وروستي:

له ګناه سره خبرې اترې

ژباړه: احسان الله

دقيقاً د جمعې د ماخستن يولس بجې وې چي کار مي تمام کړ.
د ځان سره مي وويل اوس څه وکړم؟ چيرته لاړسم؟ زيات فارغه وخت مي درلود، ځانته يوازي سوم کورنۍ او دوستان مي پرېښودل او په دې فکر کي سوم چي څه بايد وکړم.
ذهن ته مي يو فکر راغی، او تصميم مي ونيو چي هغه وکړم ولې هغه کار زه د ګناه لور ته کشولم. دروازې او کړکياني مي پر خپل مخ بندي کړې او څراغونه مي ګل کړل تاريکي مي پر کوټه سايه وغوړوله او ګناه ته مي وويل زما خوا ته راسه.
يو آواز مي واورېد چي په خاص ډول سره يې دا اشعار ويل:
« افسوس پر هغه بنده چي څومره يې بد اعمال زياتيږي توبه او استغفار يې کميږي، او هر څومره چي قبر ته نژدې کيږي نو نور هم سستيږي.»

يـَا مـُد مِنَ أمَـا تَـسـتَحِـی
و الـلّـهُ فِی الخــلوةِ ثَانيـکـا
غَرَّکَ مِن ربِّکَ ءامهالُـهُ
و سِـترُهُ طُـول مَـسَـاوِ يـکَـا

(ای په ګناه معتاد کسه آيا پښېمانه نه يې، ځکه ته تنها نه يې الله دوهم کس دی چي په هغه يواځي والي کي ستا سره يو ځای دی، خدای تا ته فرصت درکړی دی او دې فرصتونو ته غولولی يې، او د خپلو ګناهونو او بدکاريو پټول ته مغروره کړی يې.)

په خود راغلم او ووېرېدم. شاوخوا ته مي وکتل او له ځان سره مي دا جمله تکرار کړه: افسوس پر ما باندي!؟ افسوس پر ما باندي!؟ دا دچا غږ ؤ !؟ څه وکړم!؟ د هغه څخه وروسته مي يو څيز وليد چي سم مي صحيح نه شو کړای. په وېره او پرېشانۍ سره د ځای څخه راولاړ سوم څراغونه مي روښانه کړل . په همدې وخت کي مي يو تور نه بيانيدونکي څيز مي مخي ته ولاړ وليد.

ما وويل: ته څوک يې؟

هغه وويل: زه ستا ګناه يم.

ما وويل: څه علت دی چي دشپې دومره ناوخته ما ته راغلې؟

و يې ويل: راغلم تر څو نصيحت در ته وکړم! که څه هم نصيحت د منلو وړ نه دی، خو بيا هم واقيعت د دښمن څخه واوره.

ما وويل: په لنډو مي سر راخلاص کړه! څه غواړې چي ويې وايې؟!

ويې ويل: آيا فکر کوې چي يوازي ته دلته حاضر يي؟

ومي ويل: ددې سوال څخه دي هدف څه دﺉ؟

ګناه: د ګناه کولو په وخت کي مي وليدلې چي آرام او مطمئن يې، ګويا چي د آخرت او د حساب د ورځي څخه په امان يې.

په عصباني ډول مي ځواب ورکړ: په تا پوري اړه نه لري، او نه خوښوم چي څوک زما په شخصي ژوند کښي مداخله وکړي.

په تبسم يې را ته وويل: لکه څرنګه چي مي در ته وويل زه ستا خير غوښتونکې يم، خو، لکه څنګه چي معلوميږي ته نه غواړې چي غوږ و نيسې.
وروسته مي ګناه وليدل چي يوخوا او بل خوا ته يې حرکت پيل کړ او ويې ويل:

تُوَارِي بِجُدرَانِ البُيُوتِ عَنِ الوَرَی
وَأنـتَ بِـعَـينِ الـلّـهِ لَـو کُـنـتَ تَشـعُرُ
وَ تَخشَی عُيُونَ النَّاسِ إن يَنظُرُوابِهَا
وَ لَم تَخشَ عَـينَ الـلّـهِ وَ الـلّـهُ يَنـظُـرُ

(ځان د کور د دېوالو تر شا پټوې تر څو د خلکو له سترګو څخه پټ واوسې، خو مګر که چيري احساس وکړې نو دالله تر نظر لاندي يې. له دې څخه وېرېږې چي خلک تا د ګناه کولو په وخت کي وويني،مګر له دې څخه چي خدای جل جلاله تا وويني وېره نه لرې)

په هغه څيزونو مي فکر وکړ چي ګناه را ته وويل، له ويناؤ څخه يې ډېر متاثره شوم او هغې ته مي وويل: يو ځل بيا خپلي خبري تکرار کړه .

