وروستي:

د مغفرت لسيزې ته تيار ياستى؟

ليكنه: وائل شهاب   / ژباړه: زيارت گل راحل

د رمضان د ثوابونو ورځې په ډيره تيزۍ سره روانې دي او د الله جل جلاله د لويې مهربانۍ او مغفرت ورځي تيريږي، نو د دي لپاره بايد هر يو کس مخکي لدې  چې پري ناوخته شي خپل ځان وازمايي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم مونږ ته څومره ښه ويلي چې د رمضان لومړۍ لس ورځي د الله د رحمت، دويمې لس ورځې د مفغرت، او وروستۍ لس ورځې يې د جهنم د اور څخه د نجات دي.

مونږ ټول بايد د رمضان د دويمې په لومړۍ برخه کې په ډيره ايماندارۍ سره د کاميابۍ په دې ازموينه کې هلې ځلې وکړو او په دې بايد وپوهيږو چې دغه موده ډيره کمه ده او بايد د ثوابونو دغه پاتې ورځې د لاسه ورنکړو.

اوس چې مونږ د مفغرت دغې ورځو ته ليواله يو نو ايا مونږ تيار يو چې دغه د مغفرت د ورځو له پاره کار وکړو؟

ايا مونږ تيارى کړى دى چې د الله جل جلاله د لوري را ته مفغرت وشي؟

دا زمونږ لپاره لوى فرصت دى چې توبه وباسو او الله جل جلاله ته غاړه کيږدو او ورڅخه د بښنې غوښتنه وکړو او دغه قيمتي وخت بايد له لاسه ورنکړو.

که چيرې مونږ د مغفرت په دې ورځو کې ناکام شو او مغفرت مو په برخه نه شو نو کله به زمونږ له اوږو څخه دغه د ګناه پيټى سپکيږي؟

په خپله نبي اکرم صلى الله عليه وسلم، صحابه کرامو او نورو ريښتيني مسلمانانو به ټول عمر د رمضان  ثوابونو ته خاصه پاملرنه کوله، هوښيار خلک به هيڅکه هم د رمضان د يوې ورځې اجر او ثواب له لاسه ورنکړي.

اوس يوه مهمه پوښتنه دا ده چې:

د رمضان  د ثوابونو په مياشت کې مونږ څنګه  د الله جل جلاله د مغفرت تلاش کولاى شو؟

لاندي څو ټکو ته بايد پاملرنه وشي چې دغه ثوابونه او مغفرت تر لاسه کړو:

1.    په اخلاص او عاجزۍ  سره  الله جل جلاله  ته توبه  او د هغې څخه بخښنه غوښتل.

2.    بد عملي او ګناه  په پوره توګه پريښودل.

3.    نيك کارونه لکه تهجد، صدقه، ذکر او تلاوت زياتول.

4.    پنځه وخته فرض لمونځ په ډيرې عاجزۍ او پابندۍ ترسره کول.

5.    د الله جل جلاله څخه په عاجزۍ او اخلاص سره بښنه غوښتل.

اى الله!  له مونږ سره مرسته وکړې چې ستا لخوا مو رحمت، مغفرت او اجرونه  په برخه شي. آمين