د سورة النور تفسير – درېيمه برخه
حامد افغان
د نور سورة ټول مدني دی او په مختلفو وختونوکې یې ایاتونه نازل شوي دي اودقران کریم دسورتونو دنزول په حساب سلم (100)سورت دی؛ له جابر بن زید ن روایت راغلی دی چې عبدالله بن عباس ویلي دي چې سورت نور له (اذااجاء نصرالله …) يا (سورة الفتح) نه وروسته او له (سورة الحج) نه مخکې نازل شوی دی .
سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَّكَّرُونَ
ژباړه : داسورت موږ نازل كړی دي ، موږ فرض كړی اوموږ په دې سورت كې ښكاره اياتونه نازل کړي دي ؛ څو تاسو پند ترلاسه کړئ.
په دې ایت کې دنحوې ترکیب دوه تقدیره ښودل شوي دي يودا چې سورة د مبتدا محذوفي له پاره خبره د هاو اصل به داسي شي : (هذه سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا….) اویا خو سورة پخپله مبتدا او دراتلونکي ایت (الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي….) او وروسته ټول سورت یې خبر دی ، په لومړي تقدیر کې په (هذه) سره اورېدونکي سورت ته اشاره ده او هغه چې راتلونکی دی.
سورة: دقران کریم هغې معلومي برخې ته وایي چې د پیل اوپای ایاتونه یې معلوم وي : (جُزْءٌ مِنَ الْقُرْآنِ مُعَيَّنٌ بِمَبْدَأٍ وَنِهَايَةٍ وَعَدَدِ آيَاتٍ ) او دلته هم همدا سورت مراد ده ، (أَنْزَلْنَاهَا) یعنې دا دکلام نفسي په ډول موږ د ده د نازلولو اراده کړې وه او دلته دانزال او فرضیت معناوي، د متکلم ضمیر ته مستندي شوي دي څو د دې معناوو کره والی او شرافت ښه ثابت شي ، (فَرَضْنَاهَا) د دې معنا دا ده چې په دې سورت کې چې کوم احکام راغلي دي په هغوی باندې عمل موږ فرض کړی دی اوس دا حکم داکثریت په بناشوی دی؛ ځکه په دې سورت کې ځیني داسي شیان هم شته چې هغه له عمل او فرضیت سره تړاو نلري لکه ىخىاي ىا قول : ( اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) او يا ىا(وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ )
(وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ) اوموږ په دې سورت کې ښکاره ایاتونه نازل کړي دي ، او ایات دالایة جمعه د هاو ایة دقراني خبرو یوې ټاکلي برخې ته وایي چې هغه بیل او مستقل مطلب او معنا لري ( الْآيَاتُ جَمْعُ آيَةٍ وَهِيَ قِطْعَةٌ مِنَ الْكَلَامِ الْقُرْآنِيِّ دَالَّةٌ عَلَى مَعْنًى مُسْتَقِلٍّ )دلته له ایات بینات مراد هغه ایتونه هم کېدلای شي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته الله جل جلاله دمنافقینو په اړه معلومات ورکړي و او دا راز د دې سورت ټول ایاتونه هم مراد کېدلای شي ځکه د بینات له وصف نه هم دا مراد ده چې ټول ایاتونه ښکاره او روښانه دي.
دلته د (فِيهَا) ظرف دیوې تخییلي اشارې په توګه راوړل شوی دی چې ګواکي داسورة یوه بیله خزانه د ه اوپه هغه کې دا ایاتونه دارزښتناکو شیانو په څېر نازل شوی او کېښودل شوی دی، که نه سورت او ایاتونه یوشی دي، په سورة کې د ایاتونو دنازلولو معنا په حقیقي لحاظ نه صحي کېږي او (فِي) باید زیاته وبلل شي خو د لته په (فِي) کې موږ یواځې دا تخیل راپیدا کړ او زاید ه ونه بلل شوه او (وَأَنْزَلْنَا فِيهَا) ایت د (أَنْزَلْنَاهَا آيَاتٍ) په معنا ده ، (بَيِّنَاتٍ) د ایتونوله پاره وصف ده یعنې داسې ایاتونه چې ښکاره او واضحه معنا لري قران کریم رښتیا هم ډېر واضح او روښانه کتاب دی او په دې ایت کې لا د وضاحت او روښانتیا دومره اهتمام شوی دی چې که څه هم په دې وروستۍ جمله (وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ) کې د (أَنْزَلْنَا) بیاراوړلو ته اړتیا نه وه؛ ځکه مخکې شته او دلته دعطف توري کفایت کوي؛ خو دا تکرار د ښه وضاحت او ډېر اهتمام له پاره شوی دی .
(لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ) دا جمله له دې وروستي ايت (وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ) سره تړاو نیسي، ځکه ایاتونه چې کله ښه روښا ن او واضح شي بیا د تذکیر او پند له پاره وي او دلته هم دامراد ده ، تذکیر اوپند اخیستنه دقران کریم ارموخه د ه او قران کریم په مکرره توګه انسانان هڅولی دی؛ څو پند او تذکیرترلاسه کړي .