وروستي:

دنبوي مسجد ۱۰۰ دروازې چې ۲۴ ساعته پرانستي وي

درسول الله صلی الله علیه وسلم (نبوي) مسجد په نړۍ کې یوازنۍ ودانۍ ده چې ۱۰۰ دروازې لري او بله هیڅ ودانۍ دزمکې پر مخ په اوسني وخت کې شتون نه لري چې د سلو ورونو لرونکې وي.

دنبوي مسجد دا ۱۰۰ ورونه د روژې په مبارکه میاشت کې ټول پرانستې وي او ۲۴ ساعته دعمره کونکو، لمونځ کونکو او زایرینو هرکلی کوي.

دنبوي مسجد په دې سلو ورونو کې ځنې ډیر اوږد تاریخ لري او ځنې يې وخت پر وخت دجومات له لویدو سره ایښودل شوي دي.

دیادونې وړ ده چې په لومړي سرکې نبوي مسجد درې ۳ ورونه لرل:

۱- یوه دروازه د اوسني محراب پر ځای وه په هغه وخت کې قبله د بیت المقدس لوري ته وه، کله چې دهجرت په دویم کال شعبان په ۱۵ قبله دالله جل جلاله په حکم له بیت المقدس نه مکې مکرمې ته تبدیله شوه نو دقبلې دطرف (جنوب لورته) دروازه وتړل شوه او پرځای يې محراب جوړ کړی شو، او ددې ور پر ځای دجومات په شمالي دیوال کې ور پرانستل شو.

۲- دوې نورې دروازې چې په لومړي سر کې دنبوي جومات په شرقي دیوال او غربي دیوال کې جوړې شوې وې، دغرب لورته ور یې د باب عاتکة (په اوس وخت کې باب الرحمة په نامه یادیږي) په نامه یادیده، او عاتکه رضي الله عنها د زید بن عمر لور ؤ چې له مکې نه مدینې منورې ته مهاجره شوه او دجومات دا دروازه د عاتکه د کور دروازې ته مخامخ وه نو په همدې سبب د باب عاتکة په نامه مشهوره شوه، همدا راز دې دروازې ته یې باب السوق هم ویلې ځکه چې د بازار لورته هم خلاصه وه.

درحمت باب ځکه ورته وايي لکه څنګه چې په بخاري کې ذکر شوي دي، یو سړی نبوي جومات ته داخل شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې وغوښتل چې الله ته دعاء وکړي ترڅو باران وشي نور رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء وکړه او ۷ ورځې پرلپسې باران وشو … بیا بله جمعه هماغه کس نبوي مسجد ته داخل شو او له رسول الله نه يې وغوښتل چې دعاء وکړي ترڅو باران الله ودروي، نو باران ودرید، نو په همدې خاطر ورته د باب الرحمة نوم ورکړل شو او باب النبي هم ورته ویل کیږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له همدې دروازې جومات ته داخلیده.

۳- په هغه وخت کې یوه بله دروازه دجومات په مشرقي دیوال کې وه چې د باب عثمان په نامه یادیدله چې اوس مهال ورته باب جبریل وايي، دجبریل باب ځکه ورته وایي چې دبني قریظه په غزوه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم جبریل په همدې ځای کې ولید، او باب عثمان یې ددې لپاره ورته وایه چې عثمان غني رضي الله عنه د کور په مقابل کې واقع وه.

کله چې دعمر رضي الله عنه دخلافت پر مهال مسجد نبوي پراخه کړای شو نو درې نورې دروازې پر پخوانیو دریو ور اضافه کړای شوې.

۱- په شمالي دیوال کې چې یو ور پکې له پخوا نه ؤ، یوه بله دروازه هم اضافه شوه.

۲- په شرقي دیوال کې هم یوه بله دروازه باب النساء په نامه د باب جبریل ترڅنګه اضافه کړای شوه.

۳- او په غربي دیوال کې د باب الرحمة ترڅنګ یو بل ور دباب السلام په نامه کیښودل شو.
همدا رنګه دتاریخ په اوږدو کې دنبوي جومات ورونه وار په وار زیاتیدل، سره لدې چې پخواني ورونه په خپلو نومونو پاتې وو.

د عباسي خلیفه مهدي دخلافت پر مهال (۱۶۱-۱۶۵هجري) د نبوي حرم دروازې ۲۴ شوې، ۸ دوراې لویديځ لوري ته، ۸ ورونه ختیځې خواته، ۴ څلور ورونه شمال خواته او څلور ورونه د جنوب لورته شول.
دممالیکو په عصر کې اکثره ورونه وتړل شول او یوازې هغه مهم پخواني ورونه پرانستي پریښودل شول، لکه: باب جبریل، النساء، السلام، الرحمة، چې په ټول کې يې لویه او ښایسته دروازه باب السلام ؤ.

وروسته سلطان عبد الحیمد مسجد نبوي لوی کړ (۱۲۶۵-۱۲۷۷هجري)، او یو ور يې پکې اضافه کړ چې باب المجیدي یا باب التوسل په نامه مشهور شو.

دنبوي مسجد د ورونو یوځانګړی ریاست دی چې دورونو ټولې چارې په هغو پورې تړلي دي، چې دورونو تړل او خلاصول هم دهمدې ریاست دنده ده.

له دې وړاندې به د نبوي جومات ورونه د ماخستن له لمانځه یو ساعت وروسته تړل کیدل ولې لنډه موده وشوه چې دسعودي پاچا امر وکړ چې د نبوي جومات ورونه باید ۲۴ ساعته پرانستي وي.

د نبوي جومات ۱۲ دروازې دبرقي زینو لپاره ځانګړې شوې دي چې دجومات پورته پوړ ته ختلې دي، او دروژې په میاشت کې دتراویحو پر مهال په دې ورونو ډیره ګڼه ګوڼه وي.

په اوسني عصر کې دنبوي مسجد ورونه له لرګي نه جوړ دي او په ډیر ښکلي ډیزاین او اوچت نړیوال معیار جوړ شوي دي، عرض يې ۳ متره دی او ارتفاع یې ۶ متره او په مینځ کې يې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم، لیکل شوي دي، د ور په سر باندې یوه د تیږې لوحه ده چې پرې دالله جل جلاله داقول لیکل شوی دی: (ادخلوها بسلام آمنین).

دنبوي مسجد دځينې ورونو نومونه:

۱- باب السلام چې لومړي نمبر یې دی.
۲- باب ابو بکر الصدیق چې الف او ب دوې دروازې لري.
۳- باب الرحمة.
۴- باب الهجـرة دا ور هم الف او ب لري
۵- باب قبـاء ، دا دروازه هم (أ،ب) دوې دروازې دي.
۶- باب الملك سعود، چې څلور (أ،ب،ج،د،هـ) ورونه لري.
۷- باب العقيـق، دا په نمبر کې یولسمه دروازه ده.
۸- باب السلطان عبد المجيد، دا ور دعثماني خلیفه په نامه دهغه دمهال د ور دی.
۹- باب عمر بن الخطاب
۱۰- باب بـدر
۱۱- باب الملك فهد (أ،ب،ج،د،هـ)
۱۲- باب أحـد
۱۳- باب عثمان بن عفان (أ،ب)
۱۴- باب علي بن ابي طالب (أ،ب)
۱۵- باب أبي ذر
۱۶- باب الملك عبد العزيز (أ،ب)
۱۷- باب مكـة (أ،ب)
۱۸- باب بلال (أ،ب)

قريشي