وروستي:

دبشارالاسد دقتلونو داستان

دحماة پیغله سلمي کیسه کوې…

سلمي دسوریې په حماة نومي ښار کې د التریمسه نومې کلي اوسیدونکي ده داد اسد دوحشیانو په لاس دتریمسه دکلي خونړۍ شپي کیسه داسي بیانوې : د تیري پنج شنبي په ماښآم دحکومت ټانکونه زموږ په کلي را ننوتل ، او دکلي په فضا کې الوتکو شورماشور جوړ کړ،یو ساعت په کلي کې د توپونو او توپکو ډزي او غړمبهار روان وو ، وروست لیږ کراري شوه ، زه خپلي خوني ته ولاړم او دالله شکر مې وایست چې زه او کورنی مې تراوسه روغ یو ، زه ویده وم چې دخپل کور د دروازي دماتولو په غږ راویښه شوم ، د انسانانو ویروونکي اوازونه مې واوریدل ، زه له خپل کټ لاندي پټه شوم بدن مې ریږدیده ،او له ویري مې غاښونه هم کړپیدل ، دټوپک د ډزو په څیر دهغوی اوازونه زماغوږونو ته رارسیدل چې دخپل پلا راو مور ناري او سوري مې هم ورسره واوریدلي ،نیت مې وکړ چې ور ووځم څو خپله کورنی وژغورم ، خوله بده مرغه زه له ځایه نشوی ښوریدلی او له ویري مې غړیو کار پري ایښی وو ، دانسانانو غږونه مې اوریدل چې دڅارویو په څیر غړمبیدل ،،، دالاندي خبري مې غوږونو ته ورسیدلي : په ځای ودریږه ! ونه ښوري … مانه درته ویلي چې دا ځناور باید وسوځول شې …!!
دخپل پلار غږ یدا مې اوریدله چې ویل یې : دخدای په پا رزما زوی مه وژنئ ! بیا مې دخپلي مور غږ واورید ورته ویل یې : ما ووژنئ خو زما لورمه وژنئ ! له دي وروسته مې نورڅه وانوریدل یواځي کړیکي اوچیغي مې غوږونوته راتلي ….
کله چې دهغوی په وتلو ډاډه شوم له خپل کټ نه راووتلم په ریږدیدونکو لاسونو مې دروازه خلاصه کړه … هغه څه چې ما ولیدل نشم کولی ټول تاسو ته بیان کړم … خونه په سرو وینو لړلي وه ، پلار ، مور ، ورور ، خور مې ټول په وینو کې لت پت پرات وو او ټول یې حلال کړي وو …
له دي وروسته بیا پوه نشوم چې څه پیښیدل او څه وشول یواځي دانسانانو کړیکي او چیغي مې ددي ځناورو له خندا سره یوځای اوریلي ….
دا کیسه تاسو ته دهغه اوږده خندق یاکندي له غاړي نه بیانوم چې زموږ دکلي دشاوخوا دری سوه شهیدانوله پاره کنستل شوي ده …
هوکي ! په دي کنده کې زما پلار ، مور ، ورو راو خور هم خښ شو ل او زما ترو ر، تره ، ماما او خاله هم …..
دلته د وخت د واکمن توري کیني خوړلي شهیدان دفن شول او دلته تاریخ هغه قصابه ولیکله چې د دیریاسین ، صابرا ، شتیلا ا وقانا له قصابو ډیره بد تره او زړه بوږنوونکي ده اوله دي ځایه دیوي مظلومي او ویرځپلي کړیکه پورته کوم که ستاسو په ضمیر کې یې څه ساه وپوکله …. زموږ وروڼه او زامن ذبحه کیږې ، سپینږیري مو وژل کیږې میرمني مو بي عفته او سوځول کیږې ، کورونه مو نړیږې ، په کلیواو کورونو مو بمباري رواني دي اوتاسو په خپلو ځایونوکې دکاڼو په څیر ولاړ یئ ….ځیني ستاسو په پټه خوله ژاړي ، ځیني نور مو ددي پیښو په غندنه بسنه کوې …
پوهیږم ستاسو زړونه له موږ سره دي ، زموږ له پاره مواوښکي هم بهیږې خودا هرڅه زموږ په سرونو قهر اووحشتونه ، ظلمونه او د وخت دواکمن تیري نشي لري کولی موږ تراوسه لا په دي انتظار یو چې یوڅوک به مو ترڅنګ دریږې او له دي ظلمونو او تیریو به مو ژغوري ایا تاسو غواړئ زموږ دا انتظار اوږد شې ؟؟
دخدای په پا راو دانساني ورورګلوي پراساس موږ وژغورئ …
څوک شته چې زموږ کړیکو ته دهو ځواب راکړې ؟؟؟

حامد افغان