگي پورې د  (۱۶-۱۸) عمر لرونکو زده کوونکو لپاره.

د افغان ښوونځي ښوونیز نصاب

افغان بنسټ زیار باسي، چې د علمي څېړنو او نصاب د څانگو له لارې د ښوونیزو چارو د څانگې سره په گډه د افغان ښوونځيو لپاره د هېواد د مروج ښوونیز نصاب تر څنگ مرستندوی (تقويتي) ښوونیز نصاب هم ولري، چې په دې سره به له يوې خوا د ورځنيو اړتیاو او نويو پرمختگونو ځواب ويل شوی وي. له بلې خوا به د خپل هېواد بچیانو ته په اسلامي او افغاني اصولو ولاړ او له غوښتنو سره سم يې هغه څه وړاندې کړي وي، چې ورته اړتیا ليدل کيږي.

په دې برخه اړوندو څانګو کړنې پیل کړې او د مرستندوی ښوونیز نصاب لومړني مواد چمتو شوي هم دي، خو له خپراوي مخکې په افغان ښوونځي کې د ازميښتي بڼې او لومړۍ مسودې په توګه زده کوونکو ته ورکول کيږي، چې په نيژدې راتلونکي کې به د ټولو هېوادوالو په ځانگړې توگه د پوهنې په برخه کې د ښوونځيو او تعليمي مؤسسو په واک کې هم ورکړل شي.

هغه ځانگړتیاوې، چې افغان ښوونځی يې په ښوونیزو ډگر کې لري:

> اسلامي اصولو او  افغاني دودونو ته په پام سره د هلکانو او نجونو لپاره جلاجلا ښوونځي.

>  نارینه او ښځينه ماهر ښوونکي او اداري کارکوونکي.

> د عمر او ټولگي په نظر کې نیولو سره د قرآن کریم د ځینو سورتونو حفظ (په یادو زده کول).

> په عملي بڼه د تجوید زده کړه.

> د مأثورو دعاگانوحفظ (هغه چې په نبوي احادیثو کې راغلي دي) .

> د ښوونکو او زده کوونکو د استفادې لپاره مجهز کتابتون.

> د کمپیوټر زده کړې مجهز ټولگی (کمپیوترلب)

> د اسلامي اخلاقو او ادابو یو ښکلی چاپېریال .

> د زده کوونکو لپاره علمي او تفریحي سفرونه.

>  په ښوونځي کې د ننه او له نورو ښوونځیو سره د مسابقو تر سره کول.

> د سپورټ او تفریح وسایل.

>  مناسب تعلیمي چاپېریال.

> د نجونو په څانگه کې منظم وړکتون.

> ترانسپورټ.