وروستي:

له ځان سره د خبرو درې ډولونه

ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام

لومړی: فکر کول:

له ځان سره د خبرو دا ډول ډېر ځواک او ګټي لري او کېدلای شي ډېري ناوړه پايلي هم ولري. د بېلګي په ډول: که چېرې ته د يو داسې چا فکر وکړي چې هغه ستا بد ايسي او داسې يو وخت راياد کړې چې ستا سره يې بد چلند کړی وي او په همدې وخت کې غوږ کېږدي چې ته خپل نفس ته څه وايي؛ نو هغه څه به احساس کړې چې ته يې په اړه فکر کوې. . .

له ځان سره دغه ډول خبرې کولای شي تا له ستونزو سره لاس و ګريوان کړي او ستا پرصحت ناوړه اغيز وکړي آن کولای شي د ژوند په هره شېبه کې تا د خوښيو څخه بې برخي کړي.

په همدې اړه ارواپوه “فرانګ اوټلو” ليکلي دي:

“دخپلو افکارو څارنه کوه ؛ځکه چې همدا ستا د راتلونکي کړه و ړه دي”

“د خپلو کړو وړو څارنه کوه ځکه چې همدا به ستا خويونه وي”

” دخپلو خويونو څارنه کوه ځکه چې همدا به ستا راتلونکی طبيعت وي”

د خپل طبيعت څارنه کوه ځکه چې همدا به دې تګلاره د ګواښ سره مخ کړي”

 دويم: له ځان سره خبري اتري کول

آيا کله داسې شوي دي چې ستا له چا سره جګړه وشي او جګړه پای ته ورسيږي او ستا په ذهن کې دهغې جکړې پته بيا له سره شي؟ . . . که چېر داسې وشي؛ نو په داسې حالت کې به ته دوه ډوله سوچونه کوي، لکه تاته چې دخپل داخل نه دوه ډوله غږونه راځي ، يو به ستا خپل غږ وي او بل به د هغه تن غږ وي چې ستا سره يې جګړه کړې وه، ته به له ځان سره د شخړې انځور بيا بيا تکراروي او نورې خبرې به هم ورسره زياتوي، ته به له ځان سره وايي چې کاش چې مې د شخړي پرمهال داسې ورته ويلي وای چې:” ياد ساته! داځل به پوه شې چې ته له چا سره جګړه کوي”. . . او په خپله به يې د هغه له لورې داسې ځواب وايي: “زه ډېر پښېمانه يم” بيا به ورته وايي: “يوازې پښيمانتيا کافي نده” په همدې توګه به د سوچونو په سمندر کې ډوب يې او بلاخره به رښتونې لاره ورکه کړې، نو له ځان سره همدغه ډول غږېدا زورور منفی احساسات زيږوي.

 درېم: خبري ته څرګند ځواب ويل، دغه ډول په دوه بڼو ويشل کيږي:

لومړی: له ځان سره په لوړ غږ غږېدل:

کله دې داسې څوک ليدلي چې په لاره روان وي او له ځان سره په لوړ غږ خبرې کوي؟

يو ځل زه په يوهوټل کې ګرځېدم، يو سړی مې وليد چې په لوړ غږ يې له ځان سره خبري کولې او لاسونه يې له يو بل سره مروړل؛ خو کله چې يې پر ما سترګي ولګېدې؛ نو سمدلاسه ودرېد او لرې ولاړ!!

داسړی هغه مهال تر سخت فشار لاندې و، تردې چې په غير شعوري ډول يې بې اختياره حرکات کول او همدا ډول فشار بدن ته ډېر زيان رسوي، فشار يې ولړ خيژي او يو زورور منفي ځواک زيږوي.

