د رمضان مياشت او د بدلون شرطونه
ابوخليل قدوسي
دعبادت، اخلاقو او چلند په ډګرونو کي درمضان مبارکه میاشت دیو ستر رښتوني بدلون چانس دی، روژه ساتونکی مسلمان درمضان دمیاشتي په شپو او ورځو کي دسترو ثوابونو دګټلو په تمه دزیار مټي ورنغاړي، دهغې له برکتونو او دخپل پروردګار له نعمتونوڅخه خپله تنده ماتوي، دهغې له عبادتونو څخه دخپل اخروي ژوند لپاره څوری چمتو کوي .
دروژې مبارکه میاشت یوه الهي مدرسه ده چي دنېکو عملونو او داجر او ثواب د کارونو دسرته رسولو په بدل کي مسلمان دثوابونو ونډه لویوي . اوله هغو کارونو څخه غوښتونی ایماني ځواک لاسته راوړي کوم چي يې له خپل خالق سره اړېکي ټېنګوي ترڅو يې ددنیا اواخرت نېکمرغي په برخه شي .
ځکه خو مسلمان ته پکار ده چي له وخت څخه ګټه پورته کړي او په همدغه مبارک موسم کي د سترو ګټو او ثوابونو په لور ګړندي ګامونه واخلي، کله چي مونږ دانساني ژوند بېلابېلو اړخونو ته په غور ګورو ، وینو چي یو ستر رښتوني بدلون ته اړتیا شته داسي بدلون چي مونږ یوې داسي مرحلې ته نقل کړي چي هلته فرد او ټولنه دهوسايي او نېکمرغي ساه واخلي .
کله خوداډول يورښتونی بدلون درمضان په میاشت کي دڅه وخت راشي چي په افرادو او ټولنه دنېکمرغۍ اورېځي را وېړي کړي خو درمضان له تېرېدلو سره جوخت ډېر ژر دانسان حالت مخګیني وخت ته بېرته وګرزي .
که انسان غواړي داډول مثبت بدلون يې دعادتونو بڼه غوره کړي ، ضروري ده چي شرطونه يې بشپړ کړي ترڅو درمضان میاشت يې دیوه رښتوني بدلون په لور دسفر پیل جوړ شي چي دهمدې تکل په نتېجه کي په ټول ژوندانه کي دمثبت او اغېزمن بدلون په لاسته راوړلو بری ومومي او همدغه بدلون يې له رمضان څخه وروسته هم همېشنی پاته شي، ترڅو خپل هغه هدف ته ځان ورسوي چي هغه دخپل نفس اصلاح او سمون او دالله تعالی درضا لاسته راوړنه ده .
درښتوني بدلون دلاسته راوړلو لپاره ځېني بنیادي شرطونه په لاندي ډول دي :
لومړی : دبدلون دراوستلو لپاره دزړه له کومي تلوسه اوصادقانه اراده ، کله چي دانسان په کوګل کي دبدلون دراوستلو لپاره داډول رښتوني مینه وزېږي بیا انسان په عقلي او رواني توګه ددې کار لپاره چمتو شي، بیا رښتوني مینه او ځواکمنه اراده دانسان چلنداو اخلاقیات له ورځني جامد حالت څخه مثبت او ګټور حالت ته انتقال کړي لکه چي الله تعالی فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ
بېشکه چي الله تعالی دیوه قوم حال تر هغه وخته نه بدلوي ترڅو چي هغوی پخپلو ځانونو کي بدلون نوي راوستی .
دوهم : دیوه سالم بدلون لپاره دلارو پېژندل ، کله چي انسان دبدلون راوستلو لپاره یوه روغه لاره تشخیص کړي او پدې پوه شي چي له کومه ځایه يې باید پیل کړي او په کوم ځای يې ودروي بیا به يې دبدلون دهڅو نتېجه هرو مرو هماغه وي چي دوینا او عمل له لاري يې دهغې دخپلولو تکل کړی وي اوبیا هغه دبدلون ټاکليو هدفونو ته حتمي لاس رسی موندلای شي .
درېيم : په سمه توګه دبدلون دلارو چارو پلي کول ، دبدلون دراوستلو لپاره رښتوني مینه ځواکمنه اراده او دلارو پېژندل بسنه نکوي بلکه په سمه توګه دهمدغو لارو چارو پلي کول يې له بنیادي شرطونو څخه ګڼل کېږي، باید دبدلون لاري چاري په ډېر ښه ډول مشخصي اومنظمي کړي او بيا يې په مرحله اېز ډول په عمل کي پلي کړي، هغه باید په ډېر موزون شکل همدغه هڅي په کار واچوي او دبېړنیو پایلو انتظار ونه باسي همدغه لاري چاري ګڼي او بېلابېلي دي چي علماوو په کتابونو کي بیان کړي دي .
کله چي دبدلون غوښتنه دانسان دزړه له کومي وي او لاري چاري يې وپېژني او بیا يې په عمل کي په سمه توګه پلي کړي هرو مروبه دبدلون هغه نتېجه لاسته راوړي کوم چي هغه يې انتظار باسي او تمه يې لري .
دا ځېني هغه بنسټېز شرطونه ول چي دهغه چا لپاره يې خپلول ضروري ګڼل کېږي څوک چي دیوه رښتوني بدلون په لور ته دتللو هڅي کوي ، روژه لرونکی مسلمان باید همدغه شرطونه په ځان کي پیدا کړي ترڅو يې درښتوني بدلون هڅي بریالۍ شي پدې میاشت کي درښتوني بدلون دلاسته راوړلو لپاره له الله تعالی څخه مرسته وغواړي، هغه ته زارۍ او عاجزي وکړي ترڅو يې دا هڅي دهغه دخوښۍ او رضا سبب جوړي شي .
مونږ ته پکار ده چي پدې لار کي ګامونه ګړندي کړو، او دیوه داسي مثبت بدلون نوي پاڼه خلاصه کړو چي خپل ځانونه پکي اصلاح کړو، او له وخت څخه يې فایده واخلو، درمضان میاشت یو څو ورځي وي او تېرېږي او دا میاشت دبدلون راوستلو یو ستر چانس دی باید داجرونو او ثوابونو دموندلو او ددنیوي او اخروي نېکمرغۍ دلاسته راوړلو په نیت ددې موسم له تېرېدلو مخکي ورڅخه همېشنۍ ګټي پورته کړو .