په “رجيع” غزاکې دڅوتنه صحابه وو دردونکی شهادت
د مولوي عبدالحق حماد ژباړه
حضرت ابوهريره رضي الله عنه وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم د عاصم بن ثابت رضي الله عنه ترمشرۍ لاندې يو ډله صحابه کرام دحالاتو معلومولو لپاره ولېږل، هغوى چې د عسفان او مکې ترمنځ “هداة” مقام ته ورسېدل يو چا دهُذيل قبيلې “بنولحيان” خبرکړل، هغوی نژدې سل تنه غشي ويشتونکي ورپسې ولېږل چې ويې نيسي، صحابه کرام چې په کومه لار تېرشوي وو دوی يې دقدمونو نښې معلومې کړې او ورپسې شول لږ وړاندې چې ولاړل يوځای يې دکجورو زڼي وليدل چې صحابه وو غورځولي وو؛ نو يو بل ته يې وويل: همدا ديثرب (مدينې) دکجورو زڼي ښکاري؛ نوهماغه لاره يې تعقيب کړه لږ وړاندې چې ورغلل صحابه کرامو وليدل؛ نوټول غره ته وختل، دوی چې ور ورسېدل صحابه کرام يې له څلورو خواوو محاصره کړل او ورته ويې ويل: موږتاسوسره ژمنه کوو چې که راښکته شئ موږ به هيڅ نه درته وايو، عاصم رضي الله عنه وويل: زه کله هم دکافر پرژمنه باور نه کوم او دعايې وکړه وېل: خدايه! خپل نبي صلی الله عليه وسلم زموږله حاله خبرکړې! په همدې وخت کې بنولحيان پرنوموړي بريد وکړ اوله اوو تنه ملګروسره يې يو ځای يې شهيد کړ، خبيب، زيد اويو بل صحابي لاهم پاتې وو، بنو لحيان دوی ته د ورکوزيدو بلنه ورکړه؛ نو درې واړه ورښکته شول، له ښکته کيدو سره سم هغوى ونيول ليندۍ يې ترې واخيستې اودرې واړه يې په خپلو تسمو وتړل، په دوی کې يوتن ورته وويل: دامو لومړۍ وعده خلافي ده؛ نو زه تاسې سره نه ځم، کافرانو هرڅومره هڅه وکړه؛ خوصحابي ونه منله؛ نوپه همدې ځای يې شهيدکړ اوخبيب او زيد رضي الله عنهما يې بوتلل دواړه يې په مکه کې خرڅ کړل، خبيب رضي الله عنه په بدرکې حارث بن عامربن نوفل وژلی و، بنو لحيانو چې نوموړی مکې ته راوست دحارث کورنۍ په بيه ترې واخېست اوځان سره يې بندي کړ، څو ورځې وروسته يې دنوموړي دوژلو پرېکړه وکړه؛ نو هغه دحارث له يوې لور څخه دوېښتو خرېيلو چاړه وغوښته هغې ورته راوړه، لږ وروسته هماغه مېرمن بيا ورته راغله ګوري چې خُبيب رضي الله عنه دهغې يو وړوکی زوی په خپل غيږ کې کښينولی؛ نو ووېرېده چې هسې نه په هغه چاړه يې زوی ور حلال کړي، خبيب رضي الله عنه دهغې په ډار پوه شو؛ نو ورته ويې ويل: ته ويرېږې چې زه به دې زوی ووژنم ؟ نه! که خدای کول کله به هم داسې کار ونه کړم، هغې به ويل: ما له خُبيب نه غوره بندي بل نه دى ليدلی، وېل: يوه ورځ مې وليد چې انګور يې خوړل؛ په داسې حال کې چې دغه وخت په مکه کې هيڅ انګور نه وو او نه نوموړی له کوټې وتلای شو، هغه ته الله جل جلاله روزي ورکوله، راوي وايي: دخُبيب رضي الله عنه دوژلو نېټه چې پوره شوه کافرانو له مکې څخه بهر ويوست او وړاندې له دې چې دشهادت جام پر شونډو کيږدي کافرانوته يې وويل: ما لږ پرېږدئ چې دوه رکعته لمونځ وکړم، هغوی اجازه ورکړه نوموړي چې دوه رکعته لمونځ ترسره کړ راغی اوکافرانوته يې وويل: که دا وېره نه وای چې بيابه تاسو وايئ چې دی له مرګه وډار شو؛ نومابه نن ډېرلمونځونه کړي وو
راوي وايي: خُبيب رضي الله عنه چې لمونځ پای ته ورساوه همدغه کافرانوته يې داسې ښېرا وکړه: اې الله! دوى يو هم مه پرېږدې! بيا يې دا شعر ولوست:
وما ان ابالى حين أُقتَل مسلماً على اي شق كان لله مصرعي
چې مسلمان وژل کيږم، بيا پروا نه لرم چې خدای پاک ته په کوم حالت کې ورځم
وذلك في ذات الاله وان يشاء يبارك على اوصال شلوٍ ممزع.
اودا دالله لپاره دي که هغه وغواړي،دبدن په غوڅوبرخوکې مې برکت اچولى شي.
دحارث زوی، عقبه راولاړ شو خُبيب رضي الله عنه يې شهيد کړ، هغه بل صحابي (عاصم رضي الله عنه ) دبدر په غزاکې د قريشو يو لوى سردار وژلى و، له همدې امله هغوی څو تنه راوليږل چې دنوموړي دبدن يوه برخه پرې کړي او رايې وړي چې ويې ويني اوباور يې راشي چې داهماغه مسلمان دی چې ددوی مشريې وژلی و؛ خو الله جل جلاله دعاصم رضي الله عنه دبدن دساتنې له پاره دشاتو مچيو يوسيل راواستاوه، مچۍ به دنوموړي پربدن تاوېدې اوهيڅوک يې نه پرېښودل چې لاس وروړي.