وروستي:

ابن‌خلدون‌ او ټولنپوهنه – درېیمه برخه

خادم احمد حقيقي

ابن‌خلدون‌ هم د نننۍ رښتينو ټولنپوهانو په شان د ټولنپوهنې په برخه كې خپلې څېړنې له دې ځايه پيلوي چې …. د انسان له نوع څخه د يوې ټولنې شتون اړين دى او حكيمان دا مانا په دې توګه تعبيروي، چې انسان د مدني فطرت درلودونكى دى، پر دې بنسټ، بله چاره نه لري له دې پرته، چې يوه ټولنه رامنځ كړي.

پر دې اساس ويلاى شو چې:

۱ – انسان په يوازې توګه نه شي كولاى خپلې اړتياوې پوره كړي او ټولې هغه چاري، چې د ده د پاتې كېدو لپاره اړين دي، لاس ته راوړي.

۲ – انسان د يو شمېر ځناورو پر وړاندې له ځان څخه د دفاع توان او وړتيا نه لري او د دفاعي ابزارو د كارولو په برخه كې د يو فرد وړتيا پوره نه ده.

۳ – په پاى كې، هغه خطرونه، چې انسان ګواښي، هغه د نورو پناه ته اړ كوي. پر دې بنسټ، انسان بايد ديو انسان په توګه په ټولنه كې ژوند وكړي. د ا د ابن خلدون په ټولنپوهنه كې د لومړنى بنسټيز مفهوم په توګه شمېرل كېږي. په دې ترتيب، هغه خپل ابتكاري پوهه داسې راپېژني: (( هماغه بشري عمران، انساني ټولنه او د هغو عوارضو او كيفياتو بيان دى، چې يو د بل پسې د انساني عمران په ماهيت او ذات ورزياتېږي. پر دې بنسټ، د ابن خلدون له انده د عمران علم( ټولنپوهنه) له هغه علم څخه عبارت ده، چې ټولنيزې پدېدې سپړي او موضوع يې د علومو او پوهو يوه ټولګه ده، چې معيشتي او اقتصادي اوضاع، حكومتي او سياسي سمبالښت، بشري لومړني او ښاري ژوند، چې نن يې اجتماعي پديدې نوموي، ده. ابن خلدون د ټولنيزو پدېدو د لاملونو او علتونو پر څرنګوالي څېړنه، د دې علم موخه بولي او زياتوي، چې تاريخ ښكارنده پېښې بيانوي، حال دا چې د عمران علم (ټولنپوهنه) د هماغې پېښې علتونه او لاملونه په ګوته كوي.