وروستي:

پنځلسمه لويه ګناه – په قصد سره لمونځ قضا کول – درېيمه برخه

ليکنه: مولوي عبدالسلام ضعيف

دجماعت دلمانځه په اړه ډير زيات حديثونه راغلي دي، چې دجماعت په كولوسره سخت ټينګار كوي، په ځانګړي توګه بېا دسهار او ماخوستن په لمونځونو كښي ډيراصرارسويدی، ځكه چې درسول الله (صل الله عليه وسلم) دمبارکي خولي څخه به اوريدل کېدله چې دغه دوه لمونځونه، چې سهار او ماخوستن دي ترنورو ټولو لمونځونو په منافقينوباندې درانه اوسخت لمونځونه دي ځکه چې منافقين خودالله دپاره نه بلکه درياياځان خلاصولوله کبله لمونځونه کوي نوپه دوی باندې به دخوبه پاڅيدل خامخاګران کاروي،رسول الله وايي كه چيري دغو منافقينو علم درلودلای چې په دغو لمونځونو کې به څومره ثواب وي نو دوی به خامخا جماعت ته حاضريدلای ((ولو حبوً))که څه هم په ګونډوباندې به راتللای.

 حضرت ابن عمر (رضي الله عنهما) وايې چې كله به دغو دوو لمونځونو ته څوك حاضرنسو  نوموږبه ګمان كاوه چې د اتارك الصلاتين منافق سوی نه وى ((معنى دا چې موږبه دغولمونځونوته دومره اهميت وركاوه)) دلمانځه په ادا كولوکې د خشوع،  خضوع او طمانيت په اړه هم ډير احاديث مباركه او دعلماء كرامو اقوال سته خو موږ به دلته په هم دومره څه سره كفايت كوو چي ذكر موکړه له دي كبله چي دكتاب ياليکني حجم زيات نسي، دا چې جماعت كول څومره مؤكد سنت دی په دي کښې دامت دعلماءکرامو هيڅ شك اواختلاف نسته، اما دا چې موږ او زموږ ټولني څومره دجماعت دلمانځه څخه فاصله نيوليده اوورڅخه غافله يو نوالله (جل جلاله)  دي رحم وکړي، په دي کې بېخي شك نسته چې زموږ ټولنه په ځانګړي توګه دکابل ټولنه دلمانځه سره څومره لاابالي كوي او څومره ورته په سپكه ګوري، يوازي دانه چې جماعت كمزوری دی او لږ خلك دجماعت پابندي كوي، بلكه ډير خلك دلمانځه دادا كولو پروا نلري، بېخي يې دلمانځه سره دچاخبره بايكاټ کړی وي،او ځيني خلك كه څه هم لمونځونه كوي خو بېخي په هرڅه باندې دهغوی څخه قضا کيږي او ياداچې بېخي دوخت پابندي نه كوي، يا دا چې دنيايې كارونه تر جماعت او لمانځه اول اومقدم بولي، ددې سره سره دبده مرغه زموږدوخت بې دينه او كفر خوښه واکمنانوپه دغه لرغوني ښارکې دمسجدونو وابادی ته بېخي التفات نه دی کړی، كه څه هم ځيني ګمراه او كفر مزاجه واکمناانو دځانونولپاره داګرانه بلل چې مخ په قبله خپل ځان غوځار کړي او يايې بل څوك ورته ټيله کړي،خوددې سره سره يې دافغانستان په مركز كابل کې دكوتو په شمير مسجدو ته په ماستر پلان کې ځای ورکړيوه چې دهغوی دمهم عنصرچې د اوداسه داوبوضرورت دی هيڅ انتظام نه دی کړی، الله  (جل جلاله) دي په محشرکې ورته هم داسي درنه  سزا ورکړي، لكه څنګه چې يې دالله (جل جلاله)  دين او مسجدونو ته  په سپكه كتلي دي، دجماعت په هكله دډيرو علماءکرامو اقوال سته, اما دامام ابوحنيفه (رحمه الله) په قول جماعت مؤكد سنت دی، پري ښودل يې ګناه لري، كه څوك يې ددوام په توګه په قصده سره نه كوي نو په كبېره ګناه سره يې ګناه بدليږي، او ځيني علماء كرام وايې چې كه څوك قصداً بيله عذره جماعت نه كوي  په خپل كور کې لمونځ كوي نولمونځ يې صحت نه لري والله اعلم.

 لكه څنګه چې مو وړاندي  ذكر وکړ،دا چې ډير صحابه کرام اوتابعين (رضوان الله عنهم اجمعين) ورسره دامت نورلوی علماء كرام دحضرت امام احمد بن حنبل(رضي الله عنه) اود حضرت عبدالله ابن مبارك(رحمه الله) چې دحنفي مذهب يوډيرلوی او مشهور عالم دی دهغه په شمول په دې عقيده اونظر دي،چې كه څوك په قصدي توګه لمونځ پريږدي اوکوم شرعي عذرنلري نودغه سړی مسلمان نه بلل کيږي اوددې دثبوت لپاره پوره دلايل لري،نوديوه مسلمان لپاره دا يوه وړه خبره نده كه چيري ددوی اجتهاد صحيح وخيږي، نو الله (جل جلاله)  دي زموږ په قوم، خلكو اواولادونواو بې دينه واکمنانوباندې رحم وکړي چې دلمانځه سره څومره لا ابالي كوي، په دې کې هم شك نسته چې ذكر سوي صحابه کرام اوتابعين اونورعلماءکرام(رضوان الله عنهم اجمعين) څومره عالمان وه او څومره يې دعلم په حاصلولو کې كوښښ کړی اوزيارايستلی دی، اللهم اجعلنا من الذين يركعون مع الراکعين.