 دويم: د کتمرۍ احساس:

مثال يې داسې دی: ټاکل شوې وه چې زه په مونټريال کې د “ملکه اليزابټ” په هوټل کې يوه وينا وکړم، کله چې زه هلته ولاړم؛ نو د هوټل په يوه څنډه کې مې واورېدل چې يوه مېرمن بلې ته وايي:” زه ډاريږم او د خلکو په مخکې هيڅ نشم ويلای، نه پوهيږم چې دا خلک څنګه دګڼ شمېر خلکو په مخکې دريږي او خبرې کوي او وروسته بيا همدا خبرې د خلکو د خندا وړ وګرځي” . . .

بله مېرمن په ځواب کې ورته وايي: “هو! ته رښتيا وايي، زه به هم نور هيڅکله د خلکو په وړاندې خبرې ونه کړم”

اوس که موږ د دوی دا دريځ وڅېړو؛ نو ويلای شو چې لومړۍ مېرمنې منفي خبرې وکړي او په لوی لاس يې ځان ته اسانه کار ګران کړ او يوازې پر دې نه بلکې پر دوهمې مېرمنې يې هم اغيز وکړ او هغه يې هم وهڅوله چې ورته منفي احساس وکړي. . .  نو همدا ډول تګلاره چې د خپل ځان له خوا منفي جملې تکراروي او ورته ټکي له نورو څخه هم اوري ډېره زياته تاواني ده، او داسې منفي او ويجاړونکي احساسات زېږوي چې د ژوند په برخه کې خنډ کيدلای شي.

ډېر ځله داسې کيږي چې يو انسان ته خپل عقل منفي لارښووني کوي، هغه تکراروي او د ده په زړه کې ځای نيسي او بلاخره همدا کړنې د ده خويونه وګرځي، په همدې اړه پيغمبر عليه السلام وايي:

 لايحتقرن احدکم نفسه.

ژباړه: “ستاسو نه دې څوک ځان سپک نه ګڼي“.

 يو جرمنی ارواپوه “جوټه” وايي: “پرخپل ځان بدګوماني انسان ته تر ټولو زياته زيان رسونکې ده، له نيکه مرغه زه، ته او بل څوک دا وړتيا لرو چې له ځان سره د خبرو کولو په وړاندې تصرف وکړای شو کوم چې د شخصيت جوړونې بنسټيز اصل دی، او موږ کولای شو هر ډول منفي تګلاره په مثبتې پياوړې تګلارې بدله کړو، او د دې لامل ډېر څرګند دی هغه دا چې موږ خپل افکار په واک کې لرو او موږ د عقل څښتنان يو؛ نو موږ کولای شو د خپلې خوښې سره سم تګلوری بدل کړو.

“ارټسټ هولمز” په خپل کتاب ” دعقل بنسټيز نظريات” کې وايي: “زما افکار زما پر پوهي واکمن دي او زه کولای شم د خپلو افکارو تګلوری وټاکم” . . .

“ماريان ويليامسون” په خپل کتاب “ميني ته راګرځېدل” کې وايي: “موږ کولای شو هره شېبه روانه او راتلونکې تګلاره بدله کړو. . . او د عصبي جوړښتونو دپوهي له بنسټونو څخه دا هم دي چې وايي:” زه د خپل عقل مسؤل يم؛ نو د کارونو د پايلي مسؤل هم زه يم”، ته حق لري لکه څرنګه چې کولای شې څه غواړي هغه وکړي دغه راز کولای شي د هغه څه په اړه فکر وکړي چې ته يې خوښوي، هيڅوک نشي کولی ستا د افکارو واکمن شي، ستا افکار يوازې ستا په واک کې دي، ته کولای شي ښه  او بد په خپله وپېژني او په ډاډه زړه او بشپړزيرکتيا سره خپلې خبرې په سهي توګه وړاندې کړې چې همدا ستا ژوند د برياليتوب او له نيکمرغۍ ډکو تجربو په لور بيايي.

“جاک کانفيلډ” او “مارک فينس” په خپل کتاب (د لاسته راوړني وړتيا)  کې وايي: “موږ ټول يوډول ۱۸ مليونه عصبي حجرې لرو؛ خو مهم د هغو کارول دي.

