د سورت نور تفسیر – لومړۍ برخه
دپیل خبرې
سورت نور دمفسرینو په اجماع سره مدني سورت ده او په (النور) سره یې دنومولو دوه وجهي ښودل شوي دي. یوه دا چې که څوک د دې سورت په لارښوونو او هدایاتو عمل وکړي نو ژوند به یې له نور او رڼا نه ډک شي اوبل دا چې په دې سورت کې یو ایت راغلی چې هغه ایت هم ایت النور بلل کیږي؛ نو د هغه نوم ټول سورت ته هم ورکړل شوی دی اوهغه ایت دادی (اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ) یعنې الله جل جلا دځمکي او اسمانونو نور دی .
او دقران کریم د سورتونو نومونه ځیني یې دهغو نومونو په نامه نومول شوي دي چې په هغه سورت کې یې یادونه شوې وي لکه : آل عمران ، والأنبياء ، والضحى . او په ځیني سورتونو باندې په هغه سورت کې د راغلي کیسې رنګ غالب شوی وي او د هغې کیسې په نوم نومول شوی وي لکه ( البقرة ، والأحقاف او هود)
سورت نور دقران کریم هغه سورت دی چې ټولنیزاو روزنیز موضوعات په ډېره ښایسته او تفصیلي توګه په کې څېړل شوی او بیان شوی دی، د دې سورت عظمت اوستروالی دهمدې سورت له لومړي ایت نه ښه معلومیږي، ځکه په پیل کې یې الله جل جلاله وایي (سورة…) علماء وایي د پیل ایت په داسې توري سره پیل کول د دې سورت عظمت او ستروالي ته نغوته او اشاره ده اوبل په دې خبره کې دسورت توري نکره راوړل شوي دي او نکره چې مبتدا شي موخه یې داوي چې اورېدونکي ته عظمت وښیي او د مبتدا له پاره درې خبر راوړل شوي دي اوپه هغوکې دجمع متکلم ضمیر هم د دې سورت عظمت ته اشاره ده اوهغه درې خبري دا دي : (أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَّكَّرُونَ) په أَنْزَلْنَا ، فَرَضْنَا او بیا أَنْزَلْنَا کې د (نَا) ضمیر دجمع متکلم دنور سورت دعظمت معنا ورکوي .
د تفسیر علماوو دقران کریم دمختلفو اړخونو د روښانه کولو او تفسیرولو له پاره ګڼ شمیر لارې خپلې کړي دي لکه دمکمل قران کریم د هرتوري تفسیر او تشریح ، یواځې دقراني احکامو تفسیر او څیړنه ، دقراني کیسو تفصیلات او تشریحات تفسیرول ، په قران کریم کې دراوړل شویو مثالونو تفسیر او تشریح ، په قران کریم کې د یادوشویو ځایونو تفصیلات ښکارول چې تفسیرارض القران یا قراني جغرافیه ورته وایي ،همداراز ځیني علماوو د قران کریم ځانګړیو سورتونوته توجه کړې د ه اویواځي یې دیوه سورت پرتفسیر باندې کتاب لیکلی وي ، دا راز ځانګړي سورتونه انتخابول شاید د وخت د جدي غوښتنو دځواب له پاره غوره کړل شوي وي اودا ډېر مهم او اساسي کار ځکه دی چې کله په مسلمانه ټولنه کې کوم ناوړه خویونه یاعادتونه زیات شي؛ نو د هغو د درملنې او اصلاح له پاره باید قراني لارښوونې تشریح او وړاندي کړل شي او قران کریم هغه لارښود دی چې په برکت سره یې مسلمانه ټولنه دهرډول روحي ناروغیومخنیوی کولای شي .
څرنګه چې په دې سورت کې په ځانګړې توګه ځیني داسي موضوعات بیان شوي دي چې نن سبا هغه ډېری مسلمانانو له نظره غورځولي دي او په ځانګړې توګه په پښتني ټولنه کې هغو مهمو مسائلو ته خلک ډېره کمه پاملرنه کوي له دې کبله مې اراده وکړه چې سورت نور په پښتو کې تفسیر او تشریح کړم ، که څه هم دسفر اوژوند ګڼشمېر بوختیاوې مې شاید د دې كار دځنډ او پر وخت نه بشپړېدای لا مل شي خو زه کوښښ کوم چې دې ستر کار ته له خپله وسه وخت پیداکړم او له لوی څښتن نه سوال کوم چې د دې مبارک او ستر کار ښه تکمیل او په غوره توګه د سرته رسولو توفیق او سیکه راکړي ، ځکه یوکار هم دلوی حښتن له مرستې او توفیق پرته نشي ترسره کېدلای اوله درنولوستوالو هم هیله کوم چې د روژې په دي مبارکه میاشت کې موپه دعاوو کې یاد کړي ،
ستاسو حامد
سعودي عربستان د1433هجري کال دروژي میاشت
نور بيا…