هغې بيا خپلي خبري تکرار کړې او دهغه څه څخه پښېمانه شوم چي مخکي مي د کولو اراده کړې وه، هغې ته مي ږغ کړ او ورته ومي ويل: ما ته رانژدې سه دلته راسه او په هر څه چي پوهېږې ويې وايه؟

ګناه : په دې شرط چي هغه څه زه يې ته وايم غوږ ورته ونيسې ، پر ما فخر او لويي و نکړې او زما نصيحت ومنې.

ما وويل : مهرباني وکړئ.

ګناه: زه وينم چي ډېر ګناهونه کوې خو دومره بايد درته ووايم چي دا ډېر بد صفت دی، ځکه ستا ارتباط د الله جل جلاله سره له منځه وړي او ستا اعمال د الله په نزد تباه کوي. لکه څرنګه چي رسول الله فرمايي . خبري مي ور پرې کړې او ما وويل رسول الله څه فرمايي؟

ګناه: رسول الله فرمايي:
« لَأعلَمَنَّ أقوَامَاً مِن أمَّتِي يَأتّونَ يَومَ الِقيَامَةِ بِحَسَنـَاتٍ أمثَال جِبالِ تُهامَة بَيضَاءَ، فَيَجعَلُهَا الـلّـهُ عزوجل هَبَاءً مَنثُورَ اً»
(د خپل امت څخه داسي ډلي پېژنم چي د قيامت په ورځ به د ((تهامې)) د غرونو په اندازه به سپيني نېکۍ او حسنات لري، ليکن الله عزوجل ټول دغه حسنات په هوا کښي د ګرد او غبار په څېر ګرځوي.)
د اصحابو کرامو څخه يو تن د ثوبان په نامه وويل: ای د الله رسول صلی الله علیه وسلم ! دا قوم کومي ځانګړني لري؟ موږ ته ووايه تر څو د هغوی څخه و نه اوسو، او يا که چيري دا ډول يو وپوهيږو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

«أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُکُمْ وَ مِنْ جِلْدَتِکُمْ وَ يَاْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ کَمَا تَأْخُذُونَ وَ لَکِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْ بِمَحَارِمِ الـلَّـهِ انْتَهَکُوهَا»
( هغوئ ستاسو وروڼه او ستاسو همجنس دي، او هم ستاسو په څېر شپه رڼوي. مګر دغه قوم ته چي کله د ګناه اسباب برابريږي په حرام عمل اخته کيږي.)
ګناه ساکته پاته سول او ما هم سکوت وکړ. وروسته مي وويل: دا حديث ډېر خطرناک او اخطار ورکونکی دی.

ګناه: هو؛ همدا وجه وه چي زړه مي ستا پر حالت وسوځېدی، غوښتل مي چي تا ته نصيحت وکړم تر څو اعمال دي د ګرد او غبار د ذراتو په څېر بې ارزښته نه سي. اوس دي ځان ته خلاصون ورکړه ای د الله بنده!

وروسته يې زياته کړه: په تنهايي او يوازيوالي کښي ګناه کول نه يوازي ستا ارتباط د الله عزوجل سره کمرنګه کوي، بلکه ددې سره سره ستا ارتباط د خلکو سره هم له منځه وړي.

ما وويل: مګر خلک خو نه پوهيږي چي زه د ګناه مرتکب کېږم. نو څرنګه زما ارتباط د خلکو سره له منځه ځي.

ګناه: د ابو دردا رضي الله عنه په نامه يو تن د رسول الله د اصحابانو څخه وايي:
«إنَّ العَبدَ یَخلُو بِمَعَاصِی اللهِ فَیلقِی اللهُ بِغَضَبِهِ فِی قُلُوبِ المُؤمِنِینَ مِن حَیثُ لا یَشعُر.»
(کوم وخت چي بنده په ګوښه توب کي د يو ګناه مرتکب کيږي، لکه څرنګه چي خپله يې نه شي احساسولای الله جل جلاله دده لپاره خپل قهر او غضب د مؤمنانو په زړونو کي اچوي.)

