رمضان او د بدلون بېلابېل اړخونه
ابوخليل قدوسي
درمضان میاشت دچلند دځېنو اړخونو دبدلون او سمون او دځانونو داصلاح او داخلاقو دسمولو لپاره یو لوړ بیه موسم دی ، په همدغه مبارکه میاشت کي دبدلون اړخونو ته پاملرنه او دروژې له روزنتون څخه دتقوا په پوړیو کي اخلاقي او روحاني لوړو ته وچتېدل هغه ستر ي موخي او مقاصد دي چي دهغو دلاسته راوړلو لپاره د الله تعالی لخوا روژه نېول فرض ګرزول شوي ده او د رښتوني، مثبت اوهمېشني بدلون دلاسته راوړلو لپاره دروژې تر میاشتي بل هېڅ غوره موسم نشته .
دتغیر او بدلون اړخونه ګڼ او بېلابېل دي او توپېر يې داشخاصو، چاپېریال او چلندونو په اساس دی، او دهر اړخ دبدلون لپاره هغه بېلابېل وسایل او لاري چاري دي چي مسلمان يې دنېمګړتیاوو دبشپړولو او دتګلاري دسمولو لپاره ژور فکر او سمي پوهني ته اړکېږي ځېني جوته اړخونه يې په لاندي ډول دي .
لومړی : له پرودګار سره دروژه لرونکي اړېکي، دبنده او خالق ترمنځ دا اړېکي دروژې په میاشت کي ټېنګېږي په کار خو داده چي دا اړيکي درمضان په میاشت او نورو میاشتو کي هم باید ټېنګي او ځواکمني وي ځکه هغه رب چي مسلمانان يې په رمضان کي عبادت او بندګي کوي دکال دټولو میاشتو رب او خالق دی .
عبادتونه او داجر اوثواب کارونه تریوې میاشتي پوري محدودي نه وي دکال په نورو میاشتو کي يې هم انسان سرته رسولای شي، دبدلون راوستلو یو اړخ دا هم دی چي مسلمان دتل لپاره همدغو عبادتونو او داجروثواب کارونو ته اوله رمضان څخه وروسته دکال په نورو میاشتو کي هم دوام ورکړي تر څو مسلمان دالله تعالی دهمېشني عبادت او طاعت مقصد لاسته راوړي .
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنَهَا قَالَتْ: سُئِلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : أي الأعمال أحَبُّ إلى اللَّهِ؟ قَالَ: أدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ
عایشه رضي الله عنها فرمايي چي له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي کوم کار الله تعالی ته ترټولو غوره دی؟ هغه وفرمایل: هغه نېک کار چي انسان ورباندي همېشه توب وکړي ولوکه لږ هم وي .
دوهم : دمسلمان له ځان سره اړېکي ، دروژې مبارکه میاشت دځان دتصفيې او محاسبې او په نېکو کارونو دټېنګار یو غوره موسم دی، يورښتونی مثبت بدلون هغه وخت پیل کېدای شي چي کله انسان دخپل ځان په هکله حساب ونیسي او دمحاسبې په نتېجه کي خپلي تېروتني اصلاح اوروغي کړي، په کار خو داده چي مسلمان له ځان سره محاسبه خپل همېشنی عادت جوړ کړي ترڅو داخلاقي او روحاني بشپړتیا لوړ مقام ترلاسه کړي .
حسن البصري رحمه الله فرمايي
المؤمن قوّام على نفسه، يحاسب نفسه لله عز وجل، وإنما خفّ الحساب يوم القيامة على قوم حاسبوا أنفسهم في الدنيا، وإنما شقّ الحساب يوم القيامة على قوم أخذوا هذا الأمر من غير محاسبة”.
مسلمان پخپل ځان واکمن وي دالله تعالی لپاره له خپل ځان سره حساب کوي دقیامت په ورځ به دهغه چا حساب اسان وي چاچي په دنیا کي له ځان سره حساب کړی وي او دهغه چا حساب به ډېر کړوونکی وي چاچي ددنیا چاري بې حسابه ورنېولي وي .
