په روژه کې لویي تاریخي پیښې
حامد افغان
که په روژه کې داسلامي تاریخ ستروپیښو ته ځیر شو راته ښکاره به شې چې روژه د ځواک ،جهاد او کار سمبول ده اوپه روژه کې هیڅکله سستي ، کمزوري او له واقعاتو منډه نشته مسلمان باید خپل ژوند او ژوند چاري په ځواک ، متانت او میړانه سره پرمخ رواني ولرې اودژوند له ټولو حالاتو او ظروفو سر باید ځان روږدول ورته اسانه وې ، داسې نه چې ځیني عبادتونه یې له ژوند چارو نه وغورځوې او یادا چې ژوند اودژوند بوختیاوې یې د مهمو عبادتونوپه مخکي خنډ نشې ،داسي دي څوک نه وایې چې روژه کارونه په ټپه دروې اوټولنه شاته کوې داسي هیڅکله نده دالله دین ټول جهاد ده او الله دین انسانانو ته ډیر اسانه کړی دی ، قرانکریم دروژي په بیان کې دمسافر او ناروغه له پآره دروژي خوراک رواکړی دی او ددي بیان په ترڅ کې وایې : الله جل جلاله ستاسو له پار اسانتیا غواړي ، هغه تاسو ته سختي نه غوره کوې : یرید الله بک الیسر ولایرید بکم العسر، دلته موږ داسلامي تاریخ ځیني هغه لویې پیښې را اخلو چې په روژه کې رامنځته شوې دي اوپه دي سره به دا خبره هم روښآنه شې چې روژه دسستي او غفلت میاشت نه بلکي د نشاط او بیداري میاشت ده او بل دا چې دومره لویې پیښې د روژی تقدس او سپیڅلتیا ته هم زیاتوالی ورکوې او هغه ځکه چې روژه د قرانکریم د نزول میاشت هم ده او ددي پیښې یادونه چې قرانکریم کړي ده نو دایې دروژي سپیڅلتیا بللي ده او وایې : رمضان هغه میاشت ده چې قران پکي نازل شوی دی : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ.
(1) د بدرلویه غزا
دبدر غزا ته د (فرقان) نوم ورکړل شوی دی یعني په دي ورځ دحق اوباطل ترمنځ فرق ښکاره شو :اسلام بریا ترلاسه کړه ، اسلام د دلوړو اخلاقودین ، دتوحید او تفکیر دین ، اودغوره ژوند او ښایسته اخلاقو دین دی او شرک چې بیلاري اخلاقي ټیټوالي او بي دیني ده ویې بایلله او لښکري یې تیت پرک او سرځوړي شوې ، داپيښه د جمعي په ورځ اولسم دروژي د هجرت په دویم کال رامنځته شوې وه قرانکریم ددي غزا په اړه وایې : ولقد نصرکم الله ببدر وانتم اذلة فاتقوا الله لعلم تشکرون ،(ال عمران) یعني په بدر کې الله له تاسو سره مرسته وکړه او تاسو کمزوري وئ ، له الله نه وویریږئ ، اوشکر وباسئ عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایې : دپیښه دجمعي په ورځ درمضان په اولسم رامنځته شوې وه اوپه دي کې داسلام ترټولو ستر دښمن او ددي امت فرعون ابوجهل هم وژل شوی و ،
(۲) دمکې فتحه
دمکي فتحه قرانکریم مبنه او لویه فتحه بللي ده : انا فتحنا لک فتحا مبینا ( الفتح) دا پیښه دهجرت په اتم کال دروژي په شلم یا یوویشتم دجمعي په ورځ رامنځته شوې ده ، په دي مهال دخدای خونه له بوتانوپاکه شوه او رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپل مبارک لاس هغه بوتان نړول او دا ایت به یې تلاوت کاوه : وقل جاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا .
او په پنځم هجري کال روژه کې د خندق دغزا تیاري نیول شوې وه که څه هم هغه غزا دهمدي کال
په شوال کې رامنځته شوې وه
(۳) داراز په روژه کې په نهم هجري کال دتبوک دغزا ځیني پیښې رامنځته شو ې او دالقادسیه ، البویب او رودس فتوحات هم دروژي پ میاشت کې رامنځته شوې دي .
(۴) دروژي په میاشت کې په لسم هجري کال په یمن کې اسلام خپور شو ، رسول الله صلي الله علیه وسلم علي بن ابي طالب رضي الله عنه له یوي ډلي مجاهدینو سره یمن ته ولیږه او دوی ته یې دیمن دخلکو له پاره لیک هم ورکړ ،
(۵)دهجرت په اتم کال په پنځه ویشتم دروژي خالدبن ولید رضي الله عنه په یوه سیمه کې د العزي مشهور بوت ونړاوه اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې دعزي عبادت به بیا هیڅکله هم ونشې ،
(۶) دروژي میاشت په نهم هجري کال له طائف نه دثقیف قبیلي پلاوی رسول الله صلي الله علیه
وسلم ته دایمان راوړلو له پار راغی او په همدي وخت کې د ثقیف قبیلي مشهور بوت اللات هم
ونړول شو هغه چې دوی یې عبادت کاو ه ،
(۷) دجمعي دورځي په سهار پنځه ویشتم دروژي په ۴۷۹ هجري کال کې د الزلاقه په نوم پیښه
رامنځته شوه او دا په اندلس کې دمسلمانانو دستر سالار یوسف بن تاشفین سوبه وه چې د صلیبیانو اتیا زره کسیز لښکر ته یې ماته ورکړه او دکفارو دلښکر مشري دشپاړلسم الفونس په لاس کې وه ،
(۸) په ۶۵۸ هجري يا (۱۲۶۰م)کال کې د روژي په پنځلسم دجمعي په سهار د (عین جالوت) مشهوره او تاریخي سوبه رامنځته شوې ده او دا د مصر د ممالکو دیوه وتلي واکمن سلطان قطز په لاس رامنځته شوې وه اودا سوبه په هغه قوم باندي وه چې هغه مهال یې دماتولو تصور هم چا نشوی کولی او هغه تاتاری قوم وو ، په دي جګړه کې د سلطان قطز د ( وا اسلاماااه ) چیغه
په اسلامي تاریخ کې په سروزرو ثبت ده او داراز په روژه کې دصلیبیانو پر خلاف د سلطان صلاح الدین هم ډیر فتوحات رامنځته شوې دي.
بغلاني صاحب الله دي روژ ه اوټول ښه عملونه له موږ اوټولو مسلمانانو سره قبول کړه ، او ستاسو څرګندوني او په ځانګړي توګه دعاګاني زموږ له پاره ډاډ دی او دسورت نور دتفسیر کوښښ کوم خو هغه ډیر دقت او زیات وخت غواړي ستاسو دعا هم ضروري دي
حامد صاحب، الله جل جلاله دي د دې رمضان په برکت ډېر ډېر اجرونه درکړي، بس دي دي که نوره دعا هم درته وکړو…
که د سورة النور تفسير مو په هغه ډول بشپړ کړ لکه چې مو پيل کړی، نو پر موږ به مو دغه يوه بله لوريينه وي…