نو د الله بنده! د خپل باطن مؤاظب اوسه د خپلي هوا او هوس واګي ټينګي ونيسه او ماسوا د الله تعالی د رضا څخه يې هيڅ وخت مه پرېږده.

ما وويل: زه ګناهکار یم، ليکن زما ډېری ګناهونه صغيره دي او فکر کوم چي صغیره یا کوچني ګناهونه به د قيامت په ورځ په عملنامه کښي کوم خاص تأ ثیر ونلري.

ګناه: دهغي ناداني او جاهلي ښځي په څېر مه کېږه چي ويل به يې په ساعتونو ساعتونو د يو سپڼسي پر بل اضافه کول او جارول هيڅ ګټه نه لري هو په همدې سبب يې د اوبدلو مسلک ته شا کړه دا ناپوهه ښځه په دې نه پوهېده چي د نړۍ ټول ټوکران او لباسونه د یو، یو سپڼسي په اوبدلو سره جوړ شوي دي. زه ګناه يم او زه تر تا بهتره پوهېږم چي د قيامت ستا په عملنامه کښي څومره مؤثره يم.
لکه څرنګه چي په متل کي راغلي دي : ميږی پوهيږي چي په خپل ښور کښي يې څه راټول کړي دي، خو اوښ نه پوهيږي چي د ميږي په ښور کي څه وجود لري.

د پوښتني په ډول مي ورته وویل: زما ځای د دې تعبيرونو تر منځ چير ته دی؟ زه فقط په غفلت کښي واقع وم، په همدې خاطر د الله جل جلاله او دنيا څخه ناخبره او مغرور شوم.او بس.

ګناه: راويښ سه او په خود راسه ای د خدای بنده! اوس هم د خپلو غلطيو چي د خپل رب په حق کي دي کړي دي د جبران وخت لرې.

زه هماغه ګناه يم چي د قيامت په ورځ ستا د هلاکت او نابودي سبب ګرځم، زه په دنيا کي ستا څخه د الله جل جلاله او بندګانو د کرکي سبب يم، زه ستا د اعمالو د برکت د له منځه وړلوسبب يم او په اعمالو کي ستا د سستۍ او ضعف سبب يم.
خبري مي ور پرې کړې او ومي ويل: ددې ټولو بد بختيو سبب ته يې؟

ګناه: هو، ددې څخه علاوه چي هر کله ته يو ګناه کوې د هغې څخه وروسته يوه بله ګناه هم راځي. په هماغه ډول لکه څرنګه چي سلفو صالحينو ويلي دي: د هري نېکۍ اجر او ثواب هغه نېکي ده چي په همدغي پسې وي، او د هري بدۍ او ګناه او عقوبت او عذاب هغه ګناه ده چي همدغي ګناه پسې راځي.
ما وويل : اوس څه وکړم؟ ما د ګناه کولو تصميم نيولی و؛ دروازه او کړکياني مي ټينګي تړلي وې.

ګناه: ايا پوهېږې تر هغه وخته چي دي یو ګناه نه وي کړې ستا لپاره ګناه نه ليکل کيږي. او که سمدستي هغه ګناه د الله جل جلاله لپاره پرېږدې د هغې پرې ايښي ګناه په مقابل کي تا ته نېکي ليکل کيږي. لکه څرنګه چي د رسول اللهصلی الله علیه وسلم په يو حديث کي چي د خپل رب څخه يې نقل کړی دی راغلي دي:
«وَ مَنْ هَـمَّ بِسَيِّـئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا کَتَـبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً کَامِلَةً»
(څوک چي د ګناه د کولو تصميم ونيسي ولي هغه ګناه و نکړي، الله جل جلاله د هغه لپاره يوه کامله نېکۍ په نظر کي نيسي)

ای د خدای بنده! توبه وکړه او د هغي ګناه څخه چي کړې دي ده بخښنه وغواړه ځکه الله جل جلاله بخښونکی او مهربانه دی، يو ځل بيا دروازې او کړکياني محکمي وتړه او د کوټې څراغونه دي مړه کړه، مګر دا ځل د الله جل جلاله د ذکر، یاد او عبادت لپاره، ځکه پټه ګناه په پټه نېکي سره پاکيږي.(هاغه عمل په دې عمل)