درېیم : دمسلمان اړیکي له خپلي کورنۍ او خپلوانو سره ، دژوندانه په چارو کي دزیات مصروفیت له وجهي زیاتره مسلمانان خپلوي پالني او دخپلوانو او اقرباوو لیدني ته وزګار او يا يې ورپام نه وي، دروژې مبارکه میاشت مسلمان ته ددې فرصت ورکوي چي دژندوانه دې حقوقي اړخ ته هم پام واړوي او پخپل چلند کي نوی بدلون راولي، له خپلو خپلوانو سره دخپل منځي اړیکو مراندي وغزوي ترڅو هغه کرکي او بد ګمانۍ چي موجوده پرېکړون زېږولي وي له مینځه یوسي او ځای يې مینه او محبت ونیسي دخپلوي پالني په هکله هم دا یو حدیث بسنه کوي :
إِنَّ اللَّهَ خَلَقَ الْخَلْقَ حَتَّى إِذَا فَرَغَ مِنْ خَلْقِهِ قَالَتْ الرَّحِمُ: هَذَا مَقَامُ الْعَائِذِ بِكَ مِنَ الْقَطِيعَةِ، قَالَ: نَعَمْ، أَمَا تَرْضَيْنَ أَنْ أَصِلَ مَنْ وَصَلَكِ وَأَقْطَعَ مَنْ قَطَعَكِ؟، قَالَتْ: بَلَى يَا رَبِّ، قَالَ فَهُوَ لَكِ، قَالَ رَسُولُ اللَّه ِ صلى الله عليه وسلم : فَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ:
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ (۲۲) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ (۲۳) محمد
کله چي الله تعالی دنیا پیدا کړه او له پیدایښته يې وزګار شو رحم وویل: دا دهغه چا ځای دی څوک چي په تا له پرېکړون څخه پناه غواړي؟ الله تعالی ورته وفرمایل : هو! ایا ته پدې نه يې خوشاله چي څوک تا پالي هغه وپالم او چي څوک ستا اړیکي غوڅوي له هغه سره اړیکي غوڅي کړم؟ رحم وویل: هو زما ربه! الله تعالی ورته وفرمایل : دا ستا لپاره ځانګړی شو، بیارسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمایل که مو خوښه شوه دا ایتونه ولولئ : (ژباړه) نو اّيا تاسې دې ته نه يې نژدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلولۍ به مو غوڅې كړئ؟ دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو دوى يې كاڼه او سترګې يې ور ړندې كړې دي .
څلورم : دمسلمان اړیکي له خپلي ټولني سره، د روژې په مبارکه میاشت کي له ټولني سره دمسلمان اړیکي په کار دي چي ډېري فعالي او ټېنګي وي دې لورته باید زیاته پاملرنه وشي، دټولني له افرادو سره لیدل کتل ، دهغوی لپاره دخیر تلاش، دهغوی اړتیاوي بشپړول هغه شیان دي چي مسلمان دروژې په میاشت کي دخپلو ورځنیو کارونو په جدول کي باید ورته ځای ورکړي دا ځکه چي الله تعای فرمايي :
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ
بېشکه چي مسلمانان پخپل مېنځ کي سره وروڼه دي .
او رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِم وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ شَيْءٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى .
دمسلمانانو مثال په خپلوي، زړسوي او خواخوږي کي دیوه انساني بدن دی کله چې یوځای خوږ شي ټول جسم ورسره په توده تبه اخته او بېخوبه شي .
پنځم : دمسلمان اړیکي له عامو انسانانو سره دا ډول اړیکي زیاتره وختونه شنډي او له کاره لوېدلي وي مسلمان باید په هروخت کي داسلام سفیر او دپیغمبري اخلاقو ممثل وي هغه ته په کار ده چي له نامسلمانو انسانانو سره هم دحق لورته درابلني په موخه اړیکي وساتي او داسلام مبین دټول انسانیت لپاره دخلاصون یو ابدي پیغام دی او دا دهر مسلمان دنده ده چي نور انسانان هم دې دین ته راوبولي الله تعالی فرمايي :
ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ
ستادرب لورته يې راوبوله په پوهنه او نېک وعظ سره .
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:
فَوَاللَّهِ لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلاً، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ
نوپه الله تعالی قسم که یو څوک ستا په ذریعه سمه لاره ومومي دا ستا لپاره ترسرو اوښانو زیاته ستره ګټه ده .
دا ځېني هغه اړخونه ول چي مسلمان تل باید ورته تم شي او پاملرنه ورته وکړي دروژې په مبارکه میاشت کې پیل کړي ځان ورباندي عادت کړي او دکال په اوږدو او دژوندانه په هر ډګر کې خپل همېشنی عادت وګرزوي، مونږ باید دروژې دمبارکي میاشتي له پیل او له نوي هوډ سره درښتوني مثبت بدلون په لور ګامونه ګړندي کړو اودخپل ژوند نوي پاڼه پرانېزو همدغو ارزښتونو ته په خپلو خویونو کي ځای ورکړو او دتل لپاره يې پکي نقش کړو او هغه چاته يې هم وښیو له چاسره چي مونږ په تماس کي کېږو ترڅو دانساني ټولني ورکه نېکمرغي بېرته لاسته راوړو اود کرکي ځای مینه او دشخړو ځای ډاډمنتوب ونیسي او دمثبت بدلون په نتېجه کي داخوت ، وحدت او ګډي خواخوږۍ نوي فضا جوړه کړو .