اسلام او سياسي اندونه۲ــ اشراف واکي- شپږمه برخه
ليکنه : د اسلامي نړۍ منلی عالم او تکړه ليکوال، مفتي محمدتقي عثماني
ژباړه : مولوي نورالله عزام
۲ــ اشراف واکي
دويم سياسي نظام چې مخکې يې موږ يادونه وکړه، اشراف واکي يا د اشرافو حکومت دی چې په انګريزي ژبه کې ورته “Aristocracy” وايي .
اشراف واکي يوه تخريب کړل شوې کلمه ده چې له اشراف څخه اخيستل شو ی دی، اشراف نېکانو خلکو ته وايي ، کوم خلک چې په ټولنه کې دقدر وړ خلک وي هغو ته اشراف ويل کيږي . ددې نظام لنډه پېژندنه ياددې ترشا نظريه داسې ده چې وايي حکومت کول دهرچاکارنه دی او نه هرانسان د واکمني کولو حق لري بلکې حکومت کول يوازې دځېنو ځانګړو خلکو حق دی چې ديو ځانګړي نسب او حسب څښتنان وي او يادځينو ځانګړو صفتونو څښتنان وي چې د اشرافو طبقه ورته وايي ، هر څوک ددې حق نه لري چې واکمني وکړي او نه هم داحق لري چې دواکمني غوښتنه وکړي بلکې دا يوازې ديوې ځانګړې طبقې حق دی چې دوی يې په اشرافو سره تعبير کوي .
اوس پو ښتنه داده چې د دې طبقې خلک څوک دي ؟ په دې اړه خلک بېلا بېل نظرونه لري. ځينی وايي د غوره نسب او حسب څښتنان اشراف دي، او ځيني وايي چې کوم خلک په مذهبې توګه غوره ګڼل کيږي هماغه داشرافو طبقه ده ، او ځيني نوربيا وايي چې د اشرافو طبقه هغه خلک دي چې ځيني ځانګړي صلاحيتونه او نيک خويونه ولري او ډېر زړور او هوښياروي ؛ نو همدوی بايدواکمن شي .
خلکو داشرافو بېلابېل تعبيرونه کړي دي . دهمدې تعبيرونو له امله په خپله اشراف واکي هم پر بېلو بېلو څانګو وېشل شوې ده ؛ خو په ټوليزه توګه دټولو تصورهمدادی چې واکمني کول دهرچاکارنه دی، يوازې يوه ځانګړې طبقه دې واکمنه وي او بايد ټول خلک يې اطاعت وکړي .
ددي تصور پيل دارسطو او افلاطون څخه شوی دی او دا اصطلاح هم په خپله هغوی اختراع کړې ده ، هغوی داتصور وړاندې کړ چې واکمني د هغه چا حق دی چې دپوهي له پلوه ترنورو لوړوي؛ نو داسې به ووايو چې هغوی دعلمي اشراف واکي تصور وړاندې کړ؛ خو همدا تصور چې دپوهي پربنست دې خلک واکمن وګرځول شي يوازې دهغوی دماغي تخيلات ، هېله او ارمان و، په عمل کې کله هم داسې نظام نه دی رامنځ ته شوي چې خالص پرعلمي بنسټ حکومت وټاکي .
دلته دايادونه هم اړينه بولم چې د اشراف واکي اصلي غوښتنه داوه چې د ځينو ځانګړو صفاتو لرونکې طبقه دې واکمنه کړل شي ، خو دا اصطلاح هغه مهال هم کارول کيږي چې داسې طبقه مخامخ حاکمه نه وي؛ خو پرحکومت د ډېر اغيزله امله دپردې ترشا ټوله واکمني د دوی وي، که څه هم په ښکاره واکمن نور خلک وي ، په داسې وخت کې هم ويل کيږي چې دا اشراف واکي (Aristocracy) ده، او د داسې مفهوم له پاره په نننۍ نړۍ کې د “بيوروکريسۍ” کلمه ډېره کارول کيږي ، ددې مانا داده چې په ښکاره که هر څوک واکمن وي؛ خو اصلي واکمنان پردوی دومره اغيز لري چې مهمې پرېکړي او پاليسي د هغوی له خوښي سره سم پلي کيږي ، هغوی چې څنګه غواړي واکمن په خپله ولکه کې ساتي او پر هغه دخپلې خوښي پرېکړي مني. “بيو” رسمي چارواکو ته وايي او “روکريسي” حاکميت (واکمني ) ته وايي ؛نو د بيوروکريسي معناداده چې اصلي واکمني درسمي چارواکو په لاس کې ده ، چې ددې ترجمه په شاهي افسر او شاهي مزدورسره هم کيږي .
لکه مخکې چې مو وويل اشراف واکي يوې ځانګړې طبقې ته د واک حق ورکوي، اوس ددې طبقې ټاکلو له پلوه اشراف واکي هم بېلابېل ډولونه لري ، يو خو علمي اشراف واکي ده چې دهغې تصور ارسطو او افلاطون وړاندې کړی و؛خومخکې مو وويل چې دا محض يو ارمان و چې کله هم په وجودکې نه دی پلي شوی د دې پرته په عامه توګه اشراف واکي ډېر ډولونه لري:
نوربيا..