وروستي:

د سورت نور مهم موضوعات – دويمه برخه

حامد افغان

دلته په لنډه توګه هغه موضوعات را اخلو چې په سورت نور کې دهغوپه اړه تفصیلات راغلي دي ا ودا ځکه مهم بولو چې موږ دکوم سورت په اړه دمعلوماتو ترلاسه کولوپه لټه کې یو نو په پیل کې دهغه سورت اجمالي نقشه یاخاکه  په ذهن کې لرل مهم دي څو دموضوع په اړه د ذهن ځمکه له هغې موضوع سره یومخ نابلده نه وي پاته شوي .

په دې سورت کې مختلف او مهم موضوعات بیان شوي دي چې یوڅو یې دادي لکه :

– دنارینه وو او ښځینه وو د ګډ ژوند په اړه لارښوونې او ټولنیز ژوند.
– دخپلوانو ترمنځ دلیدنوکتنو اداب او اخلاق  .
– دزنا حد او د زنا او زناکارانو  سپکوالی .
– دهغو خلکو سزا چې پاکې مېرمنې توره وي او بېکاره خبرې پسې کوي.
– دلعان حکم.
– د عائشې رضي الله عنها د پاکوالي بیان اوپه هغې باندې د تورلګوونکو سزا او عقاب.
– د ښځو او نارینه وو مومنانو په منځ کې دسپکو خبرو دخپرولو حرمت او ناروا والی.
– هيچاته ضرر نه رسول اوپه دې ترڅ کې د( مِسْطَحِ بْنِ أُثَاثَةَ)  کیسې ته اشاره .
– دهستوګنې او نه هستوګنې  کورونو ته دننوتلو په اړه اداب .
– یوه کورته د ورتګ پر مهال دکور له خلکو نه داجازې غوښتلو اخلاق او تفصیلات .
–  دمسلمانانو ترمنځ داختلاط اداب.
– دسلام عامول.
– دمینځو او غلامانو په ودولو کې بیړه کول .
– داراز دمینځو اوغلامانانو دمکاتبت اهمیت یعنې دڅه مال په بدل کې دهغوی ازادول.
– دزناله پاره دمینځو دساتلو حرمت.
– پر پاک لمنۍ امر.
– دمنافقینوغندنه او له رسول الله صلي الله علیه وسلم د دوی  دچلند غندنه .
– دشیطان په لوموکې له ګیرکیدلو نه  وېرونه.
– دایماني هدایت او کفري ضلالت له پاره یوه روښانه بېلګه.

 

د سورت النور تفسير لومړۍ برخه (۱)