سوداګرو څنګه جنت ته تللای شئ؟! – څوارلسمه برخه
د ژوند تېرولو او رزق گټلو اړوند د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ځینې مبارکې لارښوونې:
(۳۰) حلال رزق گټل د الهي فرائضو له ډلې څخه دي:
عن عبدالله (رضی الله عنه) قال: قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة. (مشکوة ص ۲۴۲)
ژباړه: عبدالله (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: له فرائضو وروسته د حلال رزق گټل بل فرض دي.
فایده: له دې حدیث څخه معلومه شوه چې حلاله گټه د مال د ترلاسه کولو حلاله ذریعه ده او د ژوند د اړتیاوو (خوراک، څښاک، لباس، مکان او داسې نورو) پوره کول فرض دي او په ترلاسه کولو یې انسان ته ثواب حاصلېږي لکه د الله (جل جلاله) د نورو فرائضو په ترسره کولو چې انسان ته ثواب ورکول کېږي. د دې یوه وجه دا ده چې انسان په خپلو ضرورتونو کې نورو ته محتاج نه وي او د سوال کولو ضرورت نه ورته پیدا کېږي. د خپل نفس حق او د نور فامیل (لکه مور، پلار، ښځه او اولاد) حق یې نه ضائع کېږي نو ده ته په عبادت کولو او د آخرت په چارو کې سهولت وي او پوره اطمینان ورته حاصل وي.
ای تاجرانو! په تجارت یا کوم بل کسب سره د ضرورت په اندازه مال گټل شرعي حکم او الهي فرض دي. داسې کړنه ده چې گټه یې یوازې بنده ته رسيږي خو د الله (جل جلاله) اطاعت بلل کېږي او ثواب ورباندې ورکول کېږي. په حرامو او شکمنو لارو سره تجارت مه کوئ او د شریعت په خلاف لارو چارو کې د مال ترلاسه کولو هڅه مه کوئ ځکه دا کار د الله (جل جلاله) نافرماني ده نو د ثواب په ځای انسان د گناه مستحق بلل کېږي.
ای تاجرانو! د مال په گټلو کې دوه شیان په نظر کې وساتئ:
الف: حلاله او د شریعت مطابق گټه ترلاسه کول.
ب: په مال گټلو کې دومره نه مشغولېدل چې د الله (جل جلاله) په فرائضو کې یا غفلت وشي او یا په خپل وخت کې اداء نه کړل شي.
د الله (جل جلاله) له ذکر څخه غفلت، د مال گټلو ته اول نوبت ورکول لمونځ او د الله (جل جلاله) نورو حقونو ته دوهم نوبت ورکول (چې هر وخت له دکاندارۍ څخه فارغ شي بیا لمونځ کوي) داسې کارونه باید تر سره نه شي. د لمانځه او جماعت وخت چې راشي دکانداري پرېږده او لمونځ په جماعت سره اداء کړه او له رزق ورکوونکي څخه د حلال رزق د گټلو غوښتنه (دعا) وکړه. الله (جل جلاله) راضي کړه او نا راضه کوه یې مه، که له یوې مشخصې لارې څخه نه وي له بلې داسې لارې څخه به الله (جل جلاله) رزق درکړي چې ستا به ورته فکر هم نه وي.
(۳۱) د خپل اهل او عیال لپاره رزق گټل جهاد دی.
عن ابي هریرة (رضی الله عنه)…ومن سعى على عياله ففى سبيل الله. (اتحاف ص ۶) .
ژباړه: ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: څوک چې د خپل عیال د گذارې لپاره کوشش کوي هغه د الله (جل جلاله) په لاره کې دی.
فایده: د اهل او عیال د خوراک،څښاک، لباس او نورو اړتیاوو څخه بې پروایي او آزاد گرزېدل جهالت دی او دهغوی د مصارفو په پوره کولو کې د تکلیفونو تحمل کول جهاد دی، دغه حدیث د دې ترغیب (هڅونه) ورکوي، چې د شریعت موافق خپل اهل او عیال ته رزق گټل د دنیا کار نه بلکې د دین کار دی.
(۳۲) د حلال مال گټل جهاد دی.
عن ابن عباس (رضی الله عنهما): طلب الحلال جهاد. (کنز العمال ج ۴ ص ۶).
ژباړه: ابن عباس (رضی الله عنهما) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: د حلالو گټل جهاد دی.
فایده: مطلب دا چې د حلال مال په گټلو کې د جهاد په ډول ثواب ترلاسه کېږي ځکه چې دواړه د الله (جل جلاله) حکمونه دي او په دواړو کې د الله (جل جلاله) اطاعت او پیروي ده. یا مطلب دا چې د جهاد په ډول په حلال مال گټلو کې تکلیفونه وي ځکه په اوسنۍ زمانه کې د واقعي حلال مال گټل د جهاد په څېر سخت او له ستونزو څخه ډک کار دی مشقت یې ډېر او گټه یې کمه ده.
نو ای تاجرانو، دکاندارانو او وظیفې لرونکو خلکو! حلال مال وگټئ، په وظیفه کې خیانت او په وخت کې یې کوتاهي مه کوئ ترڅو خپله گټه له حرامو او شبهاتو څخه وساتئ او د جهاد ثواب تر لاسه کړئ.
(۳۳) له حلال گټلو څخه بې پروايي کول په حرامو کې د بوختېدو خطر لري.
عن انس (رضی الله عنه): ما من عبد استحيا من الحلال إلا ابتلاه الله بالحرام. (کنز ج ۴ ص ۷).
ژباړه: انس (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: څوک چې له حلالو څخه ځان ژغوري الله (جل جلاله) به یې په حرامو کې مبتلا کړي.
فایده: مطلب دا چې د رزق گټلو حلالې لارې چارې شته دي خو د ځینې انسانانو ورباندې باوري نه وي او حلاله گټه ورته لږ ښکارېږي نو ځکه په حرامو کې مشغول شي. ښکاره خبره ده چې کله حلال ترک کړي نو په حراموکې مشغولېږي د غلا، رشوت او سود په خوړلو مصروف شي او الله (جل جلاله) هم ورته موقع ورکوي ترڅو د جزاء ښه مستحق شي.
نو ای خلکو! له حلال گټلو څخه بې پروايي مه کوی که نه! نو په حرامو کې به بوخت شئ.
نور بیا….