د زکات ادا کولو نېټه
محترم مفتي صاحب!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زکات بايد په کومو وختونو کې ورکړو، آيا ټاکلی وخت لري، که د کال په هر وخت کې چې زموږ زړه وي کولای سو ور يې کړو؟
مستفتي: عابد ځدراڼ
الجواب
حامدا ومصليا
د زکات ادا کولو لپاره ټاکلی وخت نشته، څوک چې له حاجت اصلي څخه دومره زياتې روپۍ ولري چې شرعي نصاب ته ورسيږي او يو کال ورباندې تېر شي، پر هغه زکات ورکول واجب دی، البته که څوک يې له کال پوره کېدو وړاندې ورکړي، هم سهي کيږي .
قال الشيخ ابن الهمام رحمه الله :
الزکاة واجبة علی الحر العاقل البالغ المسلم اذا ملک نصابا ملکا تاما وحال عليه الحول.
(فتح القدير ۲/۱۶۳، ط: دارالکتب العلمية بيروت)
قال الشيخ علاء الدين الحصکفي رحمه الله :
وسببه ای: سبب افتراضها (ملک نصاب حولي) نسبة للحول لحولانه عليه.
(الدرالمختار مع رد المحتار ۳/۲۰۹ ، ط: دارالمعرفة بيروت)
قال العلامة الکاساني رحمه الله:
و اما حولان الحول : فليس من شرائط جواز اداء الزکاة عند عامة العلماء.
(البدائع الصنائع ۲/۴۸۴، ط: دارالکتب العلمية، بيروت)
والله اعلم بالصواب
حرره : عبدالحق حماد
۱۴۳۳/۷/۲۰هـ
الجواب صحيح
ابوالاحسان فاروقي
۱۴۳۳/۷/۲۰هـ