د رمضان فضايل – د یوې سجدې بدل (۱۵۰۰) نیکۍ
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” إِذَا كَانَ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فُتِحَتْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ فَلَا يُغْلَقُ مِنْهَا بَابٌ حَتَّى يَكُونَ آخِرُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ، وَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يُصَلِّي فِي لَيْلَةٍ إِلَّا كَتَبَ اللهُ لَهُ أَلْفًا وَخَمْسَمِائَةِ حَسَنَةٍ بِكُلِّ سَجْدَةٍ، وَبَنَى لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ مِنْ يَاقُوتَةٍ حَمْرَاءَ لَهَا سِتُّونَ أَلْفَ بَابٍ لِكُلٍّ بَابٍ مِنْهَا قَصْرٌ مِنْ ذَهَبٍ مُوَشَّحٍ بِيَاقُوتَةٍ حَمْرَاءَ، فَإِذَا صَامَ أَوَّلَ يَوْمٍ مِنْ رَمَضَانَ غَفَرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ إِلَى مِثْلِ ذَلِكَ الْيَوْمِ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ، وَاسْتَغْفَرَ لَهُ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ مِنْ صَلَاةِ الْغَدَاةِ إِلَى أَنْ -[242]- تُوَارَى بِالْحِجَابِ، وَكَانَ لَهُ بِكُلِّ سَجْدَةٍ يَسْجُدُها فِي شَهْرِ رَمَضَانَ بِلَيْلٍ أَوْ نَهَارٍ شَجَرَةٌ يَسِيرُ الرَّاكِبُ فِي ظِلِّهَا خَمْسَ مِائَةَ عَامٍ “
( قَدْ رَوَيْنَا فِي الْأَحَادِيثِ الْمَشْهُورَةِ مَا يَدُلُّ عَلَى هَذَا أَوْ بَعْضِ مَعْنَاهُ ) . رواه البيهقي في شعب الايمان .
ژباړه : حضرت ابوسعید ( الخدري رضي الله عنه وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کله چې د رمضان د میاشتي لومړۍ شپه داخله شي ، د اسمان دروازې پرانستلي شي ، چې له هغو څخه د رمضان تر آخرنۍ شپې پوري یوه هم نه تړله کیږي ، د لوی خدای هر مسلمان بنده چې د شپې له مخي لمونځ اداء کړي ، د هري سجدې په بدل کې د ده لپاره ( ۱۵۰۰) پنځلس سوه نیکۍ لیکل کیږي ، او په جنت کې له سرو یاقوتو څخه جوړ شوی داسي کور ورکول کیږي ، چې (۶۰۰۰۰) شپېته زره دروازې لري، د هري دروازې ګاردنیزون له سرو زرو څخه جوړ شوی او د یاقوتو په غمیانو سینګار شوي وي ، کله چې لومړۍ روژه اداء کړي ، له مخکنۍ روژې څخه بیا تر دې روژې پوري چې څومره ګناوي ترې شوې وي ټولي بخښل کیږي ، او هره ورځ دسهار له لمانځه څخه تر ماښام پوري دده لپاره ( ۷۰۰۰۰) اویا زره ملایکي استغفار غواړي ، او څوک چې د رمضان په میاشت کې که د شپې وي یا د ورځي ، لمونځ اداء کړي ، په جنت کې د هري سجدې په بدل کې یوه داسي درخته ورکول کیږي چې د هغې د سیوري واټن د آس سپاره د سفر پنځه سوه کلونه لاره اټکل کیږي .
فایده : په حدیثو کې چې د کوم عبادت د ثواب مقدار که هر څومره د انسان دعقلي دائرې له اټکل څخه د باندي ښوول شوی وي ، له دې سره سره درواغ نه ده ، ځکه د هغو نعمتو شتون چې په جنت کې اوس مهال عیار دي ، د انسان له اټکل څخه وتلي دي ، په حدیث کې راځي په جنت کې الله داسي نعمتونه خپلو دوستانو ته اماده کړې دي ، چې نه غږونو او ریدلي دي ، نه سترګو لیدلي دي ، او نه تر اوسه د تصور د پرواز په ساحه کې راغلي دي ، لکه څه راز چې دنیوي ژوند د مور د رحیم د ژوند په مقدار غټ دی ، همغه مقدار د جنت ژوند د دنیوي ژوند په مقدار غټ دی ، که دې ته فکر وشي چې د مور په رحیم کې انسان څومره وسایلو او اسبابوته اړتیا لرله ، بیا په دنیوي ژوند کې څومره وسایلو ته اړتیا لري چې د مرګ تر ورځي یي نشي پوره کولای ، نو د جنت ژوند د دنیوي ژوند په پرتله په هزار هاؤ چنده غټ دی هغومره وسایلو او اسبابوته انسان اړ دی ، نو ځکه الله جل جلاله د انسان د هغې اړتیا په مقدار پراخ او بې دریغه اسبابو بند بست ورته کړی دی ، او لا اوس هم کار پرې جاري دی ، او تر قیامته به د کار لړۍ دوام لري ، په دنیوي ژوند کې خو د بنده قدرت هم څه کولای شوای ، او د جنت په ژوند کې د بنده قدرت کار نه کوي ، ځکه لوی خدای هر څه په خپله ذمه کړې دي ، له بنده څخه یوازي عبادت غواړي نور نو کله چې بنده له دنیا څخه نقل شي هر څه به عیار او تیار وي ، یوازي نازونه او داسي چړچې به وهي چې پرې ستړﺉ کیږي به هم نه.
پرودګار دي زموږ او دټولو مسلمانانو نصیب کړي . نور د هغه د رحمت او لوریني په طمعه یو.
مولوي محمدیار وردګ