 مخکې له دې چې هغه تګلاره وڅېړو چې په مټ يې ته کولای شي خپل منفي غږونه په پياوړو مثبتو غږونو بدل کړي راځه وڅېړو چې څنګه باطني او ظاهري عقل يوډول کارکوي.

که موږ داسې وګڼو چې ظاهري عقل د کمپيوټر پروګرامونه برابروي او باطني عقل د کمپيوټر مغزدی؛ نو داسې به ووايو چې د پرو ګرامونو برابرونکی د بهر نه معلومات راټولوي او په همدې سره د کمپيوټر مغز ته غذا ورکوي.

د بېلګي په ډول: که چېري پروګرام برابرونکی کمپيوټر ته داسې پيغامونه ورکړي چې:

زه ډېر مايوسه يم. . .  زه له سيګرټو لاس نشم اخيستلای. . .  زه ډېر پرېشانه يم. . .  زه عصبي مزاجه يم. . . زه ورزش نشم کولای، زما هيڅ په وسه نه کيږي، او دا معلومات کمپيوټر ته ور داخل کړل شي؛ نو هرومرو به د کمپيوټر پر سکرين داسې ښکاره کيږي چې: زه ډېر خجالته يم او نشم کولای له بدوکارونو څخه لاس واخلم. . .  او داسې نور.

نو د ظاهري عقل دنده داده چې معلومات راټول کړي او هغه باطني عقل ته وليږي تر څو غذا ورکړي او باطني عقل بيا په پوره پام سره معلومات زخيره کوي او بيا يې تکراروي چې هيڅ زياتی او کمی پکې نه کوي، که داسې وشي چې يو پيغام د  اوږدې مودې له پاره او په تکراري ډول ورکړل شي؛ نو هغه هلته ريښې ټينګوي او د باطني عقل په ژوره برخه کې ځای نيسي چې د هغه لري کول ناشونی کار دی، خو بدلون پکې راتلای شي چې پر ځای يې سهي پروګرام ثبت شي.

اوس که ستانه وغواړم چې په سپين “سوی” کې فکر مه کوه؛ نو کيدلای شي ته همدا سې وکړي؟

او که ستانه وغواړم چې په تور “آس” کې فکر مه کوه. نو آيا کيدلی شي همداسې وکړې؟

طبعا “نه” ته به غالبا په کوم ځانګري سوی او ځانګړي آس کې فکر کوي، که همدا خبري موږ وڅېړو؛ نو موندلای شو چې باطني عقل په داسې خبرو کې “مه”  له منځه وړي او يوازې دا تورې ثبتوي چې: “په تور آس کې فکر کوه” دې ته ورته کار هغه مهال هم کېدلای شي چې له تانه څوک ستا د حال پوښتنه وکړي او ستا ځواب داسې وي چې: “بد نه يم” نو باطني عقل د “نه” توری له منځه وړي او يوازې د “بديم” توری ثبتوي له همدې امله که تا له چا نه د هغه د حال پوښتنه وکړه د هغه ځواب داسې و چې: “ښه يم بد نه يم” نو ته ورته وايه: ښه ژوند درته غواړم!!

باطني عقل يوازې هغه مثبت پيغامونه ثبتوي چې موجوده وخت څرګندوي، د دې برعکس که ته خپل ځان ته ووايه چې: ” زه به ښه ژوند ولرم” نودا به هغسې نه وي ځکه چې ستا دا پيغام پياوړی اغيز نه لري؛ نو ستا پيغام بايد تل په موجوده وخت کې وي. . .

د مثبت پيغامونو ځيني پياوړي بېلګي په لاندې ډول دي:

زه ډېر خوښ يم. . .  زه پر ځان پوره باور لرم. . .  زه ښه دماغ لرم. . .  زه ډېر ځواکمن يم. . .  زه پياوړې حافظه لرم. . .